د تګاب صافي د وروڼو پلازه
ګڼه____ کرايه ليک نېټه_
د پلازې خاوند حاجي متواجان د حاجي نقيب الله زوی کاپيسا ولايت تګاب ولسوالۍ، احمد شاه بابا مېنه اول بلاک ۱۲ ناحيه
يو استوګنځی چې____ کوټو پخلنځي او حمام درلودونکی دی ښاغلي _____ د___ زوی د ____ لمسی د ____ ولايت اصلي اوسېدونکی د ___ ولسوالۍ د تزکره ګڼه____ سره دی.
۱- د میاشتنۍ کرايې کچه ___ ( ) دی
۲- د___ میاشتو کرايه په____ ډول اخیستل کېږي
۳- د میاشتې کرايه بايد د هر ډول ځنډ پرته د هرې مياشتې په پای کې د پلازې منشي ته وسپارل شي.
۴- باړه چي د استوګنځي خاوند له اجازې پرته نشي کولای چې استوګنځی بل چاته په کرايه ورکړي.
۵- استوګنځی چې په هر حالت کې باړه چي ته وسپارل شي، د تړون په پای کې بايد په همهغه ډول د استوګنځي خاوند ته وسپارل شي.
۶- د استوګنځي دننه هر ډول لګښتونه لکه الماري، ښيښې سامانونه، برقي سامانونه او نور د باړه چي په غاړه دي او د استوګنځي خاوند د هغه پيسو په ورکړه مسوول ګڼل کيږي.
۷- باړه چي د جوړولو حق چې د استوګنځي د نقشې بدلون سبب ګرځي نلري.
۸- که باړه چي د تړون له ټاکل شوي وخت مخکې استوګنځی خالي کړي، د استوګنځي خاوند ته د يوې مياشتې کرايې په ورکړې مکلف ګڼل کيږي
۹- هر مهال چې د استوګنځي خاوند وغواړي تړون لغوه کړي يو میاشت وړاندې بايد باړه چي ته خبر ورکړي.
۱۰- باړه چي د افغانستان نافذه قوانينو په رعايت کولو مکلف دی، او هر ډول سیاسي او جرمي قضيې مسوليت د باړه چي په غاړه دی.
ياد تړون د يو کال لپاره د اعتبار وړ دی.
ژباړه رضوان الله جميل
د الوتکې جوړښت Aircraft – الوتکه د هوا په ملاتړ الوت کوونکې تنې ته الوتکه وایي. د جاذبې له قوې څخه د خلاصون لپاره د اېرفوېل ډاینامیک لفټ او یا ستاتیک لفټ کاروي، ځینې حالتونو کې جېټ ماشین څخه لاندې لور ته فشار کاروي. د الوتکې بېلګې بالون، ایرو ستات، هوایي بېړۍ، پاراموټور او ګلایډرونه دي. هوا کې د الوتنې فعالیت یا مسلک ته (aviation) وایي او ساینس ته یې (aeronautics) نوم اخلي په دې ساینس کې د الوتکو طرحه کولو او جوړونه مطالعه کیږي. Empennage – د الوتکې لکۍ په انګرېزۍ کې د الوتکې لکۍ ته (tail or tail assembly) نومونه هم اخلي. د الوتکې په وروسته برخه کې یو جوړښت دی, د الوتنې پر وخت په الوتکه کې ثبات رامنځته کوي لکه په غشي کې د غشي لکۍ د غشي په سیده تګ کې مرسته کوي او هوا نه پرېږدي چې د غشي لوری کوږ کړي یا انحراف ورکړي همداسې د الوتکې لکۍ په الوتکه کې ورته رول لري. د (Empennage) لفظ د فرانسوۍ ژبې له (empenner) څخه اخیستل شوی او مانا یې د غشي په پای یا لکۍ کې د لکۍ په توګه بڼکې نصب کول دي. ډېرې الوتکې په لکۍ کې عمودي او افقي برخې لري، یادې برخې د ثبات رامنځته کوون...
Comments
Post a Comment