Skip to main content

پاچا او سیاست پوه

کیسه ده، وایي:
یو سړی د یو بادشاه دربار ته راغی او د نوکرۍ طلب یې وکړ. 
پادشاه ترې وپوښتل چې څه قابلیت لرې؟ 
سړي ورته اوویل چې سیاست پوه یم. 

د بادشاه په دربار کې له پخوا لا ډېر سیاست پوهان وو، نو نوموړی ېې د اسونو د طبیلې مسؤل وټاکه، ځکه د طبیلې پخوانی ساتونکی څو ورځې وړاندې وفات شوی وو. 

څو ورځې وروسته بادشاه له نوموړي کس څخه د خپلې خوښې آس باره کې پوښتنه وکړه چې څنګه آس دی..؟

سړي ورته اوویل: نسلي (اصیل) نه دی. 
بادشاه حیران شو، د ځنګلونو مسؤل یې راوغوښت او پوښتنه ېې ترې وکړه..
د ځنګلونو مسؤل ورته اوویل چې آس نسلي دی خو د زېږون په وخت ېې مور مړه شوه، نو روزنه ېې له غواګانو سره شوې او د غوا شیدې ورکړل شوي. 

 بادشاه دغه سړی راوغوښت او ورنه ېې وپوښتل، چې ته څنګه پوه شوې دا آس اصیل نه دی؟ 
سړي ورته اوویل: دا آس چې کله واښه خوري نو د غواګانو په څېر ټیټ سر واښه خوري، حال دا چې اصیل اسونه واښه په خوله کې نیسي او په لوړه غړۍ واښه خوري. 

بادشاه ددې کس له پوهې متآثره شو او ددې کس کور ته یې په تحفه کې غنم، وریژې، غوړي او د مارغانو بهترینه غوښه ور ولېږله. او هم یې د ملکې په محل کې په یو خاص موقف تعین کړ. 
څو ورځې وروسته بادشاه له دې سړي نه د خپلې ملکې په اړه رایه وغوښته..

سړي ورته اوویل چې خوی خصلت ېې د ملکې دی خو شهزادګۍ نه ده. 
د بادشاه له پښو ځمکه وتښتېده، چې کله یې حالت ښه شو نو خپله خواښې یې را وغوښته..
خواښې ېې چې راغله نو بادشاه ورته ټول جریان بیان کړ. 
خواښې یې ورته اوویل چې زما د لور د زېږون په وخت ستا پلار زما د لور غوښتنه ستا لپاره کړې وه، خو زما لور ۶ میاشتې وروسته وفات شوه، نو مونږ ددې لپاره چې شاهي کورنۍ سره نزدې واوسو، د بل چا لور مو فرزندي لویه کړه او تاته مو واده کړه.

بادشاه فوراً دا سړی خپل دربار ته را وغوښت او ترېنه ویې پوښتل چې ته څنګه وپوهېدې چې دا شهزادګۍ نده؟؟

سړي ورته وویل چې ددې ملکې چلن له خادمانو سره له جاهلانو هم بدتر دی. 
حال دا چې اصیله شهزادګۍ مهربانه وي.

بادشاه ددې سړي په عاقلانه ځوابونو خوشاله شو او ددې سړي کور ته په غټه پیمانه خوراکي توکي، اوزې او پسونه په انعام کې ور ولېږل او ورسره ورسره یې نوموړی کس په خپل دربار کې مشاور مقرر کړ. 

ورځې تېرېدې..
یو ورځ بادشاه دا سړی ځان ته وباله او د خپل ځان باره کې ېې ترې پوښتنه وکړه.
سړي ورته وویل: که بادشاه سلامت که زما د سر سلامتۍ وعده راسره کوې نو درته وایم.
بادشاه ورسره وعده وکړه چې نه دې وژنم..

سړي ورته وویل: نه خو ته بادشاه ېې او نه دې خوی خصلت د بادشاهانو دی.

بادشاه ته ډېره غصه ورغله، خو څنګه یې چې وعده کړې وه، نو بخښنه یې ورته وکړه.

بادشاه سیده د خپلې مور خواته ورغی او د خپل ځان په اړه یې پوښتنه وکړه..
مور یې ورته وویل چې: زویه مونږ اولاد نه درلود، نو ته مو له یو شپون څخه را نیولی وې او و مو پاللې.

