Skip to main content

Flight control surfaces – د الوتنې د کنټرول سطحې

ایروډاینامیک الې دي، د دې الو په ذریعه پیلوټ د الوتنې لوری هدایت او کنټرول کوي. په الوتکو کې د الوتنې د کنټرول سطحې توپیر سره لري خو تخنیک یې یو وي. په چورلکه او اټوجیرو کې هم په درې محورونو کې د کنټرول سطحې ورته خوځښت ترسره کوي خو طریقه یې د وزر لرونکې الوتکې سره توپیر لري. لمړی د کنټرول سطحې جوړونکي (Wright brothers) دي.
ControlSurfaces
Flight control surfaces. Image by Piotr Jaworski; PioM EN DE PL (Poznań/Poland)
د خوځښت محورونه
یوه الوتکه له درې محورونو څرخیږي، درېواړه محورونه په یو بل باندې عمودي شکل کې واقع دي او د تقاطع ټکی یې د ثقل په مرکز کې دی. د لوري د هدایت لپاره پیلوټ ته اړینه ده چې له درېواړو محورونو د څرخېدو وړتیا ولري.
 
Vertical axis (yaw)
منشاء یې د ثقل په مرکز کې ده او د الوتکې لاندې لوري ته هدایت شوی. تنې او وزرو باندې عمودي شکل کې دی. په دې محور کې خوځښت ته (yaw) نوم اخلي. که چېرې مثبت خوځښت وي نو د الوتکې پوز ښي اړخ ته تاووي. د الوتکې په لکۍ کې (rudder) د (yaw) بنسټیز کنټرول دی.
 
Transverse axis (pitch)
په ( transverse or lateral axis) نومونو هم یادیږي. منشاء یې د ثقل په مرکز کې ده. ښي اړخ ته هدایت شوی، د وزرو له کرښې سره موازي وي. په دې محور کې خوځښت ته (pitch) نوم اخلي. په دې محور کې مثبت خوځښت د الوتکې پوز پورته او لکۍ ښکته کوي. په لکۍ کې (elevators) د (pitch) بنسټیز کنټرول دی.
 
Longitudinal axis (roll)
منشاء یې د ثقل په مرکز کې ده. مخکې لور ته هدایت شوی. په دې محور کې خوځښت ته (roll) وایي. په دې محور کې زاویه اي بې ځایه کېدنې ته (bank) نوم اخلي. په دې محور کې مثبت خوځښت د کیڼ اړخ وزر لوړوي او د ښي اړخ وزر لاندې کوي. په وزرو کې (ailerons) د (bank) بنسټیز کنټرول دی.
Boeing 727 flight control surfaces
Boeing 727 flight control surfaces. Image by Federal Aviation Administration
د کنټرول سطحې
په وزرو کې اېلرون (Ailerons) د وزرو له څوکو سره نږدې وي. برعکس لوريو ته خوځښت کوي. په الوتکه کې د موټر ګیر ته ورته د سټیک په نامه اله ده که چېرې یې پیلوټ کیڼ لور ته کړي او یا هم د الوتکې ویل د ساعت د ستنې برعکس لور ته تاو کړي نو د کیڼ اړخ اېلرون پورته کیږي او ښي اړخ اېلرون ښکته کیږي. که چېرې د یوه وزر اېلرون پورته وي وزر هم پورته کیږي او که یې اېلرون ښکته وي نو پرې لږېدونکی باد یې وزر پورته بیایي. او دا چاره په الوتکه کې د تاوېدو یا (roll) لامل کیږي په دې مانا چې ټوله الوتکه په یو څنګ کیږي. الوتکه بېرته افقي حالت ته هغه وخت راځي چې دواړه اېلرون صفر کې وي په دې مانا چې نه ښکته وي نه پورته.
 
د الوتکې د لکۍ په افقي برخه (Elevator) کې د خوځېدو وړ برخه ده. دا برخه ټوله یو ځای ښکته او پورته خوځښت کوي. په الوتکه کې ګېر ته ورته اله چې د سټیک په نامه ده که چېرې یې پیلوټ وروسته بوځي نو (Elevator) پورته کیږي که یې مخکې کړي نو (Elevator) ښکته کیږي. په دې چارې سره د الوتکې پوز پورته کیږي او یا ښکته کیږي.
 
