Skip to main content

Posts

Showing posts from April, 2020

معیاري خښته څنګه وپيژنو؟

معیاري خښته څنګه وپيژنو.!! له لرغونو زمانو راهیسې خښته په ټولوساختمانونو کې په ځانګړي ډول  په ودانیو کې په پراخه پیمانه  د یو مهم عنصر په توګه کارول کیږي . لرغون پیژندونکي د خښتې د لومړي ځل کارولو په هکله یوه خوله نه دي او په دې اړه سره  ویشلي نظرونه لري.  یو شمیر په دې اند  دي، چې خښته ۷۵۰۰  کاله  له میلاد وړاندې د منځني ختیځ په (تل اسود )سیمه ه د ساختمان په جوړولو کې کارول شوې .یو شمیر یی د لومړي ځل کارولو سیمه یونان او روم بولي . خو په هرحال، داچې خښته لومړی ځل چیرته او څنګه کارول شوي بیل بحث دی  ،نن سبا تقریبا په ټوله نړۍ کې په پراخه پیمانه کاریږي . په پخوا وختونو کې د خښتې اندازې له اوسنېو هغو زیاتې وي او هره خښته به کابو ۴۲ سانتي متر اوږده او شل سانتي متر پلنه او لس سانتي متر پیړه وه ،مګر نن سبا د کار د اسانوالي لپاره دا اندازې راکمې شویدي   . بیلا بیل هیوادونه د خښتو بیلا بیلې اندازې کاروي خو تر ټولو ډیر کاریدونکي اندازې دي . 190 mm x 90 mm x 90 mm. د یوښه ساختمان د ترلاسه کولو لپاره د ښه کیفیت لرونکې خښتې کارول مهم دي . نو ددې لپ...

په تازه کانکریټو کې داوبو مقدار اندازه کول .Measuring water content in Fresh Concrete ‎

په تازه کانکریټو کې داوبو مقدار اندازه کول .Measuring water content in Fresh Concrete  په دې مقاله کې  د یوې داسې نوې او پرمختللې وسیلې په اړه بحث کوو چې د تازه کانکریټو د کیفیت په کنترول کې خورا زیات ارزښت لري.دا نوې وسیله  SONO WZ  نومیږي چې په تازه کانکریټو کې  د اوبو مقدار مالوموي.وړاندې له دې چې دا وپیژنو ،په کانکریټو کې د اوبو دمقدار په اړه لنډه رڼا اچو. کانکریټ له سیمنټو ،درجه بندي شوو میده او غټ دانه ډکوونکو موادو (شګه او جغل ) ،اوبو او خالیګاووڅخه تشکیل شوي وي  او کله کله علاوه کوونکي مرکبونه هم ورسره مل وي .اوبه د کانکریټو د یو مهم عنصر په توګه د کانکریټو په ټولو خاصو مهم اغیز لري.په کانکریټو کې د اوبو مقدار کولی شي د کانکریټو محکمیت ښکته او پورته یوسي .په سیمنټو کې اوبه په درې حالتونو کې موجودې وي ،ازادې اوبه (free water)چې د شعریه قوو(Capillarity forces) په واسطه ساتل کیږي ،جذب شوې اوبه (absorbed water)چې د سطحې قوو(surfaces forces) په واسطه ساتل کیږي او ایسارې شوې اوبه (bounded water)چې د کیمیاوي عمل قوو په واسطه ساتل کیږي .د کیمیاوي عمل قوو په...

د بیلابیلو ساختماني کارونو لپاره د سیمنټو د مصرف ضریبونه ‏Cement Consumption Coefficients for Various Construction Works