بادشاه بیا دا سړی خپل ځان ته راوغوښت او په حیرانۍ یې ترې وپوښتل چې ته څنګه پوه شوې؟

سړي ورته وویل: بادشاهان چې کله انعامونه ورکوي نو سره زر، ملغلرې او جواهرات ورکوي.. 
او ته اوزې، پسونه او خوراکي توکي په انعام کې ورکوې.
“دا د پاچا زادګانو خصلت نشي کیدای، بلکه یواځې د شپنو او د هغوی د زامنو کیدای شي.”

نو ریښتیا هم، عادتونه نسلونه ښيي. 
ملګرو! خپل اخلاق، خویونه او عادتونه مو بهتر کړئ، چې له همدې نه ستاسې اصلیت څرګندیږي.
کاموي 

Comments

Popular posts from this blog

Introdution of AFGHANISTAN

Afghanistan   i / æ f ˈ ɡ æ n ᵻ s t æ n / ;  Pashto / Dari :  افغانستان ,  Afġānistān ), officially the  Islamic Republic of Afghanistan , is a  landlocked country  located within  South Asia  and  Central Asia . [9] [10]  It has a population of approximately 32 million, making it the  42nd  most populous country in the world. It is bordered by  Pakistan  in the south and east;  Iran  in the west;  Turkmenistan ,  Uzbekistan , and  Tajikistan  in the north; and  China  in the far northeast. Its territory covers 652,000 km 2  (252,000 sq mi), making it the  41st largest  country in the world. SOURECE:wikipedia

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه (۱)                            سوالونه اوځوابونه     (۱)سوال :دارزیابی اونظارت ترمینځ فرق واضیح کړی؟     جواب: (۱)ارزیابی یوه وقفیی پروسه ده اونظارت یوه دوامداره پروسه ده     (۲)ارزیابی دکارپه منځ اواخرکی ترسره کیږی اونظارت دکاردپیل نه شروع کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۲)سوال:یوکارمندڅه وخت اوڅنګه ارزیابی کیږی؟ جواب:یوکارمنددکال په اخرکی ارزیابی کیږی البته ارزیابی یی دکاری پلان پربنادلایحی وظایفومطابق داجرا شوی فعالیتونوموخوته درسیدوپه منظور ترسره کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  (۳)سوال:د(۲۰۰مارک)کانکریټو اجزاولیکی؟ جواب:د(۲۰۰)مارک دکانکریټواجزاعبارت دی(1:1,5:3 )یعنی یوه برخه سیمنټ یوه نیمه برخه شګه اودری برخی کرش یاجغل ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۴)سوال:استنادی دیوالونونه نظرکوموفکتورونو(عوامل...

په سیول انحنیرۍ کې کارېدونکي مخففات. ‏USEFUL CIVIL ENGINEERING ABBREVIATION

په  سیول انحنیرۍ کې کاریدونکي که مخففات.     USEFUL CIVIL ENGINEERING ABBREVIATION په سیول انجینرۍ کې معمولا لاندې مخففات ډير کاریږي. 1) A.A.S.H.T.O  ولایتي لویو لارو ترانسپورت چارواکو امریکايي ټولنه. 2) A.C.I    امریکايي کانکریټ انستیتوت. 3) A.R.E.A اورګاډي امریکايي انجینرانو ټولنه. 4) A.B اسبستو بورډ. 5) AC اسفلټ کانکریټ. 6) A.S.C د کانکریټو مجاز تشنجات. 7) A.S.T.M  د موادو ازمایښت لپاره امریکايي ټولنه . 9) APM د پروژې د مدیر مرستیال. 10)  ‌ B.M بینچ مارک . 11) B.M کږونکی مومنټ. 12)  BLK بلاک جوړ کارونه . 13) BOQ د براورد ورقه . 14) BRW د خښتو استنادي دیوال . 15) BWK د خښتو جوړ کارونه . 16) B.O.F د تهداب لاندې برخه . 17) BHK  د خوب کوټه ،هال ،پخلنځي . 18) C.I.Pipe  چدن پایپ  19) C.I.Sheet  تاو تاو شوې اوسپنیزه تخته (اهن چادر) 20) CL  مرکزي خط . 21) CRW  کانکریټي استنادي دیوال . 22) CBW  کانکریټي بلاک دیوال . 23) CIP  په ساحه کانکریټ اچول . 24) CMU  کانکریټي معماري واحد . 25) CJ  ساختمان...