اته دېرش (38) پوښتنې د ساحوي انجينرانو لپاره!
1. د زینې میلان د افقي سطحې سره باید په کومه اندازه وي؟
د 25 درجو څخه تر 40 درجو پورې(IS 456 – 2000)
2. د 1BHK اصطلاح کوم مفهوم افاده کوي؟
د 1BHK اصطلاح لاندې مفهوم افاده کوي
1Bed room
1 Hall
1 Kitchen
3. د سیمنټو د یوې بورې حجم څومره دی؟
0.0347m3 او یا هم 1.23 CFT
4. د Compression Test د معلومولو لپاره کوم ماشین پکار وړل کیږي؟
د Universal Testing Machine چې مخفف یې UTM دی
5. د سیمنټو Expiry Date د تولید څخه څومره موده وروسته وي؟
درې میاشتې وروسته، البته له دغې مودې وروسته سیمنټ خپل مقاومت په تدریج سره له لاسه ورکوي
6. په ساختماني عناصرو کې د هوک(Hook) معیاري اندازه څومره ده، او هم باید په کومه زاویه قات کړل شي؟
د سیخ د قطر لس چنده، او هم باید د 135 درجې زاویې سره قات کړل شي.
7. د سیخ د یو متر وزن د کومې رابطې څخه په لاس راځي؟
0.222d2/36 او یا هم د d2/162 رابطې څخه چې دلته d د سیخ قطر په ملي متر سره دی
8. په اوسپنیزو کانکريټو(RCC) کې باید د کانکریټو مارک په اصغري ډول څومره وي؟
M20 او یا هم دوه سوه مارک
9. د مختلفو ساختماني عناصرو څخه د قالبونو(شټرنګ) د لرې کولو مودې وروسته تر ډکولو څخه ذکر کړئ؟
په دغه برخه کې لاندې حالتونه باید په یاد وساتو:-
لومړی حالت: د دیوالونو له غاړو، پایو، د بیم او ګاډرونو له غاړو(کنارونو) څخه کولی شو وروسته تر 24hours—48hours لرې کړو.
دوهم حالت: که د بیم وایه تر دریو مترو پورې وي،کولی شو وروسته تر اوو ورځو(7 days) خو که سلب په همدغه اندازه وایه کې ولرو نو وروسته تر دریو ورځو(3 days) یې لری کولی شو.
دریم حالت: که د سلب وایه شپږ(6) او یا له شپږو مترو کوچنۍ وي، نو د قالبونو د لرې کولو کمترینه موده یې باید 14 ورځې وي، خو که وایه له شپږو مترو اضافه کیږي، نو دا موده بیا 21 ورځو ته غځیږي.
10. په عمومي ډول په کانکریټو کې کوم ډول ټسټونو ته ډیره اړتیا وي؟
Slump test
Air Content test
Temperature test
Compressive Strength Test
11. په RCC کې پکاروړونکو سیخانو حجمي وزن باید په معیاري ډول څومره وي؟
7850kg/m3 او یا هم 78.5KN/m3
12. د RCC او PCC حجمي وزنونه څومره دي؟
د RCC حجمي وزن 2500kg/m3 او د PCC حجمي وزن 2400kg/m3
13. د Fire Bricks خښتو فشاري مقاومت څومره وي؟
125kg/m3
14. د کانکریټو د Initial Setting Time او Final Setting Time مودې مشخصې کړئ؟
د Initial Setting Time اندازه یې 30 دقیقې وروسته تر اچولو، او Final Setting Time یې 90 دقیقې وروسته تر اچولو پای ته رسیږي.
