Skip to main content

معیاري خښته څنګه وپيژنو؟

معیاري خښته څنګه وپيژنو.!!
له لرغونو زمانو راهیسې خښته په ټولوساختمانونو کې په ځانګړي ډول  په ودانیو کې په پراخه پیمانه  د یو مهم عنصر په توګه کارول کیږي .
لرغون پیژندونکي د خښتې د لومړي ځل کارولو په هکله یوه خوله نه دي او په دې اړه سره  ویشلي نظرونه لري. 
یو شمیر په دې اند  دي، چې خښته ۷۵۰۰  کاله  له میلاد وړاندې د منځني ختیځ په (تل اسود )سیمه ه د ساختمان په جوړولو کې کارول شوې .یو شمیر یی د لومړي ځل کارولو سیمه یونان او روم بولي .
خو په هرحال، داچې خښته لومړی ځل چیرته او څنګه کارول شوي بیل بحث دی  ،نن سبا تقریبا په ټوله نړۍ کې په پراخه پیمانه کاریږي .
په پخوا وختونو کې د خښتې اندازې له اوسنېو هغو زیاتې وي او هره خښته به کابو ۴۲ سانتي متر اوږده او شل سانتي متر پلنه او لس سانتي متر پیړه وه ،مګر نن سبا د کار د اسانوالي لپاره دا اندازې راکمې شویدي   .
بیلا بیل هیوادونه د خښتو بیلا بیلې اندازې کاروي خو تر ټولو ډیر کاریدونکي اندازې دي .
190 mm x 90 mm x 90 mm.
د یوښه ساختمان د ترلاسه کولو لپاره د ښه کیفیت لرونکې خښتې کارول مهم دي .
نو ددې لپاره چې د خښتې کیفیت وپیژندل شې په هغې باید هم په لابراتوار او هم په ساحه یو شمیر ازموینې ترسره  شي .
د خښتې د کیفیت معلومولو لپاره باید په هغې باندې لاندې ازموینې ترسره شي .
د جذبولو ازموینه ،د ماتېدو پر وړاندې مقاومت ازموینه،د سختوالي ازموینه ،د بڼې او اندازو معلومول ،د هغې د رنګ ازموینه ،د اواز ازموینه ،د خښتې جوړښت او د ښوره کیدو ازموینه .
د حذبولو ازموینه .
ددې ازموینې موخه داده چې په  بدو شرایطو کې د خښتې په واسطه د جذب شوو اوبو مقدار پیدا شي .ددې لپآره لومړی یوه عادې وچه خښته وزن کیږي او بیا د څلورویشت ساعتو لپاره په اوبو کې کیښودل کیږي ،وروسته له اوبو را ایستل کیږي او کتل کیږي چې څومره اوبه یی جذب کړی . 
ښه خښته هغه ده چې د جذب شوو اوبو مقدار یی  نسبت وچ حالت ته له  شل سلنه زیات نه وي .
د ماتېدو پر وړاندې مقاومت ازموینه .
ددې موخې ترلاسه کولو لپاره خښته په یو فشاري ماشین کې کېښودل کیږي دلته باید خښته وکولای شي تر درې اعشاریه پنځه نیوټن فشاري قوه  په في ملی متر کې وزغمې ،دا یی تر ټولو کم حد ټاکل شوی .
د سختوالي ازموینه .
د خښتې د سختوالي د معلومولو لپاره هغه باید د خپل نوک په واسطه تراش کړی ،په دې وخت کې که زیاته وتوږل شوه د خښتې کیفیت ښه نه دي .
د خښتې اندازې او بڼه .
د خښتې اندازې او بڼه ډیر مهم رول لري .په یو ساختمان کې ټولې خښتې باید یو ډول اندازې او یو ډول بڼه ولري .سربیره پر دې د خښتې ټول څنډې  باید نیغ او سیده  وي او ټول مستطیل شکله وي .
د خښتې رنګ ازمونه  .
یوه ښه خښته هغه وي چې په ټولو خواو کې یو شان روښانه رنګ ولري .
د اواز ازموینه.
د خښتې اواز د ناڅاپه ټکان پر وړاندې د هغې د جوړښت ښکارندوي کوي .
ددې لپاره دوه خښتې راوخلي او خپلو کې یې سره وجنګوۍ ،ددې ټکر په پایله کې ورکړي اواز باید د  زنګ داواز  په شان وي او همدا راز دا خښتې باید ماتې نشي .که ماتې شوې او یا یې اواز دروند شان وو د خښتې کیفیت خراب دی .
د خښتې دننې جوړښټ ازموینه .
ددې لپاره یوه خښته راواخلۍ او په منځ یې نیمه کړۍ .د خښتې دننه  باید سورې او خالیګاوې شتون ونه لري .
.د خښتې ښوره کیدو ازموینه .
ښه کیفیت لرونکې خښته باید په خپل جوړښت کې حل شوې مالګه ونه لري ،ددې کار د معلومولومولو لپاره خښته د څلورویشت ساعتو لپاره په اوبو کې ډوبه کیږدۍ  بیا یې راواخلۍ که په مخ یی سپین زګ منځ ته راغلي وو دا خښته د کارولو وړ نه ده .!

