ښه سیمنټ څنګه وپیژنو .
سیمنټ چې کیماوي جوړښت یې(4CaO.Al2O3.Fe2O3) د بې سیخه کانکریټو او سیخ لرونکو کانکریټو مهم عنصر دی . سیمنټ په کانکریټو کې د نورو د موادو د نښلونکی مادې په توګه دنده مخ ته وړي . په خپله د سیمنټو په جوړښت لویه برخه چونه یا کلسیم اکساید ده چې کابو ۷۰ سلنه ونډه یې جوړوي .
سیمنت کابو ۶۵۰۰ کاله له میلاد وړاندې د لومړي ځل لپاره په مصر او یونان کې کارول شوي دي،خو دهغه وخت سیمنټ ددننې بڼې په شان نه وو بلکي یواځې چونه او ځینې نور مواد به یې په ساده شکل سره ګډول .د سیمنټو اوسنۍ بڼه په اتلسمه پیړۍ (۱۸۲۴)کې د برطانې د پورتلند په سیمه کې د یو کس لخوا چې جوزف اسپډن نومیده کشف شول .
د سیمنټو دکارولو په وخت د هغو کیفیت ته پام کول اړین دي ،ځکه خراب سیمنت کارول داسې دي لکه خاوره چې له شږي او جغل سره ګډه کړای شي .د ښو سیمنټو پیژندل دومره ګران کار هم نه دی او کولی شو د سیمنټو کیفیت په ساحه کې د یو شمیر اسانه ازموینو په ترسره کولو سره مالوم کړو.
ځینې هغه ازموینې په لاندې ډول دي ،
د رنګ ازموینه ،د لوټو شتون ،درغلي،د تودوخې ازموینه ،د لامبو ازموینه ،د مقاومت مالومولو ازموینه ،د نښتلو ازموینه د بسته کولو نیټه .
1.د رنګ ازموینه .Color test
د یوې بوجۍ ټول سیمنټ باید یو شان خړ رنګ ولري له روښانه شین سیوری ورته رنګ سره .
2.د لوټو شتون .Presence of lumps
سیمنت باید هیڅ ډول سختې لوټې ونه لري،سیمنټ هغه وخت لوټه لوټه کیږي چې له اتوموسفیر څخه یې نم اخستی وي .که د سیمنټو پّه کومه بوجې کې داسې لوټې شتون ولري باید ونه کارول شي .
3.درغلۍ ازموینه . Adulteration test
سیمنټ چې کله دلاس دګوتو په منځ کې ونیول شي باید زیږوالی ونه لري ،که کوم زیږوالي حس شو نو دا په دې مانا ده چې په سیمنټو کې درغلی شوې او شږه ورسره کډه کړای شوې ده .
4.د تودوخې ازموینه .Temperature test
که د سمینټو په بوجې یا د هغو په ډيرۍ کې لاس ننویستل شي نو هغه باید ګرم نه وي ،او نیمه یخ وي .
5.د لامبو ازموینه .Floating tests
د لامبو د ازموینې لپاره یو اندازه سیمنټ را واخلۍ او د اوبو په ډک سطل کې خوشي کړي ،نو ښه سیمنټ هغه دې چې سمدستي د سطل تل ته کینوځي بلکې له بیخ ته له کیوتو وړاندې باید د اوبو په مخ لامبو وکړي .
6.د نښتلو ازموینه .Setting test
ددې ازموینې لپاره لږه اندازه یوآځې سیمنټ له اوبو سره خیشته کړۍ او بیا له لږ سخیتدو وروسته د یو ښیښه یی ټوټې په مخ د څلور ویشت ساعتو لپاره په اوبو کې کیږي .څلورویشت وروسته باید دا سخت شوي وي خو درزونه یې نه وي کړي .
7.د سیمنټو مقاومت مالومولو ازموینه:Strength test
د سیمنټو د مقاومت د مالومولو لپاره له سیمنټو څخه یو بلاک جوړ کړۍ چې ۲۵ ملي متر پلن ۲۵ ملي متر لوړ او ۲۰۰ ملي متر اوږود وي ،او دا سیمنټی بلاک د اوو ورځو لپاره په اوبو کې کیږدۍ ،له اوو ورځو وروسته یی راوخلۍ په داسې اتکاو یې کیږدۍ چې تر منځ واټن یې ۱۵ سانتي متره وي بیا ورباندې ۳۴ کلیو ګرامه بار کیږدۍ ،سیمنټی بلاک باید د یاد بار لاندې مات نشي او نه هم کوم درز وکړي .
8.:د بسته کولو نیټه .Date of packing
د سیمنټو مقا ومت د وخت په تیریدو سره کمیږي .ځکه نو د سیمنټو د تولید نیټه باید چک شي ،په ټوله کې تولید شوي سیمنټ باید د ۹۰ ورځو په دننه کې وکارول شي
Comments
Post a Comment