15. د کانکریټو د Curing میتودونه(طریقې) ذکر کړئ؟
Spraying of Water
Wet Covering Of Surface
Ponding
Curing Chemicals
Steam Curing
Sprinkling or Application of Curing Compounds
16. په کانکريټو کې د Bleeding اصطلاح کوم مفهوم ارایه کوي؟
په کانکریټو کې Bleeding د Segregation یو ډول دی، په کوم کې چې اوبه د کانکريټو مخ ته راوځي، او تجمع کوي
17. په بیم کې د ګژدمکونو(Stirrups) عمده دنده؟
د عرضي قواوو دفع(Resist Shear Force)
18. د میخي تهدابونو څخه د ګټې اخیستنې عمده شرط کوم دی؟
کله چې د نظر لاندې ساختمان لپاره د جوړیدونکي تهداب د خاورې د برداشت ظرفیت(Bearing Capacity) له 24kN/m3 څخه کم شي
19. د یوې ودانۍ د هر منزل معیاري لوړوالی څومره دی؟
درې متره(3m)
20. د کانکریټو د اندازه ګیرۍ واحدات کوم دي؟
مترمکعب،فوټ مکعب او Cubic Yards
21. په کانکريټو کې د استعمالیدونکو اوبو PH باید په کومه اندازه وي؟
باید له 6 څخه کوچنی نه وي.
22. څرنګه کولی شو، N/mm2 واحد، kg/cm2 ته بدل کړو
په 10.19 کې یې ضربوو،مستقیماً بدلیږي
23. د سلب،بیم،پایې او تهدابونو لپاره اصغري(RCC Cover) اندازه باید څو سانتي متره وي؟
د تهدابونو لپاره 5cm
د پایو لپاره 4cm
د بیمونو لپاره 2.5cm
د سلبونو لپاره 2cm
24. تهدابونه په څو ډوله دي؟
تهدابونه په دوه ډوله دي، لمړی یې سطحې تهدابونه(Shallow Foundation) او دوهم یې ژور تهدابونه(Deep Foundation) چې بیا هر یو یې پخپل وار لاندې ډولونه لري
سطحي تهدابونه(Shallow Foundation) په لاندې څلورو ډولونو ویشل شوی
Spread Footing
Combined Footing
Cantilever Footing
Raft Footing
ژور تهدابونه(Deep Foundation) بیا لاندې څلور ډولونه لري
Pile Footing
Pier Footing
Caissons Footing
copy
Well Foundation
25 د کانکريټ د راعورزيدو اعظيمي لوړوالي څومره دى
هغه 1.5m دى
26 په خښتو کي داوبو جذب بايد څومره وى په فيصد يي وښايست
15% وي
27 په کانکريټو کي د کارنده او بو د ph قيمت څو وى کومي اوبه بايد پکي استعمال شي
د ph اندا زه يي د 6او 8 ترمنځ ده او هغه اوبه پکي بايد استعمال شي چي القلي تيزاب عضوي مواد اونور ناپاکه مواد غوړ مالګه پکي نه وى
28 د خښتو فشاري مقاومت څومره دى 23.5N/mm^
29د هر ټن سيخ د تړلو لپاره څومره Wire ته ضرورت دى
8kg
29 د ډکون د خاوري څخه څومره سمپل اخلو
په هر 100متر مربع کي در ي نموني اخلو
30په پايوکي بايد د بريښنا لينونه تير نشي
31که د تهکوي کتدنکاري د دري مترو څخه لوړيږى بايد د پتو شکل ورکړو
32سيمنټ بايد د ځمکي د سطحي څخه د 20Cmپورته وچه ساحه ګودام کي بوجي قطارونه يود بل د پاسه10 داني کيښودل
33 د يو متر سيخ وزن معلومولو لپاره d*/162.162
34 که چيري سوپر سلفايت سيمنټ وکارو نو اوبو وړکړه 7 ورځي که ساده پورټلينډ سيمنټ وکارو نو داوبو ورکړه 14-تر 28 ورځو پوري ده
35د کانکريټو د جوړولو په وخت کي بايد مکسر1-3دقيقو پوري واړوي او راواړوى
35 د کانکريتو قشرونه تهداب 5cm بيم 2.5cm شير وال cm2.5 سلب 2cm پايه 4cm استنادى ديوال 3cm
36 د 36mm سيخ څخه زيات د پيوند اجازه نلري
37 مربعي پايه بايد لږ تر لږه 4 سيخان ولري دايروي بايد لږ تر لږه 6 سيخان ولري
