Skip to main content

په تازه کانکریټو کې داوبو مقدار اندازه کول .Measuring water content in Fresh Concrete ‎

په تازه کانکریټو کې داوبو مقدار اندازه کول .Measuring water content in Fresh Concrete 
په دې مقاله کې  د یوې داسې نوې او پرمختللې وسیلې په اړه بحث کوو چې د تازه کانکریټو د کیفیت په کنترول کې خورا زیات ارزښت لري.دا نوې وسیله  SONO WZ  نومیږي چې په تازه کانکریټو کې  د اوبو مقدار مالوموي.وړاندې له دې چې دا وپیژنو ،په کانکریټو کې د اوبو دمقدار په اړه لنډه رڼا اچو.
کانکریټ له سیمنټو ،درجه بندي شوو میده او غټ دانه ډکوونکو موادو (شګه او جغل ) ،اوبو او خالیګاووڅخه تشکیل شوي وي  او کله کله علاوه کوونکي مرکبونه هم ورسره مل وي .اوبه د کانکریټو د یو مهم عنصر په توګه د کانکریټو په ټولو خاصو مهم اغیز لري.په کانکریټو کې د اوبو مقدار کولی شي د کانکریټو محکمیت ښکته او پورته یوسي .په سیمنټو کې اوبه په درې حالتونو کې موجودې وي ،ازادې اوبه (free water)چې د شعریه قوو(Capillarity forces) په واسطه ساتل کیږي ،جذب شوې اوبه (absorbed water)چې د سطحې قوو(surfaces forces) په واسطه ساتل کیږي او ایسارې شوې اوبه (bounded water)چې د کیمیاوي عمل قوو په واسطه ساتل کیږي .د کیمیاوي عمل قوو په واسطه ساتل شوې اوبه دسیمنټو  له ذراتو سره تعامل کوي او هایدریشن کې برخه اخلې .په کیمیاوي تعامل کې برخه اخستونکې اوبه د کانکریټو لپاره مهمې دي ځکه سیمنټ پرته له اوبو، نشي کولی له نورو موادو سره ونښلي .
په کانکریټو کې له ټاکلي حد زیاتو  اوبو شتون نه یواځې دا چې ضرور نه دی بلکې زیان رسونکی هم دی .ځکه دا اضافي اوبه د کانکریټو له دننه څخه تبخیر کیږي او  دباندې راوځي او په کانکریټو واړه واړه سورې له ځانه پریدي.دا واړه سوري د درزونو لامل کیږي او د کانکریټو محکمیټ ټیټوي.په ټوله کې د سیمنټو د وزن 23-25%  پورې اوبه دکانکریټ جوړولو لپاره بسنه کوي ،که له دې مقدار اوبه زیاتیږي کانکریټو ته لوی زیان رسیږي.په ورته وخت کې په کانکریټو کې له ټاکلي حد کمې اوبه هم کانکریټو ته زیان رسوي،ځکه په هغې حالت کې سیمنټ نشي کولی کیمیاوي تعاملات په سمه توګه سرته ورسوي.
ددې لپاره چې په کانکریټو کې د اوبو مقدار له ټاکلي حد زیات یا کم نه شي نو په ساحه کې اچول کیدونکي تازه کانکریټ باید چک شي .ددې لپاره پخوا له ډيرو پیچلو ومیتودونو کار اخسته خو نن سبا د عصري وسایلو پرمټ دا ډیره اسانه ده. یو له داسې وسایلو SONO WZ  w/c analyzer   بلل کیږي .
له SONO WZ  وسیلې سره ،د تازه کانکریټو د اوبو مقدار په چټکۍ  او دقیق ډول سره په ساحه کې پیداکیږي .دا وسیله د رادار د ټکنالوژۍ پراساس کار کوي او په ساحه کې د کانکریټو کیفیت په ساده شکل کنترولوي.د  SONO WZ  وسیله یوه میله ډوله حس کوونکي(probe) لري او همدارنګه لیږدونکې اندازه کوونکي وسیله (portable measuring instrument)  لري. له 4  تر 5  نمونه یې اندازو په اخستو سره ،په ظرف د 1   تر 2  دقیقو کې په تازه کانکریټو کې د اوبو مقدار په اړه د باور وړ مالومات ورکوي.پخوا به چې په تازه کانکریټو کې د اوبو مقدار پیداکیدو لپاره Darr  پیچلی میتود کاریده چې هم یی زیات وخت نیوه او  هم دقیق نه وو. SONO WZ کې د رادار نبض په واسطه داوبو حجم مقدار مالومیږي.
دا څنګه کار کوي.  How does it work?  
دا ټکنالوژي د TDR  پراصولو کار کوي،چې رادار کیبل هم ورته ویل کیږي.په پروسو کې ،د حس کوونکي په اوږدو کې په وسیله کې لوړې فریکونسۍ لرونکې TDR  نبض تولیدیږي  او د حس کوونکې(probe) شاخوا الکترومقناطیسي ساحه ایجادیږي .د کنډکټور په اخرکې ،نبض یا ضربان مکمل انعکاس کوي او اصلي منبع ته ستنیږي. SONO WZ  د کانکریټو مخلوط کې د ټولو اوبو مقدار مالوموي.په دې کې داوبو موثر مقدار ،په ډکوونکو موادو(aggregate) کې اوبو او همدارنګه هغه علاوه کوونکي (additives) چې د اوبو خاصیت لري.
په ساحه کې د باور وړ کیفیت کنترول .اسانه او ساده سمبالول .Reliable on-site quality control Easy and simple handling
د اندازه کولو تسلسل یې ساده دی او کوم ځانګړی ترتیب نه غواړي.د اندازې نتیجه کې د اوبو مقدار  لیتر پر مترمکعب کې دی .د اوبو مقدار له پیداکیدو وروسته  w/c   نسبت په اسانه پیداکیږي.معمولا د ازمایښت لپاره 12  لیتره سطل  کاریږي. حس کوونکې میله په سطل کې ننویستل کیږي او بیا د بټن په کیکا ګلو سره  حس کوونکی کار پیلوي.د دقیقې او باور وړ نتیجې ترلاسه کولو لپآره ،په یو سطل کې څلور تر پنځه اندازه ګیري کیږي .نتیجه یې په یو یو ډیجټلی آلې کې چې له حس کوونکې میلې سره وصل وي اخستل کیږي.ټول ازمایښت له دوه دقیقو کم وخت نیسي. د SONO WZ وسیله دکانکریټو د نوو ډولو لکه فیبر او SCC  کانکریټو لپآره هم کاریدای شي.
د کارولو په اړه لنډ مالومات .
1. وسیله . The device
په لاس اندازه کوونکې وسیله اسانه کاریږي ،یواځې څلور بټنې لري.دوه افقي کتار بټنې د سټنګ لپآره دي او دوه یې  د اندازه کولو (measure) بټنې اپشن لپاره کاریږي .
2. له اندازه کولو وړاندې سټنګ . Pre-me

