Skip to main content

د کامیابه خلکو عادتونه

د کامیابه خلکو عادتونه

۱- سهار وختې جګیدل.
سهار پنځه یا شپږ بجۍ جګیږي، تر څو ورځې ته اضافې دري یا څلور ساعتونه ورکړی، په جاې د دې چی سهار لس یا یولس بجې راجګ شی.
په دې ډول وجود (Body) او ذهن (Mind) یی تازه او له انرژې څخه ډک وي.

۲- خپله ناکامې په کامیابې بدلول.
ناکامې، غلط فهمې او لویدل د زوند برخي دي، که یو شخص یی وغواړی او که نه، واقع کیږي. مهمه لویدل نه، بلکه بیرته پورته کیدل دی.
 پورتني اشخاص د خپلي ناکامې، غلط فهمې او لویدنې څخه زده کړه کوي، او همدا زده کړه یی استاد او تجربه ګرځي. کامیابې له ناکامې زده کیږي. ناکامې مو باید مات نه، بلکه نور هم غښتلی کړي.

۳- کاپی کول/تقلید کول/پیښی کول
کامیابه خلک په قطیو کی (Living in the box) نه، بلکه له قطیو څخه دباندې (Out of box)زوند کوي.
ځیني خلک تل کوښښ کوي چې خپل ملګری/دوست/آشنا/سیال کاپې کړي، تر څو هغوي ته ځان لوړ ښکاره کړي. د خپل تربور/سیال/همزولی څخه بهتره ده چې یو اشخاص خپل آیډیال/معلم/ستندرد خلک کاپی کړي.
یو عمل په ۹۹ مختلفو طریقو سرته رسولي‌ شي، مه خپل احساساتو ته صدمه رسوئ او مه د بل.

۴- هره ورځ مطالعه کول.
ټول کامیابه خلک مطالعه کوي، ځکه مطالعه او کامیابې سره تړلي دي.
د مطالعې په واسطه یو شخص ، حالات څیړی، علم لاسته راوړی، او له روحی فشار څخه ځان خلاصوي.
د هغو اشخاصو مطالعه بهتره وې چې لیسانس او یا له لیسانس څخه پورته زده کړي ولری.

۵- پیسی مصرفول
اصل سرمایه ګذارې یو شخص باید په خپل ځان او پر خپلو اولادونو وکړي، هغه هم د علم، ښوونځی، پوهنتون او کتاب په شکل. که چیرې سل افغانې مو پیدا کولی، پنځوس په خپل علم مصرف کړئ، تر څو د پاتې پنځوسو افغانیو اداره در وښيي.

۶- قربانی ورکول
هیڅ شې په تیاره نه راځي، زوند هر چیرته سخت دي. که تعلیم کوي، که لوبی کوي، که تجارت کوي، او یا هم مسافری کوي. هم به د خپل وخت قربانی ورکوي، هم د پیسو او هم د خپلی مینی (اولاد، میرمن، مور او پلار، وقت، پیسی،انرژی، راحت، سکون).

۷- کتاب لیکل
هر شخص نړۍ ته له خپل نظره ګوري، نو ځکه هم هر شخص له بل څخه مختلف دي. کامیابه اشخاص تل له نورو سره هم نظره نه وی، بلکه د خپل نظر خاوندان وي. ځکه تل کوښښ کوي چی د خپلو تجربو/فکرونو/تحلیلونو په اړه کتاب ولیکي.

۸- کافی وخت لرل
په ورځ کې ۲۴ ساعته، په هفته کی ۱۶۸ ساعته، په میاشت کی ۷۳۰ ساعته او په کال کی ۸۷۶۰ ساعتونه، کافې وخت دی چې یو شخص، خپل پلانونه پرمخ یوسی، لکه (تعلیم، سپورت، میله، چکر، تجارت). په نړۍ کې دسې کار نشته چې یو شخص یی و نه شي کولاي. هره ورځ تمرین نه شی کولي، په هفته کې یی دري ورځي وکړي، که نه یی په میاشت کې یی څو ځل وکړي.

۹- په خپله ترقی کارکول.
کامیابه خلک خپله غلطیانی په ډیر ساده ډول تشخیص او بیا یی اصلاح کوي، (نه د خپلو غلطیانو چاته وایي او نه د خپلو اهدافو، بلکه په ډیرې آرامې او هوښیارې سره یی اصلاح کوي). تل نوی علمی لیکنی لولي، نوی تخنیکونه زده کوي، د حل نوي لاري لټوي او د زوند په رازونو ځانونه پوهوي.

