Skip to main content

Posts

Showing posts from February, 2022

ښه سیمنټ څنګه وپیژنو

ښه سیمنټ څنګه وپیژنو .  سیمنټ چې کیماوي جوړښت یې(4CaO.Al2O3.Fe2O3) د بې سیخه کانکریټو او سیخ لرونکو کانکریټو مهم عنصر دی . سیمنټ په کانکریټو کې د نورو د موادو د نښلونکی مادې په توګه دنده مخ ته وړي . په خپله د سیمنټو په جوړښت لویه برخه چونه یا کلسیم اکساید ده چې کابو ۷۰ سلنه ونډه یې جوړوي . سیمنت کابو ۶۵۰۰ کاله له میلاد وړاندې د لومړي ځل لپاره په مصر او یونان کې کارول شوي دي،خو دهغه وخت سیمنټ ددننې بڼې په شان نه وو بلکي یواځې چونه او ځینې نور مواد به یې په ساده شکل سره ګډول .د سیمنټو اوسنۍ بڼه په اتلسمه پیړۍ (۱۸۲۴)کې د برطانې د پورتلند په سیمه کې د یو کس لخوا چې جوزف اسپډن نومیده کشف شول . د سیمنټو دکارولو په وخت د هغو کیفیت ته پام کول اړین دي ،ځکه خراب سیمنت کارول داسې دي لکه خاوره چې له شږي او جغل سره ګډه کړای شي .د ښو سیمنټو پیژندل دومره ګران کار هم نه دی او کولی شو د سیمنټو کیفیت په ساحه کې د یو شمیر اسانه ازموینو په ترسره کولو سره مالوم کړو. ځینې هغه ازموینې په لاندې ډول دي ، د رنګ ازموینه ،د لوټو شتون ،درغلي،د تودوخې ازموینه ،د لامبو ازموینه ،د مقاومت مالومولو ازموینه ،د نښتلو...

د‌ بدرفت سيستم (Sanitary Sewer System ‎)

د‌ بدرفت سيستم (Sanitary Sewer System ) ليکنه: انجينر فواد سعيدي بدرفت سيستم هغه سيستم ته ويل کېږي چې فاضله اوبه د تعمير څخه باسې او سيبټيک ټانک ته يې ردوي. دا چې زموږ بحث په شخصي ودانيو باندې دی نو دا به ډېره مشکله وي چې نظر د ساحې او يا هم امکاناتو د محدوديت په سبب د سپټيک ټانک نه علاوه نور سيسټمونه هم جوړ کړای شي. دا چې يوازې سيپټيک ټانک جوړيږي نو بايد يوازې د بدرفت (کمودونو) اوبه سيپټيک ټانک ته رد شي، او د دست شويي، شاور، پاشوي، کاليو منځلو او نورو فاضله اوبه په لاره کې موجود لښتې او يا هم بلې شبکې ته رد شي. 1: سيپټيک ټانک بايد په درست ډول جوړ او عايق کاري شي، تر څو يې اوبه ځمکې ته جذب نشي او د ځمکې لاندې اوبو د خرابتيا سبب نشي. 2: په هېڅ صورت بايد د بدرفت سيستم پيپونه له ۴ څلورو انچو څخه کم نه وي، او له ۹۰ درجو کوږ نل څخه استفاده ونشي. 3: بايد د يخ بندان نه لاندې په ځمکه کې خښ کړای شي. 4: سرعت يې بايد حد اقل 0.6 متر پر سيکنډ وي يا هم حد اقل 1 فيصد ميل ولري، له اندازې زيات ميل ددې باعث کیږي چې اوبه لاړې او فاضله مواد په پايپ کې پاتې شي او يا هم دومره کم شي چې پايپ د موادو د انتقال ...

بندونه ‏Dams

بندونه: Dams راټولونکی: انجنیر عصمت الله عصمتي تعریف :- بند یو د هایدروتخنیکی ساختمانونو څخه دی، چی د اوبو د جریان په مقابل کی جوړیږی. چی د بیلا بیلو مقصدو لپاره رغول کیږی، چی یو ښه مثال یی په ساحه یا منطقه کی داوبو د سطحی د لوړولو لپاره اویا همداشان د ډیرو اوبو د ذخیره کولو لپاره تری استفاده کیږی. اویا عبارت د هغه هایدروتخنیکی ساختمانونه څخه دی چی په یوه ساحه کی د اوبو د فشار د لوړوالو لپاره، او یا په منظم ډول د اوبو د ساتنی لپاره جوړیږی. بندونه (ډیمونه) بیلا بیل ډولونه لری، چی د بیله بیلو مقصدونو لپاره په نظر کی نیول کیږی، چی دلته به یی ځینی مهم ډولونه تشریخ کړو. الف- ذخیروی بندونه، ب- تفریحی بندونه،   ج- موانع بندونه،      و- ثقیل یا درانه بندونه،    پورته بندونه (ډیمونه) چی هریو یی په خپل ځای اهمیت لری، چی دلته به مونږ یواځی ثقیل اویا درانه بندونه په تفصیل سره تشریح کړو.  (Gravity Dam) –ثقیل یا درانه بندونه ډیمونه  څرنګه چی یی د نوم څخه معلومیږی عبارت د هغه بندونه(ډیمونه) څخه دی چی د خارجی قوو په مقابل کی د خپل ځانه مقاومت وښایی. او همداشان ...

 اته دېرش (38) پوښتنې د ساحوي انجینرانو لپاره

 اته دېرش (38) پوښتنې د ساحوي انجينرانو لپاره! 1. د زینې میلان د افقي سطحې سره باید په کومه اندازه وي؟ د 25 درجو څخه تر 40 درجو پورې(IS 456 – 2000) 2. د 1BHK اصطلاح کوم مفهوم افاده کوي؟ د 1BHK اصطلاح لاندې مفهوم افاده کوي 1Bed room 1 Hall 1 Kitchen 3. د سیمنټو د یوې بورې حجم څومره دی؟ 0.0347m3 او یا هم 1.23 CFT 4. د Compression Test د معلومولو لپاره کوم ماشین پکار وړل کیږي؟ د Universal Testing Machine چې مخفف یې UTM دی 5. د سیمنټو Expiry Date د تولید څخه څومره موده وروسته وي؟ درې میاشتې وروسته، البته له دغې مودې وروسته سیمنټ خپل مقاومت په تدریج سره له لاسه ورکوي 6. په ساختماني عناصرو کې د هوک(Hook) معیاري اندازه څومره ده، او هم باید په کومه زاویه قات کړل شي؟ د سیخ د قطر لس چنده، او هم باید د 135 درجې زاویې سره قات کړل شي. 7. د سیخ د یو متر وزن د کومې رابطې څخه په لاس راځي؟ 0.222d2/36 او یا هم د d2/162 رابطې څخه چې دلته d د سیخ قطر په ملي متر سره دی 8. په اوسپنیزو کانکريټو(RCC) کې باید د کانکریټو مارک په اصغري ډول څومره وي؟ M20 او یا هم دوه س...