Skip to main content

Posts

Showing posts from January, 2022

ښه سیمنټ څنګه وپیژنو

ښه سیمنټ څنګه وپیژنو .  سیمنټ چې کیماوي جوړښت یې(4CaO.Al2O3.Fe2O3) د بې سیخه کانکریټو او سیخ لرونکو کانکریټو مهم عنصر دی . سیمنټ په کانکریټو کې د نورو د موادو د نښلونکی مادې په توګه دنده مخ ته وړي . په خپله د سیمنټو په جوړښت لویه برخه چونه یا کلسیم اکساید ده چې کابو ۷۰ سلنه ونډه یې جوړوي . سیمنت کابو ۶۵۰۰ کاله له میلاد وړاندې د لومړي ځل لپاره په مصر او یونان کې کارول شوي دي،خو دهغه وخت سیمنټ ددننې بڼې په شان نه وو بلکي یواځې چونه او ځینې نور مواد به یې په ساده شکل سره ګډول .د سیمنټو اوسنۍ بڼه په اتلسمه پیړۍ (۱۸۲۴)کې د برطانې د پورتلند په سیمه کې د یو کس لخوا چې جوزف اسپډن نومیده کشف شول . د سیمنټو دکارولو په وخت د هغو کیفیت ته پام کول اړین دي ،ځکه خراب سیمنت کارول داسې دي لکه خاوره چې له شږي او جغل سره ګډه کړای شي .د ښو سیمنټو پیژندل دومره ګران کار هم نه دی او کولی شو د سیمنټو کیفیت په ساحه کې د یو شمیر اسانه ازموینو په ترسره کولو سره مالوم کړو. ځینې هغه ازموینې په لاندې ډول دي ، د رنګ ازموینه ،د لوټو شتون ،درغلي،د تودوخې ازموینه ،د لامبو ازموینه ،د مقاومت مالومولو ازموینه ،د نښتلو...

کیبلونه (Cables)

کیبلونه (Cables) لیکنه:سیف الرحمن ځلاند کیبلونه کششي ساختماني عناصر دي چې کششي قواوې برداشت کوي مګر د فشار په مقابل کې مقاومت نلري. کیبلونه د کشش پر وخت مطلق سخت جسمونه فرض کیږي عرضي قوې او مومنټ په کې صفر کیږي. همدارنګه د کیبلونو څخه په ځوړند چتونو،انتنونو،مخابراتي ستنو او داسې نورو ځایونو کې استفاده کیږي. د پلونو د جوړولو پر مهال کیبلي پلونه نسبت فریمي پلونو ته ګټور دي دا ځکه چې د تخریب پر مهال فریمي پلونه ناڅاپي تخریب کوي مالي او ځاني تلفات هم لري. بر عکس په کیبلي پلو کې دغه تلفات کم وي همدارنګه د مخاسبې پر مهال کې د کیبل وزن نظر وارده بارونو ته کم وي نو د کیبل وزن څخه صرف نظر کیږي بر عکس باید په نظر کې ونیول شي. د کیبلونو ډولونه ( Kinds of Cables ) ۱) کیبلونه نظر د اتکاء ارتفاعاتو ته په دوه ډوله دي. الف: یوشان ارتفاع لرونکي اتکاوې کیبلونه: د دغه کیبلو اتکاوې نظر افقي سطحې ته یوشان ارتفاعات لري. ب: مختلف ارتفاعات لرونکي کیبلونه: د دې کیبلونو اتکاوې نظر افقي سطحې ته مختلف ارتفاعات لري. ۲)کیبلونه نظر وراده بارونو ته په دوه ډوله دي الف: د متمرکزو بارونو تر عمل لاندې کییلونه: د دې کیبلو...

د انټرویو (interview) دمثبتې ارزیابۍ او د دندې ترلاسه کولو لپاره د ځانګړي مرکې ځینې لارښوونې

د انټرویو (interview) دمثبتې ارزیابۍ او د دندې ترلاسه کولو لپاره د ځانګړي مرکې ځینې لارښوونې متوجه اوسه ادارې ته دننوتو سره سم ستاسو انټرویو شروع شوه، ځکه چې ماهر او تجربه کاره کسان ستا حرکتونه دلومړي سره څاري او تجربو ښودلي ده چې مخکې له پوښتنې یو کس %30 ظاهراً ارزیابي کیـــږي٠ ارامه او ډاډه کښېنه، مخکې له مخکې ځان  ځوابــــونو تــــــه برابر کړه٠ پوښتنې او ځوابونه:  لومړۍ پوښتنه که د ځان په اړه راته ووایﺉ؟ ځواب: • د خپل نوم او تخلص څخه يې پيل کړئ • د خپل استوګنځي په اړه معلومات ورکړﺉ • د خپل تعليم په اړه لنــــډ ټکي وړاندې کړﺉ • د خپلو تېرو دندو په اړه لږ معلومات ورکړﺉ • د خپلې کورنۍ په اړه لــــنډ وضاحت ورکړی بـېلـګـه: نوم مې بخت الله بیدار دی، د پکتیا ولایت اوسیدونکی یم، د لسانس تر کچې مې په عامه اړیکو کې زده کړې تر سره کړي، اوس مهال دکابل مسلکي انسټیټیوټ برحال استاد يم.  په بېلابېلو ادارو کې مې اوږد مهاله او لنډمهاله دندې تر سره کړي چې فی الحال له خپلې کورنۍ سره په خوست ښار کې اوسېږم. دوهمه پوښتنه ولې غواړې دنده د تغير کړې؟ ځواب: • دا چې د پخوانۍ دندې څخه مو څه زده...