د بیلابیلو ساختماني کارونو لپآره د سیمنټو د مصرف ضریبونه .  Cement Consumption Coefficients for Various Construction Works ————— هغه ساختماني کارونو چې سیمنټ په کې د ودانیز توکي په کاریږي ،د سیمنټو د مقدار او لګښت مالومولو لپاره د سیمنټو ضریب کارول یوه لنډه لاره چې محاسبه کې وکارول شي .په بیلابیلو ودانیزو کارونو کې د سیمنټو ضریب په لاندې ډول ښودل  شوی . 1) د  (1:5:10) مارک بې سیخه کانکریټو (PCC)  لپاره په یومترمکعب کې 2.6  بوجۍ . 2) د  (1:4:8)  مارک بې سیخه کانکریټو (PCC)  لپاره په یومترمکعب کې 3.4  بوجۍ . 3) د  (1:3:6) مارک بې سیخه کانکریټو (PCC)  لپاره په یومترمکعب کې 4.4  بوجۍ . 4) د  (1:2:4) M-15 د اوسپنیزوکانکریټو (RCC)  لپاره په یومترمکعب کې 6.3  بوجۍ . 5) د  (1:2:4) M-15 د اوسپنیزوکانکریټو (RCC)  لپاره په یومترمکعب کې 6.3  بوجۍ . 6) د  (1:1.5:3) M-20 د اوسپنیزوکانکریټو(RCC)  لپاره په یومترمکعب کې 8  بوجۍ . 7) د  (1:1:2) M-20 د اوسپنیزوکانکریټو (RCC)  لپاره په یومترمک...

کږېدونکی_کانکرېټ

کږېدونکی_کانکرېټ    د جرمني د کسل په پوهنتون کې انجينرانو داسی کانکرېټ جوړکړی، چې د نړۍ تر ټولو کلکترين کانکرېټ دی. دغه کانکرېټ (UHPC ) چې په الماني کې ورته (Ultra – Hochfester Beton) يا (Ultra – Hochleistungsbeton) او په انګريزي کې ورته  (Ultra – High – Performance Concrete) وايی، داسی ېو کانکرېټ دی، چې ددی داخلي جوړښت، د پراګندګي ګڼوالی سره د مېده او يا ځيږ کانکرېټ د ځبېښلو قابليت يی تر 150 N/mm² - 230 N/mm² پوری دی. چې دغه اندازه کلکوالی ېواځی فولادو لرلی شي.. دغه کانکرېټ نری، ډېر باروړونکی او دوامداره دی د دغی کانکرېټ سره ډېر سپک او ميله ډوله ساختمانونه په ډېر کم لګښت جوړيږي..د UHPC کانکرېټ دومره ګڼ دی چې هېڅ شی ددی غوندی ګڼ نه دی. دا کانکرېټ د رياضي له مخی داسی محاسبه شوېدې چې هيڅ درز (حتاتر وېښانو نري درزونه) نه ليدل کيږي.ددی کانکرېټ په مخلوط کې:د HS-Cement (42.5/52.5) سمنټ.داخلي يا د تعامل توان لرونکی اضافي موادچې اوړه شوی وي او دانی يی د 0.125 mm څخه کم وي يا تر 0.2 Milrometer ماېکرومتر پوری ( د مثال په ډول د کوارتز اوړه، بازالت اوړه او د سليکا ګرده).طبعي شګه د ښه...

ژبدود -grammar (لومړۍ ټولۍ یا کاتګوري) پښتو

ژبدود -grammar (لومړۍ ټولۍ یا کاتګوري) ۱) ژبدوديز نومونه (grammatical words) word: ویی [wayay] words: وییونه [weyoona] sentence: غونډله [ghonddala] language: ژبه [zhaba] singular: یوګړی [yaw-garray] plural: ډېرګړی [dder-garray] gender: نوږی [nogay] male: نرینه [nareena] female: ښځينه [hadzeena] letter: توری [toray] letters: توري [toree] ۲) د وینا برخې ( parts of speech): نوم [noom] - noun: د څيزونو، ځايونو، انسانانو او طبعيت نومونه: لمر، لاس، سړی، پنډوسکی، کابل، لندن، احمد، باران .... کړ verb- [karr]: هغه وییونه، چې کړنې او پېښې څرګندوي. کړ ته مهالویی هم ویل کېږي، دا چې له مهالونو سره اړول کېږي. بېلګې: کول، راوړل، وهل، لمبېدل، رسېدل، خوړل، څښل .... کړول [karrwal] - adverb: د څنګه، کله، څومره او چېرې/چېرته پوښتنو ځوابونه ورکوي لکه: هلته، دلته، په بیړه، په تېزۍ سره، هيڅکله، نن، مخکې ... نومځری [noomzaray] - pronoun: د نومونو استازي دي: زه، موږ، هغه، دا، دی، هغوی، ماته، ما، تا، زموږ، زما، ستاسو، د هغه، مې/یې/دې ... سربل [sarbal] -...

