Skip to main content

Posts

Showing posts from October, 2018

انجینري زدکړه Engineering education

انجینري تعلیم د انجینری مسلکي عملي کارونو ته د پوهې او قوانینو د تدریس کولو فعالیت دی پدې کې لومړنۍ زدکړه ( د لیسانس او/یا ماسټری سند) او هر پرمختللی زدکړې او تخصصونه شاملیږي.  عمومي ډول د انجینری زدکړې سره اضافي د لسانس نه لوړې درجې (postgraduate) امتحانونه او نظارت شوي روزنې مل وي لکه څنګه چې د مسلکي انجینری سند لپاره اړتیا ده، د زدکړې اوږدوالی او د مسلکي انجینر وړتیا درلودلو روزنه په عمومي ډول له ۸-۱۲ کاله دی ،د ۱۵- ۲۰ کلونه د هغه انجینر لپاره چې د غټو پروژو مسولیت په غاړه اخلي.

P. G. Wodehouse

استاد پېلهام ګرېنوېل ووډ هاوس (۱۵ اکتوبر ۱۸۸۱- ۱۴ فیبروري ۱۹۷۵)یو انګیسی لیکوال وو او د ۲۰ پېړۍ یو د پراخو ټوکو ویونکو څخه وو ، په ګولډفورډ کې زېږېدلی وو،د هانګ کانګ اړوند د یو برتانیوي حاکم زوی وو،ووډ هاوس خپل د ځوانی کالونه په ډولویچ پوهنتون کې تېر کړل کوم پوهنتون ته چې ده خپل ټول عمر وقف کړی وو.د ښوونځي د پرېښودلو وروسته دی د بانک لخوا کارکوونکی وګمارل شو لیکن دده دا کار نه خوښېده او په خپل اضافي وخت کې لیکوالی ته راوګرځېدو. د هغه اولني ناولونه زیاتره د ښوونځي کیسې وې،لیکن په وروسته کې کوميډي داستانونو ته راوګرځېدو،د څو کریکټرونو په ترسره کولو سره دی د کلونو په موده  کې د ولس تر منځ مشهور شو                                                                                                           ...

Computer hardware

سی پی یو بورډ د کمپیوټر سختغالی (hardware) کې د کمپیوټر ټولې فزیکي برخې اوپرځې دي، لکه مرکزي د پروسیس کولو واحد ( central processing unit) مونیټور (monitor), لیکدړه(keyboard), د کمپیوټر د خامو معلوماتو زیرمهmputer data storage ), ګرافیک کارډ، د غږ کارډ، (sound card), غږن (speaker )،مادربور‌ډ(motherboard), په څه توپیر سره پوستغالی(software) هغه لارښوونې دي چې د ساختغالي په واسطه زیرمخهو پرمخ وړل کیږي.ساختغالي په دې خاطر پدې نوم نومول شوی چې د تغیراتو او تعدیلاتو پر وړاندې سخت او ثابت دی؛ او پوستغالی پوست دی ځکه چې په اسانی سره تغیر او اوسمهالنۍ کېدلی شي.د پوستغالی او ساختغالي تر منځ عامل سیستم(firmware) واقع دی دا یو پوستغالی دی چې د کمپیوټر سیستم د مشخص ساختغالي سره کلک نښتی وي نو په همدې خاطر ډېره سخته ده چې تغیر شي لیکن همداسې بیا دبرسیر(interface) دثبات په اساس ډېر پایېدونکی دی  ساختغالی په عمومي توګه د پوستغالي پواسطه اداره کیږي چې کوم یو کمانډ یا لارښوونه سرته ورسوي. د پوستغالي او سختغالي ترکیب یو ګټور د محاسبې سیستم جوړوي، پداسې حال کې چې نور س...

Study abroad in the United States

له کوره د باندې په متحده ایالاتو کې درس ویل  د ګرځنده نړیوالې زده کړې او د خپلمنځي فرهنګونو د پوهاوی جوړولو لپاره ښه فرصتونه دي. زده کړه په متحده ایالاتو کې د ملي امنیت او بهرنی پالیسی د سیاسي منطقونو په واسطه وپېژندل شوه.د هغه شمیر زده کړیالانو چې په بهر کې زده کړې کوي ،د ټولو هغو زده کړیالانو چې په متحده ایالاتو کې يې د لوړو زده کړو په موسّسو کې داخله اخیستې یواځې یو(۱) سلنه برخه جوړوي  پداسې حال کې چې ډېری هغه زده کړیالان څوک چې په متحده ایالاتوکې زده کړې کوي یو بشپړه درجه تعقیبوي،ډېری متحده ایالاتو بهر ته تلونکي زده کړیالان د يوې یا دوې تعلیمي دورې لپاره په بهر کې زده کړې کوي. د Institute of International Education Open Doors رپورټ په اساس د متحده ایالاتواکثریت زده کړیالان اوس په بهر کې د لنډې دورې د زده کړو کړنلارې (پروګرامونه) ټاکي.د ۲۰۰۸ -۲۰۰۹ په جریان کې ټولټال دمتحده ایالاتو زده کړیالانو شمېره ۲۶۰،۳۲۷ وه، چې د تېر کال د ۲۶۲،۴۱۶ شمېر په پرتله یې ۰.۸ سلنه کموالی راغلی دلته هم لیدلی شی