پښتو د نوح علیه السلام او اریایانو په زمانه کې – د علمي او روایتي تاریخ یو امتزاج: د نړۍ د ټولو انسانانو تاریخ له یوې ورځې پیلیږي ، له هغې ورځې چې حضرت ادم او حوا بي بي له جنته ځمکې ته خپاره شول، هیڅ قام دعوه نشي کولای چې زما د انسانیت تاریخ تر بل هغه لرغونی دی. خو خبره داده چې یو شمیر انسانانو خپل تاریخونه ( تر یوې کچې ) پیدا کړي، او یو شمیر نور په تشو افسانو سره خپل تاریخي ذوقونه خړوبوي ګنې د قامونو او ژبو تاریخ د الله تعالی له نښو دي او د الله تعالی نښې تلپاتې دي، داسې سترګې او درک په کار دی چې دا تاریخونه جوت کړي. غواړم چې د پښتنو له روایتي تاریخه څو بیلګې درکړم…. روایتي تاریخ سینه په سینه له یوې زمانې بلې ته لیږدي، خو ټاکلې او کره نیټې یې نه وي معلومې…. دا تاریخ له یوې خوا له علمي تاریخه غوره او له بله اړخه کم رنګی دی… هغه څنګه؟ د روایتي تاریخ غوره والی په دې کې دی ، چې علمي تاریخونه تر ډیره شاهانو او لوستو خلکو لیکلي دا چې نورو ته یې رسول غوښتل دلته ډیر ځله تاریخ د سیاست بڼه غوره کوي، خپل یې هر څه ښه او د نورو بد شي او د تاریخ علم اس لوبه ( بزکشي ) ګرځي چې هر څوک د خپل فکر په نیل...
This blog indicates general information in pashto language