#ژر_قضاوت_مه_کوئ!
ښوونکي په قهر کتابچه له مېز سره ووهله او چېغه یې کړه:
-دلته راشه!!
ماشوم خپل ځان منظم کړ او د ښوونکي پر وړاندې ودرېد، د ښوونکي له غوسې ډکې څېهرې ته ځیر شو.
ښوونکي ورته بیا په قهر سره وویل:
-څو ځله مې درته ویلي چې، په څیرې او چټله کتابچه کې خط مه لیکه، هاااا!
سهار دې حتماً مور درسره راوله، غواړم ستا ددې بې پروایۍ په اړه خبرې ورسره وکړم.
هلک په زحمت خپل له ژړا ډک ستونی خالي کړ، او ورو یې وویل:
-مـور جانه مې ناروغه ده. له ستوني یې ویني راځي خو پلار مې وویل چې، د میاشتې په اخر کې معاش راکوي، مور به مې روغتون کې بستر کړي، کشرۍ خور ته به مې شیدي واخلي؛ ځکه اوس هره شپه تر سهاره ژاړي.
پلار مې وعده وکړه، که پیسې ورسره پاتې شوې؛ نو ماته به نوې کتابچه هم اخلي، تر څو بیا مجبوره نه شم چې، د مشر ورور له کتابچې پاڼې پرې کړم او لږه لیکنه ورباندې وکړم.
ښوونـــــــکي مخ د تورې تختې خواته کړ او ویې ویل:
-وبخښه کښېنه!
کله چې یې ښه شېبه وروسته له سترګو د اوښکو پردې ایسته شوې؛ نو په غټ خــــط یې د تختې پر مخ ولیکل:
-ژر قضاوت مکوئ!

Comments
Post a Comment