Skip to main content

Flight dynamics پښتو

Flight dynamics

په اتموسفیر یا له اتموسفیر بهر فضا کې د الوتونکې تنې د فعالیت، ثبات او کنټرول مطالعه ده. له هغه ځواک سره سر او کار لري چې په الوتونکې تنې واریدیږي، په سرعت یې اغیز کوي.
لږېدونکې هوا ته په پام د با ثباتو وزرو الوتکه چې کله خپل لوري ته تغیر ورکوي په دوه اړینو زایو ښودل کیږي : د وزر زاویه الفا او د لکۍ زاویه د بیتا په نامه یادیږي. دا زاویې اړینې دي ځکه چې د الوتکې په ایروډاینامیکي ځواک کې د بدلون اړینه سرچینه ګڼل کیږي.
له اتموسفېر بهر فضا کې د الوتونکې تنې د الوتنې ډاینامیک کې درې ځواکونه شامل دي : توغونکی ځواک انګریزۍ کې ورته (propulsive) وایي او دا چاره د راکټ انجن ترسره کوي؛ د جاذبې ځواک (gravitational)، مخکې تګ او وروسته کش کېدنه (lift and drag).
 
د الوتکې د الوتنې ډاینامیک
د الوتنې ډاینامیک د الوتونکې تنې د لوري د هدایت او په درې بعدونو کې د کنټرول ساینس دی. د الوتکې په الوتنه کې (roll, pitch and yaw) درې داسې زاویې دي چې د الوتکې د څرخېدو زاویه جوړوي، د ثقل د مرکز سره د الوتکې له درې بنسټیزو محورونو د څرخېدو زاویه رامنځته کیږي همدا د الوتنې د ډاینامیک پارامتر ګڼل کیږي.
 
د الوتکې د تنې د لوري هدایت کولو لپاره د کنټرول سیستم ته (moments) وایي. د کنټرول سیستم کې فعالونکي (actuators) شامل وي – فعالونکی داسې اله وي چې د یو ماشین د فعالیت لامل کیږي. دا فعالونکي په مختلفو لوریو ځواکونه کاروي او په دې چارې سره د ثقل په مرکز کې د څرخېدو ځواک تولیدوي او الوتکه په (pitch, roll, or yaw) کې څرخوي. د بېلګې په توګه (pitching moment) عمودي ځواک دی او د الوتکې د ثقل له مرکز څخه په لکۍ یا مخکې لور باندې واریدیږي او الوتکه پورته یا لاندې (pitch up or down) کوي.
 
په دې متن کې (Roll, pitch and yaw) هغو څرخېدنو ته رجوع کوي چې له مربوطو محورونو څخه د تعادل په حالت کې پیل شوي وي. د ثابتو وزرو الوتکه پورته کېدنه یا ښکته کېدنه په وزرو کوي, د پورته کېدو یا ښکته کېدو لپاره خپل پوز لاندې یا پورته (pitch) کوي او دا چاره په (angle of attack AOA) کې په زیاتونې یا کمونې ترسره کوي. د (pitch) څرخ په عمودي محور کې تاوېدنه ده. کله چې د وزرو په (angle of attack AOA) کې کموالی یا زیاتوالی راولي نو دالوتکې پوز ښکته یا پورته کیږي همدې ته (pitch) وایي. که چېرې الوتکه په افقي لوري کې بدلون راولي همدېزاویې ته (roll angle or bank angle) نومونه اخلي خوځښت یې (banking) نوم اخلي.
 
Yaw Axis Corrected
An image showing all three axes. Image by Yaw_Axis.svgAuawise
فضایي بېړیو کې د الوتنې ډاینامیک
په فضایي بېړۍ درې ځواکونه واریدیږي : توغونکی ځواک انګریزۍ کې ورته (propulsive) وایي او دا چاره د راکټ انجن ترسره کوي؛ د جاذبې ځواک (gravitational) د ځمکې او یا نورو اسماني تنو لخوا په فضایي بېړۍ واردیږي، مخکې تګ او وروسته کش کېدنه (lift and drag) کله چې د ځمکې یا بلې سیارې لکه مریخ په اتموسفیر کې الوتنه کوي نو د راکټ انجن یې مخکې بیایي او د سیاره یې د ځان لور ته کش کوي. .
د لوري هدایت ته یې باید پام وشي ځکه چې په ایروډاینامیک او توغونکي ځواک اغیز لري. د الوتنې له ډاینامیک پرته د لوري هدایت د تودوخې کنټرول، د لمریزې انرژۍ د تولید لپاره، د ستورو څار یا کتنه او ارتباطاتو لپاره هم اړین دی. د فضاي بېړۍ د الوتنې ډاینامیک د الوتکې د الوتنې له ډاینامیک سره توپیر لري
 