Comments

Popular posts from this blog

د الوتکې جوړښت

د الوتکې جوړښت Aircraft – الوتکه د هوا په ملاتړ الوت کوونکې تنې ته الوتکه وایي. د جاذبې له قوې څخه د خلاصون لپاره د اېرفوېل ډاینامیک لفټ او یا ستاتیک لفټ کاروي، ځینې حالتونو کې جېټ ماشین څخه لاندې لور ته فشار کاروي. د الوتکې بېلګې بالون، ایرو ستات، هوایي بېړۍ، پاراموټور او ګلایډرونه دي. هوا کې د الوتنې فعالیت یا مسلک ته (aviation) وایي او ساینس ته یې (aeronautics) نوم اخلي په دې ساینس کې د الوتکو طرحه کولو او جوړونه مطالعه کیږي. Empennage – د الوتکې لکۍ په انګرېزۍ کې د الوتکې لکۍ ته (tail or tail assembly) نومونه هم اخلي. د الوتکې په وروسته برخه کې یو جوړښت دی, د الوتنې پر وخت په الوتکه کې ثبات رامنځته کوي لکه په غشي کې د غشي لکۍ د غشي په سیده تګ کې مرسته کوي او هوا نه پرېږدي چې د غشي لوری کوږ کړي یا انحراف ورکړي همداسې د الوتکې لکۍ په الوتکه کې ورته رول لري. د (Empennage) لفظ د فرانسوۍ ژبې له (empenner) څخه اخیستل شوی او مانا یې د غشي په پای یا لکۍ کې د لکۍ په توګه بڼکې نصب کول دي. ډېرې الوتکې په لکۍ کې عمودي او افقي برخې لري، یادې برخې د ثبات رامنځته کوون...

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه (۱)                            سوالونه اوځوابونه     (۱)سوال :دارزیابی اونظارت ترمینځ فرق واضیح کړی؟     جواب: (۱)ارزیابی یوه وقفیی پروسه ده اونظارت یوه دوامداره پروسه ده     (۲)ارزیابی دکارپه منځ اواخرکی ترسره کیږی اونظارت دکاردپیل نه شروع کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۲)سوال:یوکارمندڅه وخت اوڅنګه ارزیابی کیږی؟ جواب:یوکارمنددکال په اخرکی ارزیابی کیږی البته ارزیابی یی دکاری پلان پربنادلایحی وظایفومطابق داجرا شوی فعالیتونوموخوته درسیدوپه منظور ترسره کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  (۳)سوال:د(۲۰۰مارک)کانکریټو اجزاولیکی؟ جواب:د(۲۰۰)مارک دکانکریټواجزاعبارت دی(1:1,5:3 )یعنی یوه برخه سیمنټ یوه نیمه برخه شګه اودری برخی کرش یاجغل ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۴)سوال:استنادی دیوالونونه نظرکوموفکتورونو(عوامل...

Introdution of AFGHANISTAN

Afghanistan   i / æ f ˈ ɡ æ n ᵻ s t æ n / ;  Pashto / Dari :  افغانستان ,  Afġānistān ), officially the  Islamic Republic of Afghanistan , is a  landlocked country  located within  South Asia  and  Central Asia . [9] [10]  It has a population of approximately 32 million, making it the  42nd  most populous country in the world. It is bordered by  Pakistan  in the south and east;  Iran  in the west;  Turkmenistan ,  Uzbekistan , and  Tajikistan  in the north; and  China  in the far northeast. Its territory covers 652,000 km 2  (252,000 sq mi), making it the  41st largest  country in the world. SOURECE:wikipedia