Skip to main content

اروا پوهنې له کتابونو اویا ټکي

د ارواپوهنې له کتابونو څخه اویا ټکي
ژباړه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ د نورو د زېږون ورځ په یاد ولره .
۲ ـــ لږ تر لږه په کال کې یو ځل د لمر را ختل وګوره .
۳ ـــ خپلې راتلونکې ته پروګرام جوړ کړه .
۴ ـــ د مننه کووم له عبارت څخه ډېره زیاته ګټه واخله .
۵ ـــ پوه شه، چې په کوم وخت کې باید سکوت وکړې .
۶ ـــ د اوبو ترڅنګ د ځان له پاره سندره ووایه .
۷ ـــ احمقانه چلند مه کوه .
۸ ـــ د هرې کوچنۍ خوښۍ له پاره دې جشن ونیسه .
۹ ـــ هغه توکي، چې ماشومان یې پلوري، وې پېره .
۱۰ ـــ تل د زده کړې په حال کې واوسه .
۱۱ ـــ په هغه څه چې پوهېږې، نورو ته یې ورزده کړه .
۱۲ ـــ د زېږون په ورځ دې یوه ونه کېنوه .
۱۳ ـــ نوي دوستان پیدا کړه، خو پخواني له یاده مه باسه .
۱۴ ـــ د بېلا بېلو ځایونو انځور واخله .
۱۵ ـــ راز ساتونکی واوسه .
۱۶ ـــ له خپلو خوښیو او خوشالیو څخه د خوند اخیستلو فرصت بل وخت ته مه ځنډوه .
۱۷ ـــ په نورو باندې تکیه مه کوه .
۱۸ ـــ هېڅکله د خپل خوړنیز رژیم په اړه، له نورو سره خبرې مه کوه .
۱۹ ـــ خپلې تېروتنې ومنه .
۲۰ ـــ پوه شه، ټولې خبرې، چې اورې، سمې نه دي .
۲۱ ـــ خپلو ماشومانو ته له سزا ورکولو وروسته، هغوی په غېږ کې ونیسه او وې نازوه .
۲۲ ـــ کله وخت د ځان له پاره غږ پورته کړه .
۲۳ ـــ زړور واوسه، حتا که نه یې هم، داسې ښکاره کړه چې یې، هېڅوک نه شي کولای، چې د دې دواړو ترمنځ په توپیر پوه شي .
۲۴ ـــ هېڅکله د خپل واده کلیزه مه هېروه .
۲۵ ـــ هېڅوک د کنایې په وسیله په غوږ مه وهه .
۲۶ ـــ له خپلو کتابونو څخه هغه یې د امانت په توګه ورکړه، چې بېرته راګرځول یې درته مهم نه وي .
۲۷ ـــ سهار وخته له خوب څخه پاڅېږه .
۲۸ ـــ هڅه وکړه، چې تل هوښیار واوسې، چانس کله وخت په ډېرې آرامۍ انسان ته لاس ورکوي .
۲۹ ـــ ساعت تل پنځه دقیقې وړاندې بوځه .
۳۰ ـــ څوک چې هیله من وي، هېڅکله یې مه ناهیلی کوه، ښایي یوازینی درمل یې ته واوسې .
۳۱ ـــ کله چې له ماشومانو سره لوبې کوې، نو هڅه وکړه، چې هغوی ګټونکي شي .
۳۲ ـــ هېڅکله د ټیلیفون پیغام اخیستونکې شمېرې ته بې مانا او بې مفهومه پیغام مه پرېږده.
۳۴ ـــ وخت پېژوندونکی واوسه .
۳۵ ـــ له بېباکه کسانو څخه لرې والی غوره کړه .
۳۶ ـــ خپلو ماشومانو ته د پیسو په ورکړه کې کنجوسي مه کوه .
۳۷ ـــ عزت او شرافت ولره .
۳۸ ـــ هېڅکله دې په خپل دښمن او رقیب باندې باور مه کوه .
۳۹ ـــ تر کومه چې اړینه وي، مهربان واوسه .
۴۰ ـــ کله چې غوسه وې، نو په هېڅ کار لاس مه پورې کوه .
۴۱ ـــ د خپلې مېرمنې تر ټولو غوره دوست واوسه .
۴۲ ـــ ترڅو دې چې غوره دنده نه وي پیدا کړي، اوسنۍ دنده دې مه پرېږده .
۴۳ ـــ هڅه وکړه، چې د ځمکې د سر تر ټولو ګټور او با احساسه انسان واوسې .
۴۴ ـــ له چا سره کېنه مه کوه .
۴۵ ـــ ټولو ژوندیو موجوداتو ته ارزښت ورکړه .
۴۶ ـــ ماتې په ډېرې آسانۍ ومنه .
۴۷ ـــ کله چې بریالی شوې، نو ډېره ځان ښودنه مه کوه .
۴۸ ـــ په بې ارزښته مسایلو کې ځان مه را ګیر کوه .
۴۹ ـــ هېڅکله چاته مه وایه، چې ستړی، ستومانه او خواشینی ښکارې .
۵۰ ـــ تل دې په خپله ژمنه ټینګ ودرېږه .
۵۱ ـــ تر څو چې کولای شې، جدایي ګانې په وصل بدلې کړه .
۵۲ ـــ عادت وکړه، چې تل حتا هغه مهال چې خواشینی یې، ځان خوشاله ښکاره کړې .
۵۳ ـــ ژوند سخت مه ګڼه .
۵۴ ـــ هېڅکله قمار مه وهه .
۵۵ ـــ کله چې سخت او ستونزمن کار سره مخامخ شوې، نو ځان ته ووایه، چې ماتې ناشونې ده .
۵۶ ـــ له خپلو توکو او وسایلو څخه په ښه توګه ساتنه وکړه .
۵۷ ـــ دا تمه مه لره، چې پیسې دې نېکمرغه کوي .
۵۸ ـــ په نورو کې د بدلون د رامنځته کولو له پاره، له دې څخه زیاته هڅه مه کوه .
۵۹ ـــ تل په ښکاره ښکلی او پاکې جامې واغونده .
۶۰ ـــ پلونه له منځه مه وړه، ښایي یو ځل بیا اړ شې، چې له سیند څخه تېر شې .
۶۱ ـــ ځان کم مه ګڼه .
۶۲ ـــ متواضع او خاکساره واوسه .
۶۳ ـــ د خپل موټر دروازې تل قلفوه . .
۶۴ ـــ د بښنې ځواک له یاده مه باسه .
۶۵ ـــ د هغو خلکو په اړه ډېر ځیرک او هوښیار واوسه، چې درته وایي، ډېر رښتینی او کمینه یې .
۶۶ ـــ پخوانۍ ملګرتیاوې او دوستیانې یو ځل بیا را تازه کړه .
۶۷ ـــ هڅه وکړه، چې ژوند تل درته پیغام ولري .
۶۸ ـــ خپل د خوښې وړ کتاب یو ځل بیا ولوله .
۶۹ ـــ داسې ژوند وکړه، چې د قبر په شناخته دې ولیکي : هغه څوک چې په خپل ژوند کې له هېڅ څیز څخه پېښمانه نه و .
۷۰ ـــ له خپلو اولادونو سره په نرمه لهجه خبرې وک