د لکۍ په عمودي برخه کې (Rudder) که چېرې پیلوټ د کیڼ اړخ پایډل باندې پښه کیږدي نو (Rudder) کیڼ اړخ ته تاویږي او که چېرې پیلوټ ښي پایډل باندې پښه کیږدي نو (Rudder) ښي لور ته تاویږي. که چېرې (Rudder) ښي اړخ ته تاو شوی وي نو د الوتکې لکۍ کیڼ اړخ ته تاويږي او د الوتکې پوز ښي لور ته (yaw) څرخ کوي. که چېرې (Rudder) خنثی یا صفر حالت ته ولاړ شي د الوتکې پوز هم سیده کیږي.

Comments

Popular posts from this blog

Introdution of AFGHANISTAN

Afghanistan   i / æ f ˈ ɡ æ n ᵻ s t æ n / ;  Pashto / Dari :  افغانستان ,  Afġānistān ), officially the  Islamic Republic of Afghanistan , is a  landlocked country  located within  South Asia  and  Central Asia . [9] [10]  It has a population of approximately 32 million, making it the  42nd  most populous country in the world. It is bordered by  Pakistan  in the south and east;  Iran  in the west;  Turkmenistan ,  Uzbekistan , and  Tajikistan  in the north; and  China  in the far northeast. Its territory covers 652,000 km 2  (252,000 sq mi), making it the  41st largest  country in the world. SOURECE:wikipedia

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه (۱)                            سوالونه اوځوابونه     (۱)سوال :دارزیابی اونظارت ترمینځ فرق واضیح کړی؟     جواب: (۱)ارزیابی یوه وقفیی پروسه ده اونظارت یوه دوامداره پروسه ده     (۲)ارزیابی دکارپه منځ اواخرکی ترسره کیږی اونظارت دکاردپیل نه شروع کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۲)سوال:یوکارمندڅه وخت اوڅنګه ارزیابی کیږی؟ جواب:یوکارمنددکال په اخرکی ارزیابی کیږی البته ارزیابی یی دکاری پلان پربنادلایحی وظایفومطابق داجرا شوی فعالیتونوموخوته درسیدوپه منظور ترسره کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  (۳)سوال:د(۲۰۰مارک)کانکریټو اجزاولیکی؟ جواب:د(۲۰۰)مارک دکانکریټواجزاعبارت دی(1:1,5:3 )یعنی یوه برخه سیمنټ یوه نیمه برخه شګه اودری برخی کرش یاجغل ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۴)سوال:استنادی دیوالونونه نظرکوموفکتورونو(عوامل...

په سیول انحنیرۍ کې کارېدونکي مخففات. ‏USEFUL CIVIL ENGINEERING ABBREVIATION

په  سیول انحنیرۍ کې کاریدونکي که مخففات.     USEFUL CIVIL ENGINEERING ABBREVIATION په سیول انجینرۍ کې معمولا لاندې مخففات ډير کاریږي. 1) A.A.S.H.T.O  ولایتي لویو لارو ترانسپورت چارواکو امریکايي ټولنه. 2) A.C.I    امریکايي کانکریټ انستیتوت. 3) A.R.E.A اورګاډي امریکايي انجینرانو ټولنه. 4) A.B اسبستو بورډ. 5) AC اسفلټ کانکریټ. 6) A.S.C د کانکریټو مجاز تشنجات. 7) A.S.T.M  د موادو ازمایښت لپاره امریکايي ټولنه . 9) APM د پروژې د مدیر مرستیال. 10)  ‌ B.M بینچ مارک . 11) B.M کږونکی مومنټ. 12)  BLK بلاک جوړ کارونه . 13) BOQ د براورد ورقه . 14) BRW د خښتو استنادي دیوال . 15) BWK د خښتو جوړ کارونه . 16) B.O.F د تهداب لاندې برخه . 17) BHK  د خوب کوټه ،هال ،پخلنځي . 18) C.I.Pipe  چدن پایپ  19) C.I.Sheet  تاو تاو شوې اوسپنیزه تخته (اهن چادر) 20) CL  مرکزي خط . 21) CRW  کانکریټي استنادي دیوال . 22) CBW  کانکریټي بلاک دیوال . 23) CIP  په ساحه کانکریټ اچول . 24) CMU  کانکریټي معماري واحد . 25) CJ  ساختمان...