مورنۍ ژبه پلار په خواشينۍ وويل: _تا هېڅ هم نه دي زده کړي! د ماشوم سر وځړېد. پلار وويل: _څلور مياشتې يو عمر دی، خو ته لا په الفبا هم نه پوهېږې! د جامو د ګنډلو د ماشين غږ ودرېد، ځوانه ښځه په خبرو کې ور ولوېده: _سړيه! تر اوسه خو لا په اول صنف کې دی، زده به يې کي. د سړي تندی تريو شو، لاسي بکس يې ور واخېست ، له کوره ووت او دفتر ته لاړ. ښځې ماشوم ته وکتل، ورو يې وويل: _ګوره زړګيه! ته بايد خپل درسونه ووايي، د پلار خبره دې درپه زړه که، ويل يې چې که په سبقونو کې تکړه وې، نو يو ښکلی کوچنی بايسکل درته اخلي. ماشوم په حيرانۍ ورته کتل... ښځې د ماشين لاستی تاو کړ، ورو يې وويل: _هله ګرانه! د مکتب وخت دې دی ! هلک بکسې ته لاس ور وغځاوه، بوټونه يې په پښو کړل، د باندې ووت. هوا سړه وه، ماشوم د سړک پر غاړه ودرېد، موټر ګړندي روان ول، يو لاروی وردمخته شو، ماشوم يې تر لاس ونيو، د سړک تر بلې غاړې ورسره لاړ. پاو وروسته ماشوم په ټولګي کې و، معلمې يې پر توره دړه د الفبا توري وليکل، په لوړ غږ يې وويل: _خوب قندولکا! الفبا را سه سه بار در کتابچه هايتان بنويسيد! م...