Comments

Popular posts from this blog

د الوتکې جوړښت

د الوتکې جوړښت Aircraft – الوتکه د هوا په ملاتړ الوت کوونکې تنې ته الوتکه وایي. د جاذبې له قوې څخه د خلاصون لپاره د اېرفوېل ډاینامیک لفټ او یا ستاتیک لفټ کاروي، ځینې حالتونو کې جېټ ماشین څخه لاندې لور ته فشار کاروي. د الوتکې بېلګې بالون، ایرو ستات، هوایي بېړۍ، پاراموټور او ګلایډرونه دي. هوا کې د الوتنې فعالیت یا مسلک ته (aviation) وایي او ساینس ته یې (aeronautics) نوم اخلي په دې ساینس کې د الوتکو طرحه کولو او جوړونه مطالعه کیږي. Empennage – د الوتکې لکۍ په انګرېزۍ کې د الوتکې لکۍ ته (tail or tail assembly) نومونه هم اخلي. د الوتکې په وروسته برخه کې یو جوړښت دی, د الوتنې پر وخت په الوتکه کې ثبات رامنځته کوي لکه په غشي کې د غشي لکۍ د غشي په سیده تګ کې مرسته کوي او هوا نه پرېږدي چې د غشي لوری کوږ کړي یا انحراف ورکړي همداسې د الوتکې لکۍ په الوتکه کې ورته رول لري. د (Empennage) لفظ د فرانسوۍ ژبې له (empenner) څخه اخیستل شوی او مانا یې د غشي په پای یا لکۍ کې د لکۍ په توګه بڼکې نصب کول دي. ډېرې الوتکې په لکۍ کې عمودي او افقي برخې لري، یادې برخې د ثبات رامنځته کوون...

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه (۱)                            سوالونه اوځوابونه     (۱)سوال :دارزیابی اونظارت ترمینځ فرق واضیح کړی؟     جواب: (۱)ارزیابی یوه وقفیی پروسه ده اونظارت یوه دوامداره پروسه ده     (۲)ارزیابی دکارپه منځ اواخرکی ترسره کیږی اونظارت دکاردپیل نه شروع کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۲)سوال:یوکارمندڅه وخت اوڅنګه ارزیابی کیږی؟ جواب:یوکارمنددکال په اخرکی ارزیابی کیږی البته ارزیابی یی دکاری پلان پربنادلایحی وظایفومطابق داجرا شوی فعالیتونوموخوته درسیدوپه منظور ترسره کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  (۳)سوال:د(۲۰۰مارک)کانکریټو اجزاولیکی؟ جواب:د(۲۰۰)مارک دکانکریټواجزاعبارت دی(1:1,5:3 )یعنی یوه برخه سیمنټ یوه نیمه برخه شګه اودری برخی کرش یاجغل ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۴)سوال:استنادی دیوالونونه نظرکوموفکتورونو(عوامل...

Introdution of AFGHANISTAN

Afghanistan   i / æ f ˈ ɡ æ n ᵻ s t æ n / ;  Pashto / Dari :  افغانستان ,  Afġānistān ), officially the  Islamic Republic of Afghanistan , is a  landlocked country  located within  South Asia  and  Central Asia . [9] [10]  It has a population of approximately 32 million, making it the  42nd  most populous country in the world. It is bordered by  Pakistan  in the south and east;  Iran  in the west;  Turkmenistan ,  Uzbekistan , and  Tajikistan  in the north; and  China  in the far northeast. Its territory covers 652,000 km 2  (252,000 sq mi), making it the  41st largest  country in the world. SOURECE:wikipedia