بیم (ګاډر): هره کانکریټي وداني دڅو عناصرو له یو ځای کیدو څخه جوړیږي چي یو دهغو له جملي څخه بیم (ګاډر) ده. هر عنصر خپله مشخصه دنده تر سره کوي، بیم د خپل وزن په شمول دچت (سلب) ټول وزنونه برداشت کوي او بیا یي ستنو (پایو) ته انتقالوي. تیرونه باید په درست ډول (د انحنای مومنټ، عرضي قوي، او تاوښت) په مقابل کي ډیزاین شي. داچي په شخصي کارونو کي ډیزاین او نقشي نه وي موجودي وي نو باید د کار داجرا لپاره حد اقل د اینجنیری اصولو په اساس ورکړل شوي اصغري ارقام د سیخ د قطر او کانکریټو د مارک لپاره مراعات شي. لاندي نقاط باید په نظر کي ونیول شي
1- سیخ باید په هغه ځای کي ځای پر ځای شي چیرته چي ورته ضرورت وي مثلا د( دانحنایی مومنت لپاره سیخ د بیم په وایه کي[ منځنی برخه کي] او دمنفي مومنټ لپاره سیخ د بیم په اتکا یی برخه کي ضرورت وي).
2- کژدمکونه د عرضي قوي لپاره په بیم کي اچول کیږي. عرضي قوه د خارجي بارونو له امله په بیمونو کي فشاري ما توالي مینځ ته راوړي چي ډیر خطرناک ماتوالی ده. عرضي قوه د بیم په اتکایی برخه کي اعظمي، او په منځنی برخه یا وایه کي اصغري (صفر) ده. ګژدمکونه مهم وظایف سرته رسوي: د عرضي قوي یوه زیاته برخه زغمي، دمایلو درزونو د انکشاف مخنیوي کوي، د اوږدو سیخانود کږیدو او بیځایه کیدو مخنیوي کوي، دفشار لاندي د کانکریټو د پیاوړي کیدو سبب ګرځی. نو په دی اساس باید په مناسب ځای کي په مناسبه اندازه ځای پر ځاي شي.
3- دلوړ مارک لرونکي کانکریټ با ید استعمال شي. سمنټ باید تازه وي، ریګ، جغل (ښه درجه بندي ولري) او اوبه باید پاکي وي. دا چي په ساختمان کي ګاډر خاص اهمیت لري باید کانکریټ ورته په مکسر جوړ شي، که بیا هم څوک سختي کوي او کانکریټ د لاس په واسطه جوړوي نو باید ۱۰٪ سمنټ اضافه په مکس کي واچول شي.
4- فولاد باید دزنګ څخه پاک وي او په درست ډول ځاې پر ځاې شي،سیخان باید په قالب سریښ نه وي، دسیخونو دقاتولو او یاهم کږولو لپاره باید سټنډرډونه په نظر کي ونیول شي.
5- قالب بندي باید په درست ډول اجراشي، او په کافي اندازه قوي وي، تختي باید درزونه او سوری ونلری څو د کانکریټو شیره او اوبه ورڅخه لاړي نشي، ګاډر باید له پایه څخه خارج نشي.
6- دسلب او بیم کانکریټ باید له يوه طرفه شروع شي داسي نه چي دکار داسانتیا لپاره اول بیمونه ډک شي او بیا سلب.
7- کانکریټ باید دلړزونکي ماشین په واسطه تخته شي څو کانکریټ دقالب ټولو برخو ته په صحیح ډول سره ورسیږي، کیورینګ یا باید حد اقل د ۱۴ ورځو لپاره وشي
8- دقالب لری کیدلو وخت د بیم لپاره له ۴.۵ نه تر ۱۴ ورځو پوری او که چیرته دبیم وایه له (۶-۸) متره وي باید له ۲۱ نه تر ۲۸ ورځو وروسته خلاص شي
Afghanistan i / æ f ˈ ɡ æ n ᵻ s t æ n / ; Pashto / Dari : افغانستان , Afġānistān ), officially the Islamic Republic of Afghanistan , is a landlocked country located within South Asia and Central Asia . [9] [10] It has a population of approximately 32 million, making it the 42nd most populous country in the world. It is bordered by Pakistan in the south and east; Iran in the west; Turkmenistan , Uzbekistan , and Tajikistan in the north; and China in the far northeast. Its territory covers 652,000 km 2 (252,000 sq mi), making it the 41st largest country in the world. SOURECE:wikipedia
Comments
Post a Comment