Comments

Popular posts from this blog

Introdution of AFGHANISTAN

Afghanistan   i / æ f ˈ ɡ æ n ᵻ s t æ n / ;  Pashto / Dari :  افغانستان ,  Afġānistān ), officially the  Islamic Republic of Afghanistan , is a  landlocked country  located within  South Asia  and  Central Asia . [9] [10]  It has a population of approximately 32 million, making it the  42nd  most populous country in the world. It is bordered by  Pakistan  in the south and east;  Iran  in the west;  Turkmenistan ,  Uzbekistan , and  Tajikistan  in the north; and  China  in the far northeast. Its territory covers 652,000 km 2  (252,000 sq mi), making it the  41st largest  country in the world. SOURECE:wikipedia

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه (۱)                            سوالونه اوځوابونه     (۱)سوال :دارزیابی اونظارت ترمینځ فرق واضیح کړی؟     جواب: (۱)ارزیابی یوه وقفیی پروسه ده اونظارت یوه دوامداره پروسه ده     (۲)ارزیابی دکارپه منځ اواخرکی ترسره کیږی اونظارت دکاردپیل نه شروع کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۲)سوال:یوکارمندڅه وخت اوڅنګه ارزیابی کیږی؟ جواب:یوکارمنددکال په اخرکی ارزیابی کیږی البته ارزیابی یی دکاری پلان پربنادلایحی وظایفومطابق داجرا شوی فعالیتونوموخوته درسیدوپه منظور ترسره کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  (۳)سوال:د(۲۰۰مارک)کانکریټو اجزاولیکی؟ جواب:د(۲۰۰)مارک دکانکریټواجزاعبارت دی(1:1,5:3 )یعنی یوه برخه سیمنټ یوه نیمه برخه شګه اودری برخی کرش یاجغل ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۴)سوال:استنادی دیوالونونه نظرکوموفکتورونو(عوامل...

په سیول انحنیرۍ کې کارېدونکي مخففات. ‏USEFUL CIVIL ENGINEERING ABBREVIATION

په  سیول انحنیرۍ کې کاریدونکي که مخففات.     USEFUL CIVIL ENGINEERING ABBREVIATION په سیول انجینرۍ کې معمولا لاندې مخففات ډير کاریږي. 1) A.A.S.H.T.O  ولایتي لویو لارو ترانسپورت چارواکو امریکايي ټولنه. 2) A.C.I    امریکايي کانکریټ انستیتوت. 3) A.R.E.A اورګاډي امریکايي انجینرانو ټولنه. 4) A.B اسبستو بورډ. 5) AC اسفلټ کانکریټ. 6) A.S.C د کانکریټو مجاز تشنجات. 7) A.S.T.M  د موادو ازمایښت لپاره امریکايي ټولنه . 9) APM د پروژې د مدیر مرستیال. 10)  ‌ B.M بینچ مارک . 11) B.M کږونکی مومنټ. 12)  BLK بلاک جوړ کارونه . 13) BOQ د براورد ورقه . 14) BRW د خښتو استنادي دیوال . 15) BWK د خښتو جوړ کارونه . 16) B.O.F د تهداب لاندې برخه . 17) BHK  د خوب کوټه ،هال ،پخلنځي . 18) C.I.Pipe  چدن پایپ  19) C.I.Sheet  تاو تاو شوې اوسپنیزه تخته (اهن چادر) 20) CL  مرکزي خط . 21) CRW  کانکریټي استنادي دیوال . 22) CBW  کانکریټي بلاک دیوال . 23) CIP  په ساحه کانکریټ اچول . 24) CMU  کانکریټي معماري واحد . 25) CJ  ساختمان...