Skip to main content

ژبدود -grammar (لومړۍ ټولۍ یا کاتګوري) پښتو


ژبدود -grammar (لومړۍ ټولۍ یا کاتګوري)
۱) ژبدوديز نومونه (grammatical words)
word: ویی [wayay]
words: وییونه [weyoona]
sentence: غونډله [ghonddala]
language: ژبه [zhaba]
singular: یوګړی [yaw-garray]
plural: ډېرګړی [dder-garray]
gender: نوږی [nogay]
male: نرینه [nareena]
female: ښځينه [hadzeena]
letter: توری [toray]
letters: توري [toree]
۲) د وینا برخې ( parts of speech):

نوم [noom] - noun:
د څيزونو، ځايونو، انسانانو او طبعيت نومونه: لمر، لاس، سړی، پنډوسکی، کابل، لندن، احمد، باران ....

کړ verb- [karr]:
هغه وییونه، چې کړنې او پېښې څرګندوي. کړ ته مهالویی هم ویل کېږي، دا چې له مهالونو سره اړول کېږي.
بېلګې: کول، راوړل، وهل، لمبېدل، رسېدل، خوړل، څښل ....

کړول [karrwal] - adverb:
د څنګه، کله، څومره او چېرې/چېرته پوښتنو ځوابونه ورکوي لکه: هلته، دلته، په بیړه، په تېزۍ سره، هيڅکله، نن، مخکې ...

نومځری [noomzaray] - pronoun:
د نومونو استازي دي: زه، موږ، هغه، دا، دی، هغوی، ماته، ما، تا، زموږ، زما، ستاسو، د هغه، مې/یې/دې ...

سربل [sarbal] - preposition:
د لوري او ځای معلومات ورکوي:
له... سره، لپاره، ترشا، مخ ته، پر، په...کې،
باندې، تر منځ ...

ستاینوم [staaynoom] - adjective:
د تشريح او څرنګوالي نومونه:
ناوړ، بېخونده، له کاره وتلی، ورو، تېز، ښکلی، ستر، وړوکی، هيلمن، سولییز، ځايي، هوايي ...

اړیکتوري [arreektoree] - conjunctions:
غونډلې (جملې) سره تړي: او، ځکه، خو، که، چې، کله چې، دا چې، نو، سره له دې چې....

۳)کړ اوړون - conjugation:
په پښتو کې د کړ اوړون (فعلي ګردان) پایونه:

کس: ..................... پای:
زه = م (زه کوم)
ته = ې (ته کوې)
هغه = ي (هغه کوي)
موږ = و (موږ کوو)
تاسو = ئ (تاسو کوئ)
هغوی = ي ( هغوی کوي)

يادونه: په پښتو کې ټول کړونه (فعلونه) په "ل" پای ته رسېږي او په کړ اوړون کې ترې دا "ل" لیرې کېږي او خپل پای (پورته وګوره) تړل کېږي.

لیکوال: کامران منګل

Comments

Popular posts from this blog

Introdution of AFGHANISTAN

Afghanistan   i / æ f ˈ ɡ æ n ᵻ s t æ n / ;  Pashto / Dari :  افغانستان ,  Afġānistān ), officially the  Islamic Republic of Afghanistan , is a  landlocked country  located within  South Asia  and  Central Asia . [9] [10]  It has a population of approximately 32 million, making it the  42nd  most populous country in the world. It is bordered by  Pakistan  in the south and east;  Iran  in the west;  Turkmenistan ,  Uzbekistan , and  Tajikistan  in the north; and  China  in the far northeast. Its territory covers 652,000 km 2  (252,000 sq mi), making it the  41st largest  country in the world. SOURECE:wikipedia

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه (۱)                            سوالونه اوځوابونه     (۱)سوال :دارزیابی اونظارت ترمینځ فرق واضیح کړی؟     جواب: (۱)ارزیابی یوه وقفیی پروسه ده اونظارت یوه دوامداره پروسه ده     (۲)ارزیابی دکارپه منځ اواخرکی ترسره کیږی اونظارت دکاردپیل نه شروع کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۲)سوال:یوکارمندڅه وخت اوڅنګه ارزیابی کیږی؟ جواب:یوکارمنددکال په اخرکی ارزیابی کیږی البته ارزیابی یی دکاری پلان پربنادلایحی وظایفومطابق داجرا شوی فعالیتونوموخوته درسیدوپه منظور ترسره کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  (۳)سوال:د(۲۰۰مارک)کانکریټو اجزاولیکی؟ جواب:د(۲۰۰)مارک دکانکریټواجزاعبارت دی(1:1,5:3 )یعنی یوه برخه سیمنټ یوه نیمه برخه شګه اودری برخی کرش یاجغل ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۴)سوال:استنادی دیوالونونه نظرکوموفکتورونو(عوامل...

په سیول انحنیرۍ کې کارېدونکي مخففات. ‏USEFUL CIVIL ENGINEERING ABBREVIATION

په  سیول انحنیرۍ کې کاریدونکي که مخففات.     USEFUL CIVIL ENGINEERING ABBREVIATION په سیول انجینرۍ کې معمولا لاندې مخففات ډير کاریږي. 1) A.A.S.H.T.O  ولایتي لویو لارو ترانسپورت چارواکو امریکايي ټولنه. 2) A.C.I    امریکايي کانکریټ انستیتوت. 3) A.R.E.A اورګاډي امریکايي انجینرانو ټولنه. 4) A.B اسبستو بورډ. 5) AC اسفلټ کانکریټ. 6) A.S.C د کانکریټو مجاز تشنجات. 7) A.S.T.M  د موادو ازمایښت لپاره امریکايي ټولنه . 9) APM د پروژې د مدیر مرستیال. 10)  ‌ B.M بینچ مارک . 11) B.M کږونکی مومنټ. 12)  BLK بلاک جوړ کارونه . 13) BOQ د براورد ورقه . 14) BRW د خښتو استنادي دیوال . 15) BWK د خښتو جوړ کارونه . 16) B.O.F د تهداب لاندې برخه . 17) BHK  د خوب کوټه ،هال ،پخلنځي . 18) C.I.Pipe  چدن پایپ  19) C.I.Sheet  تاو تاو شوې اوسپنیزه تخته (اهن چادر) 20) CL  مرکزي خط . 21) CRW  کانکریټي استنادي دیوال . 22) CBW  کانکریټي بلاک دیوال . 23) CIP  په ساحه کانکریټ اچول . 24) CMU  کانکریټي معماري واحد . 25) CJ  ساختمان...