د بدرفت سيستم (Sanitary Sewer System )
ليکنه: انجينر فواد سعيدي
بدرفت سيستم هغه سيستم ته ويل کېږي چې فاضله اوبه د تعمير څخه باسې او سيبټيک ټانک ته يې ردوي. دا چې زموږ بحث په شخصي ودانيو باندې دی نو دا به ډېره مشکله وي چې نظر د ساحې او يا هم امکاناتو د محدوديت په سبب د سپټيک ټانک نه علاوه نور سيسټمونه هم جوړ کړای شي. دا چې يوازې سيپټيک ټانک جوړيږي نو بايد يوازې د بدرفت (کمودونو) اوبه سيپټيک ټانک ته رد شي، او د دست شويي، شاور، پاشوي، کاليو منځلو او نورو فاضله اوبه په لاره کې موجود لښتې او يا هم بلې شبکې ته رد شي.
1: سيپټيک ټانک بايد په درست ډول جوړ او عايق کاري شي، تر څو يې اوبه ځمکې ته جذب نشي او د ځمکې لاندې اوبو د خرابتيا سبب نشي.
2: په هېڅ صورت بايد د بدرفت سيستم پيپونه له ۴ څلورو انچو څخه کم نه وي، او له ۹۰ درجو کوږ نل څخه استفاده ونشي.
3: بايد د يخ بندان نه لاندې په ځمکه کې خښ کړای شي.
4: سرعت يې بايد حد اقل 0.6 متر پر سيکنډ وي يا هم حد اقل 1 فيصد ميل ولري، له اندازې زيات ميل ددې باعث کیږي چې اوبه لاړې او فاضله مواد په پايپ کې پاتې شي او يا هم دومره کم شي چې پايپ د موادو د انتقال توانایي ونلري، په شبکه کې د پايپ د قطر په تغیر سره، د مسير په تغير سره، له 120 مترو څخه د فاصلې د زياتېدو په صورت کې منهول ته ضرورت دی.
منهول بايد د ځمکې د سطحې څخه 5 سانتي متره پورته وي، له بېرون څخه ورته اوبه داخلي نشي، که چېرې يې عمق زيات وي بايد زينې ورکړل شي او همدارنګه دخولي پايپ بايد له خروجي پايپ نه پاس واقع دی.
5: کلين اوټ (د شبکې پاکوونکي) بايد د تعمير او بيرون شبکې د اتصال په نقطه کې ورکړل شي. تر څو د شبکې د بنديدو په وخت کې پاکوونکی راډ پايپ ته داخل شي او ددې کار لپاره له ۴۵ او يا هم 60-30 درجې ايلبو (کوږ نل) نه استفاده کیږي.
6: د بدرفت سيستم ټولو نصب کېدونکو اسبابو سره بايد سيفون يا پي ټرپ نصب شي تر څو د سيستم نه د پورته کېدونکې بوي ممانعت وشي، په سيفون کې د ولاړو اوبو جګوالي بايد حد اقل 5 سانتي متره وي.
Comments
Post a Comment