Rollpitchyaw
Roll, yaw and pitch axis orientation for a communication satellite. Source picture: Image:TDRS gen2.jpgش

Comments

Popular posts from this blog

Introdution of AFGHANISTAN

Afghanistan   i / æ f ˈ ɡ æ n ᵻ s t æ n / ;  Pashto / Dari :  افغانستان ,  Afġānistān ), officially the  Islamic Republic of Afghanistan , is a  landlocked country  located within  South Asia  and  Central Asia . [9] [10]  It has a population of approximately 32 million, making it the  42nd  most populous country in the world. It is bordered by  Pakistan  in the south and east;  Iran  in the west;  Turkmenistan ,  Uzbekistan , and  Tajikistan  in the north; and  China  in the far northeast. Its territory covers 652,000 km 2  (252,000 sq mi), making it the  41st largest  country in the world. SOURECE:wikipedia

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه (۱)                            سوالونه اوځوابونه     (۱)سوال :دارزیابی اونظارت ترمینځ فرق واضیح کړی؟     جواب: (۱)ارزیابی یوه وقفیی پروسه ده اونظارت یوه دوامداره پروسه ده     (۲)ارزیابی دکارپه منځ اواخرکی ترسره کیږی اونظارت دکاردپیل نه شروع کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۲)سوال:یوکارمندڅه وخت اوڅنګه ارزیابی کیږی؟ جواب:یوکارمنددکال په اخرکی ارزیابی کیږی البته ارزیابی یی دکاری پلان پربنادلایحی وظایفومطابق داجرا شوی فعالیتونوموخوته درسیدوپه منظور ترسره کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  (۳)سوال:د(۲۰۰مارک)کانکریټو اجزاولیکی؟ جواب:د(۲۰۰)مارک دکانکریټواجزاعبارت دی(1:1,5:3 )یعنی یوه برخه سیمنټ یوه نیمه برخه شګه اودری برخی کرش یاجغل ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۴)سوال:استنادی دیوالونونه نظرکوموفکتورونو(عوامل...

په سیول انحنیرۍ کې کارېدونکي مخففات. ‏USEFUL CIVIL ENGINEERING ABBREVIATION

په  سیول انحنیرۍ کې کاریدونکي که مخففات.     USEFUL CIVIL ENGINEERING ABBREVIATION په سیول انجینرۍ کې معمولا لاندې مخففات ډير کاریږي. 1) A.A.S.H.T.O  ولایتي لویو لارو ترانسپورت چارواکو امریکايي ټولنه. 2) A.C.I    امریکايي کانکریټ انستیتوت. 3) A.R.E.A اورګاډي امریکايي انجینرانو ټولنه. 4) A.B اسبستو بورډ. 5) AC اسفلټ کانکریټ. 6) A.S.C د کانکریټو مجاز تشنجات. 7) A.S.T.M  د موادو ازمایښت لپاره امریکايي ټولنه . 9) APM د پروژې د مدیر مرستیال. 10)  ‌ B.M بینچ مارک . 11) B.M کږونکی مومنټ. 12)  BLK بلاک جوړ کارونه . 13) BOQ د براورد ورقه . 14) BRW د خښتو استنادي دیوال . 15) BWK د خښتو جوړ کارونه . 16) B.O.F د تهداب لاندې برخه . 17) BHK  د خوب کوټه ،هال ،پخلنځي . 18) C.I.Pipe  چدن پایپ  19) C.I.Sheet  تاو تاو شوې اوسپنیزه تخته (اهن چادر) 20) CL  مرکزي خط . 21) CRW  کانکریټي استنادي دیوال . 22) CBW  کانکریټي بلاک دیوال . 23) CIP  په ساحه کانکریټ اچول . 24) CMU  کانکریټي معماري واحد . 25) CJ  ساختمان...