ګوګل Google څومره ستاسې معلوماتو ته لاسرسئ لري؟ له کومه وخت چې تاسې Google کاروئ، ګوګل ستاسې پلټنې ته په کتو سره تاسې ته یو پېژندیال Profile جوړوي. تاسې چې لکه پر لیکه یو څه پلټۍ (Search) ، ستاسې پلټنه آِرویېونه Keywords)) لري. هره پلټنه مو د Google Data Center ته ځي او هلته تر زرګونو کمپیوټرونه د ثانیې په پنځمه برخه کښې تاسې ته نتېجه راباسي، ستاسې کار سوي آرویېونه Keywords ته په کتلو سره Google تاسې ته اعلانات مخې ته راوړي. د 2019 کال د انټرنیټ د یوې سروې له مخې له 18 کلني ځوانانو څخه تر 34 کلني ځوانانو پورې ډېر د اعلان او اصلي نتېجې تر منځ فرق نسې کولای. کله چې کومه نتېجه لومړئ ورته راواوړي دوی یې کلیک کوي. تاسې چې هر اعلان کلیک کوئ، پر هغه کلیک Google پیسې اخلي، او چې اعلان مو کلیک کړ، ستاسې شخصي معلومات همغه د اعلانانو شرکت ته ورکول کیږي تر څو تاسې ته په راتلونکې کښې نور دغسې اعلانات مخته راوړي. خبره له لنډه کړم، دلته د هغه معلوماتو لیست شریکوم چې Google یې ستاسې په اړه لري. لومړئ: ستاسې عمر دوهم: ستاسې مالي حالت (چې څومره پیسې لرئ) دریم: ستاسې ج...
This blog indicates general information in pashto language