شمالي کوريا څه ډول يو خطرناک او جالب هېواد دی؟! • د شمالي کوريا په ټوله خاوره ددې هېواد د دولت له لوري برېښنا د شپې په ۱۱ بجې قطع کېږي ،د شپې لخوا يې هېواد ټول تياره وي ، ( د ځينو دولتي او نظامي ځايونو ماسوا) او سهار بيرته په ۶ بجې برېښنا راځي ؛ د سترو لاسپيکرونو له لارې چې هر ځای نصب شوي دي، خلک راپاڅول کېږي. • دا هېواد چې خپلې پولې په ډېر دقيق ډول کنترول کوي، دولت یې په اساني سره څوک باندنی وګړی نه ورپرېږدي او نه هم په اسانه خپل وګړي ته اجازه ورکوي چې بهرني هېواد ته سفر وکړي. • هغه کم کسان چې شمالي کوريا ورته د ورتګ اجازه ورکړې ده د خپل سفر د خاطرو په لړ کې وايي ، کله چې شمالي کوريا ته ورسېدې ، نو مجبور يې چې موبايل دې بند کړې ځکه چې نه پکې رومينګ شبکه کار کوي او نه هم ددې هېواد يوازينی دولتي مخابراتي شرکت بهر ته د زنګ وهلو اسانتيا لري. • تاسې به هېڅوک هم په موبايل کې د خبرو کولو او يا هم انټرنيټ کارولو پر وخت ونه وينئ، ځکه په دې هېواد کې يوازې اويوازې لوړ رتبه دولتي چارواکي ، د هغوی کورنۍ او ماشومان، د دولتي ميډيا ژورناليستان او هېکران چې شمېر يې تر يوولس سوه زيات نه دی د انټرنيټ اس...
This blog indicates general information in pashto language