38 د سلب کم صخامت 12.5cm دى
[4:07 pm, 30/04/2020] +93 78 614 6141: د یوه بریالي ساحوي انجنیر ځانګړتیاوې
ګرانو انجنیرصاحبانو نن در سره د یوې مهمې موضوع په هکله چې د یوه ښه ساحوي انجنیری په اړه ده معلومات شریکوو . باور لرو دغه پوست به د ځوان او تازه فارغ شویو انجنیرانو د پاره ډیر ګټور تمام شي:
د بریالي ساحوي انجنیر ځانګړتیاوې
عمومي ځانګړتیاوې:
• ساحوي انجنیر باید د ځان سره (Hand Book) کتاب ولري
• ساحوي انجنیر باید د خپل ځان سره منظمه د یاد داشت کتابچه ولري
• ساحوي انجنیر باید ځان ته په ساحه کې شته اړینې سرچنې او امکانات معلوم کړي
• ساحوي انجنیر باید د خپلې پروژې په اړونده معلومات بشپړ کړي
• ساحوي انجنیر باید پروژې د پلی کیدو په وخت باندې ځان پوه کړي
• ساحوي انجنیر باید د پروژې د پلي کیدو د پاره ریښتنی پلان جوړ کړي
• ساحوي انجنیری باید د هر کاری فعالیت د څه ډول بشپړیدنې د پاره اړینې سرچینې و سنجوي او هغه برابرې کړي
• ساحوي انجنیر باید د ټولو ودانیزو توکو او کاری فعالیتونو د پاره باید بشپړ تخنیکي مشخصات او ځانکړتیاوې ولري
• ساحوي انجنیر باید د هر فعالیت د کړنې څخه مخکې تر مخکې د هغه د سم پلی کیدو د پاره کم تر کمه یوه اونی مخکې باید تیاری ولري
• ساحوي انجنیر باید د هر کاری فعالیت د تر سره کیدنې د پاره اړین کاری نورمونه ولري او د هغه پر بنسټ سره کارګران او نور اړین وسایل باید په کار وګماری
• ساحوي انجنیر باید د کار د ښه او په معیار برابر کارونو د ترسره کیدو په موخه د ټولو ماهرو کارګرانو څخه تحریری او عملي آزموینه باید تر سره کړي
• ساحوي انجنیر د هر بریالي ماهر ګارګر یوه نمونه تر سره شوي کار چک او د هغه پر بسنټ سره هغه د کار اجازه یا نه اجازه ورکول تایید کړي
• ساحوي انجنیری باید به جدي ډول سره د پیسولګښت او بودیجه کنټرول کړي
• ساحوي انجنیری باید په مسلسل او پرلپسې ډول سره د کار فزیکي پرمختګ د هغه د مالي پرمختګ سره پرتله کړي او هر وخت باید فزیکي پرمختګ باید د مالي پرمختګ څخه زیاد وي
• ساحوي انجنیر د انجنیری دری مهم اصول لکه کمیت ، کیفیت او د نما په جدي ډول سره کنترولوي
• ساحوي انجنیر د هر کار تر مخه اړینو ماهرو کارګرانو ته د هغه کار د کړنې په اړه بشپړ معلومات ورکوي
• ساحوي انجنیر پرته د اصولو او اړینو پړاوونو د طی کولو څخه په هیڅ صورت سره په خپل سره په پروژه کې بدولون نه راولي
• ساحوي انجنیر باید د ټولو ودانیزو توکو لومړی د هغه د ښه کیفیت نمونه یا سمپل چک کوي او بیا د هغه پر بنسټ سره نور اړین توکي برابروي
• ساحوي انجنیر باید د ترسره شوي کار احجام په منظم ډول سره اندازه ، برآورد او په خپله کتابچه کې یاد داشت کوي
• د خپلې پروژې د پرمختګ اړین راپورونه لکه ورځنی، اونی، میاشنی ، ربعه وار او کلنی راپور په خپل وخت سره تهیه کوي.
• ساحوي انجنیر د پروژې په ژورنال کې ډیر مهم او داسې مسایل او موضوعات لیکي چې له یوې خوا د تخنیکي پلوه اړتیا وي .او له بله اړخه پر اصولو ولاړ وي او داسې څخه و نه لیکي چې سبا د هغه ځواب ویل ورته ګران کار وي
Comments
Post a Comment