د ارواپوهنې له کتابونو څخه اویا ټکي ژباړه : عطا محمد میاخېل ۱ ـــ د نورو د زېږون ورځ په یاد ولره . ۲ ـــ لږ تر لږه په کال کې یو ځل د لمر را ختل وګوره . ۳ ـــ خپلې راتلونکې ته پروګرام جوړ کړه . ۴ ـــ د مننه کووم له عبارت څخه ډېره زیاته ګټه واخله . ۵ ـــ پوه شه، چې په کوم وخت کې باید سکوت وکړې . ۶ ـــ د اوبو ترڅنګ د ځان له پاره سندره ووایه . ۷ ـــ احمقانه چلند مه کوه . ۸ ـــ د هرې کوچنۍ خوښۍ له پاره دې جشن ونیسه . ۹ ـــ هغه توکي، چې ماشومان یې پلوري، وې پېره . ۱۰ ـــ تل د زده کړې په حال کې واوسه . ۱۱ ـــ په هغه څه چې پوهېږې، نورو ته یې ورزده کړه . ۱۲ ـــ د زېږون په ورځ دې یوه ونه کېنوه . ۱۳ ـــ نوي دوستان پیدا کړه، خو پخواني له یاده مه باسه . ۱۴ ـــ د بېلا بېلو ځایونو انځور واخله . ۱۵ ـــ راز ساتونکی واوسه . ۱۶ ـــ له خپلو خوښیو او خوشالیو څخه د خوند اخیستلو فرصت بل وخت ته مه ځنډوه . ۱۷ ـــ په نورو باندې تکیه مه کوه . ۱۸ ـــ هېڅکله د خپل خوړنیز رژیم په اړه، له نورو سره خبرې مه کوه . ۱۹ ـــ خپلې تېروتنې ومنه . ۲۰ ـــ پوه شه، ټولې خبرې، چې اورې، سمې نه دي . ۲۱ ـــ خپ...
This blog indicates general information in pashto language