ماشومانو لپاره پښتو نومونه

له ټولو پښتنو څخه په درناوي هیله کېږي چې خپلو ماشومانو ته دننه پښتو نومونه غوره کړي ترڅو مو ژبه او هڅوب ژوندی پاتې شي. خپله ژبه په عربۍ او پاړسۍ مه بدلوئ. د خپلو ماشومانو لپاره پښتو نومونه غوره كړئ اټک ، اختر ، اجمل ، اوښتون ، اتل ، انګار ، اميل خان ، ايمل ، انځور ، اباسين ، ازمون ، ارمان ، اند، اڅک ، انځرګل ، اوڅار ، ارین ، ببری ، بختور ، بېټ ، باتور ، بهادر ، بری ، باز ګل ، باز ، برمل ، بڅرکى ، بريالی ، بهير ، پامير ، پروټ ، پسرلی ، پېزوان ، پاچا ، پردېس ، پتيال ، پتنگ ، پښتون ، پاڅون ، پتمن ، پرتمین ، پولاد ، پیاوړی ، پيوستون ، پټان ، پېوند ، تاند ، تکل ، توريال ، تړون ، توريالی ، تازه ګل ، چمبېلى ، چمتو ، چنار ، چارګل ، څاروان ، څرک ، څپاند ، څرګند ، څراغ ، ځونډی ، ځلاند ، ځير ، ځيګر ، ځواک ، ځيږ ، ځيرک ، خوشال ، خپلواک ، خوځښت ، خيال ، خاورين ، خيبر ، خندان ، خوازک ، دريا خان ، درېځ ، روښان ، رښتين ، رنګين ، روان ، ريدی ، ژړک ، ژوند ، ژوندون ، زمری ، زمريالی ، زمرک ، زرغون ، زړګی ، زيار ، زېړګل ، زلمی ، زغرد ، زړور ، زيارمل ، زېرى ، زرين ، ستوری ، سپېلنی ، سلېمان ، سمسور ، سوبمن...

په چلند پوهېدنه

په نورو باندې د یو څه ترسره کولو لپاره مدیر باید د خلکو د چلند په لامل پوه شي. په تېرې وخت کې د نورو د چلند په لامل پوهېدنه د دې لپاره اړینه ده چې په راتلونکې کې پرې د چلند وړاندوینه وشي او په ځانګړو چارو کې یې وړتیا اضافه شي. که چېرې په دې پوه شی چې یو کس پرون ولې یوه چاره ترسره کړې وه د همدې له لارې یې تاسې د سبا د چارو په اړه وړاندوینه کولای شی.   یو ښه مدیر کولای شي د یو کس د چلند لارښوونه او کنټرول وکړي، په چلند کې یې بدلون راوړي. ټول انسانان مختلفې اړتیاوې لري او د هر کس اړتیاوې بیا له یو بل سره توپیر لري مدیر باید په دې پوه شي چې یو کار کوونکی له خپلې دندې کومې اړتیاوې پوره کوي تر څو کار کوونکي ته انګېزه ورکړي.   که چېرې یو مدیر له یو کس څخه د یوې نوې چارې ترسره کولو غوښتنه وکړي او په ورته وخت کې په چاره کې مرسته او لارښوونه هم نه ورسره کوي نو مدیر کار کوونکی ماتې خوړلو ته برابر کړ. مدیر باید دا په یاد ولري چې هیڅوک د مدیرانو په شمول پرته له زده کړې، مرستې او لارښونې په لمړي ځل یوه چاره پر مخ نشي وړلای.   د هر څه پایله کړنې ته ستاسې غوره ک...

مشري

یوه اداره د خلکو له ګروپ یا ډلې جوړه شوې وي. په دې اداره کې تر ټولو بنسټیز همغږي، د ادارې د موخو په لور د ډلې د هڅو او فعالیتونو لارښوونه او کنټرول وي. دا ټول بهیر په مشري تر سره کیږي. مشري د چلند یو ډول دی.   د مشري مانا مشري خلک دې ته هڅول دي چې تاسې تعقیب کړي، خلک په خپله خوښه د یوې چارې ترسره کولو ته هڅول دي، د پرېکړو لپاره کومې چې نور پلي کوي واک کارول دي، د یو کس په داخل کې د خبرو اترو له لارې نفوذ کول دي. د همدې خبرو اترو له لارې یو مشر د خپلو ملاتړو په چلند کې اوږدمهاله بدلون رامنځته کوي. اړینه نه ده چې لوړپوړی دې واوسي، ډېری خلک کوم ځانګړی تعریف شوی رول نلري خو مشران وي. مشري د خبرو اترو له لارې داسې انګېزه ورکوونه ده چې د نورو په چلند اغیز لري. اغیزمنه مشري دوه اړخیزه بهیر دی.   یو مشر ممکن په یوې ډلې تحمیل شوی وي، ممکن په رسمي توګه ګمارل شوی وي، په غېرې رسمي توګه ټاکل شوی وي، ممکن په طبیعي توګه وړتیا لري او نورو مشر منلی وي. مشري په ځینو حالتونو کې پوهې، تجربې او شهرت ته اړتیا لري، په ځینو حالتونو کې شخصي ځانګړتیاو ته اړتیا لري، د واک کارولو او...

Flight dynamics پښتو

Flight dynamics په اتموسفیر یا له اتموسفیر بهر فضا کې د الوتونکې تنې د فعالیت، ثبات او کنټرول مطالعه ده. له هغه ځواک سره سر او کار لري چې په الوتونکې تنې واریدیږي، په سرعت یې اغیز کوي. لږېدونکې هوا ته په پام د با ثباتو وزرو الوتکه چې کله خپل لوري ته تغیر ورکوي په دوه اړینو زایو ښودل کیږي : د وزر زاویه الفا او د لکۍ زاویه د بیتا په نامه یادیږي. دا زاویې اړینې دي ځکه چې د الوتکې په ایروډاینامیکي ځواک کې د بدلون اړینه سرچینه ګڼل کیږي. له اتموسفېر بهر فضا کې د الوتونکې تنې د الوتنې ډاینامیک کې درې ځواکونه شامل دي : توغونکی ځواک انګریزۍ کې ورته (propulsive) وایي او دا چاره د راکټ انجن ترسره کوي؛ د جاذبې ځواک (gravitational)، مخکې تګ او وروسته کش کېدنه (lift and drag).   د الوتکې د الوتنې ډاینامیک د الوتنې ډاینامیک د الوتونکې تنې د لوري د هدایت او په درې بعدونو کې د کنټرول ساینس دی. د الوتکې په الوتنه کې (roll, pitch and yaw) درې داسې زاویې دي چې د الوتکې د څرخېدو زاویه جوړوي، د ثقل د مرکز سره د الوتکې له درې بنسټیزو محورونو د څرخېدو زاویه رامنځته کیږي همدا د الو...

Yaw rotation – د انحراف څرخ

یوه جامده تنه چې کله خپل لوری بدلوي د لوري بدلیدو پر وخت یې د (yaw rotation) څرخ له (yaw axis) محور څخه څرخېدنه ده، د خوځښت لوری یې ممکن کیڼ اړخ ته وي، ممکن ښي اړخ ته وي. د موټر، الوتکې، د توغېدونکې تنې لکه راکټ او توغندي د (yaw) نرخ یا سرعت د دې څرخ زاویه اي سرعت دی، په الوتکه کې کله چې افقي وي د (yaw) نرخ یا سرعت یې د پوز د بدلېدو زاویه ده. کچه یې درجه\ثانیه او رادیان\ثانیه کیږي.   An animation of an airplane yawing with its rudder. Source :  Glenn Research Center, NASA   ; Image by NASA کچه د انحراف څرخ کې د سرعت کچه د تنې د سطحې په هندسي توګه په دوه جلا شوو ټکو کیږي. دوېمه طریقه یې په جیروسکوپ کچه کوونه ده او یا له اکسېلېرومتر څخه ترکیب کیږي. د دې څرخ کچه د موټر چلونکی په فکري توګه د موټر تاوولو پر وخت احساس کوي. خو په الیکترونیکي توګه با ثباته شوو تنو کې لکه الوتکه د (yaw) نرخ په مستقیمه توګه د تنې له اکسلرېشن یا د سرعت زیاتونې سره تړاو لري، په دې ډول تنو کې تنه په یوه باثباته یا تغیر نکونکي سرعت کې له یوې تغیر نه کوونکې د دایرې له شعاع تاویږي....

Aircraft principal axes – د الوتکې بنسټیز محورونه

الوتکه په درې بعدونو کې په ازاده توګه څرخیږي. د (yaw) څرخ یې پورته یا ښکته لور ته له تګ کوونکي محور څخه د الوتکې ښي یا کیڼ اړخ ته پوز تاوېدنه ده، د (pitch) څرخ له داسې محوره چې له یوه بل وزر ته وي د الوتکې پوز ښکته یا پورته کیدنه ده، د (roll) څرخ له پوز څخه لکۍ لور ته له محوره څرخ دی.   دا څرخونه چې کله د الوتکې لوری هدایت کیږي رامنځته کیږي په فزیک کې د یوې تنې د لوري هدایت ته (torques or moments) نومونه اخلي. په الوتکه کې چې کله د کنټرول سطحو ته خوځښت ورکړل شي نو د الوتکې لوری پرې هدایت کیږي. د کنټرول سطحې د الوتکې د ثقل له مرکز څخه د ایروډاینامیک ځواک په وېش کې توپیر رامنځته کوي. د الوتکې د کنټرول سطحې په وزرونو او لکۍ کې وي : د لکۍ په مسطحه برخه کې (Elevators) موجود وي او (pitch) څرخ تولیدوي، د لکۍ په عمودي برخه کې یې (rudder) د (yaw) څرخ تولیدوي، په وزرو کې یې اېلرون (ailerons) د (roll) څرخ تولیدوي.   په فضايي بېړۍ کې د لوري هدایت په ( reaction control system) کیږي، په دې کې واړه د راکټ د توغونې ځواک شامل وي او په الوتونکې تنه کې د غېرې متقارن خوځښت لامل ...

Flight control surfaces – د الوتنې د کنټرول سطحې

ایروډاینامیک الې دي، د دې الو په ذریعه پیلوټ د الوتنې لوری هدایت او کنټرول کوي. په الوتکو کې د الوتنې د کنټرول سطحې توپیر سره لري خو تخنیک یې یو وي. په چورلکه او اټوجیرو کې هم په درې محورونو کې د کنټرول سطحې ورته خوځښت ترسره کوي خو طریقه یې د وزر لرونکې الوتکې سره توپیر لري. لمړی د کنټرول سطحې جوړونکي (Wright brothers) دي. Flight control surfaces. Image by Piotr Jaworski;  Pio M   EN   DE   PL  (Poznań/Poland) د خوځښت محورونه یوه الوتکه له درې محورونو څرخیږي، درېواړه محورونه په یو بل باندې عمودي شکل کې واقع دي او د تقاطع ټکی یې د ثقل په مرکز کې دی. د لوري د هدایت لپاره پیلوټ ته اړینه ده چې له درېواړو محورونو د څرخېدو وړتیا ولري.   Vertical axis (yaw) منشاء یې د ثقل په مرکز کې ده او د الوتکې لاندې لوري ته هدایت شوی. تنې او وزرو باندې عمودي شکل کې دی. په دې محور کې خوځښت ته (yaw) نوم اخلي. که چېرې مثبت خوځښت وي نو د الوتکې پوز ښي اړخ ته تاووي. د الوتکې په لکۍ کې (rudder) د (yaw) بنسټیز کنټرول دی.   Transverse axis (pitch...