۱۰- شبکوی اړیکی (Networking):
له علمی خلکو، ممکنه کارکونکو او کامیابه شخصیتونو سره په اړیکو کې وي.

۱۱- تمرین کول
سالم فزیکی وضعیت، تازه دماغ او پاک احساسات باید هر شخص په هر وخت کی ولري.
یو شخص باید د ورځی تقریباً له یو ساعت څخه تر یو نیم ساعت پوری تمرین وکړي.
کامیابه شخص باید په یوه هفته کې پنځه ځلي او یا هم په اوسط ډول په هفته کې دري ځلی تمرین وکړي.

۱۲- روحی فشار لری کول
کامیابه اشخاص سالم خوراک کوي، خپل خوب پوره ساتي او کاری تقسیم اوقات یی، له کورنۍ تقسیم اوقات څخه مختلف وي، دواړو ته په سالم ډول ځان رسولي شی.

Comments

Popular posts from this blog

د الوتکې جوړښت

د الوتکې جوړښت Aircraft – الوتکه د هوا په ملاتړ الوت کوونکې تنې ته الوتکه وایي. د جاذبې له قوې څخه د خلاصون لپاره د اېرفوېل ډاینامیک لفټ او یا ستاتیک لفټ کاروي، ځینې حالتونو کې جېټ ماشین څخه لاندې لور ته فشار کاروي. د الوتکې بېلګې بالون، ایرو ستات، هوایي بېړۍ، پاراموټور او ګلایډرونه دي. هوا کې د الوتنې فعالیت یا مسلک ته (aviation) وایي او ساینس ته یې (aeronautics) نوم اخلي په دې ساینس کې د الوتکو طرحه کولو او جوړونه مطالعه کیږي. Empennage – د الوتکې لکۍ په انګرېزۍ کې د الوتکې لکۍ ته (tail or tail assembly) نومونه هم اخلي. د الوتکې په وروسته برخه کې یو جوړښت دی, د الوتنې پر وخت په الوتکه کې ثبات رامنځته کوي لکه په غشي کې د غشي لکۍ د غشي په سیده تګ کې مرسته کوي او هوا نه پرېږدي چې د غشي لوری کوږ کړي یا انحراف ورکړي همداسې د الوتکې لکۍ په الوتکه کې ورته رول لري. د (Empennage) لفظ د فرانسوۍ ژبې له (empenner) څخه اخیستل شوی او مانا یې د غشي په پای یا لکۍ کې د لکۍ په توګه بڼکې نصب کول دي. ډېرې الوتکې په لکۍ کې عمودي او افقي برخې لري، یادې برخې د ثبات رامنځته کوون...

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه (۱)                            سوالونه اوځوابونه     (۱)سوال :دارزیابی اونظارت ترمینځ فرق واضیح کړی؟     جواب: (۱)ارزیابی یوه وقفیی پروسه ده اونظارت یوه دوامداره پروسه ده     (۲)ارزیابی دکارپه منځ اواخرکی ترسره کیږی اونظارت دکاردپیل نه شروع کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۲)سوال:یوکارمندڅه وخت اوڅنګه ارزیابی کیږی؟ جواب:یوکارمنددکال په اخرکی ارزیابی کیږی البته ارزیابی یی دکاری پلان پربنادلایحی وظایفومطابق داجرا شوی فعالیتونوموخوته درسیدوپه منظور ترسره کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  (۳)سوال:د(۲۰۰مارک)کانکریټو اجزاولیکی؟ جواب:د(۲۰۰)مارک دکانکریټواجزاعبارت دی(1:1,5:3 )یعنی یوه برخه سیمنټ یوه نیمه برخه شګه اودری برخی کرش یاجغل ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۴)سوال:استنادی دیوالونونه نظرکوموفکتورونو(عوامل...

Introdution of AFGHANISTAN

Afghanistan   i / æ f ˈ ɡ æ n ᵻ s t æ n / ;  Pashto / Dari :  افغانستان ,  Afġānistān ), officially the  Islamic Republic of Afghanistan , is a  landlocked country  located within  South Asia  and  Central Asia . [9] [10]  It has a population of approximately 32 million, making it the  42nd  most populous country in the world. It is bordered by  Pakistan  in the south and east;  Iran  in the west;  Turkmenistan ,  Uzbekistan , and  Tajikistan  in the north; and  China  in the far northeast. Its territory covers 652,000 km 2  (252,000 sq mi), making it the  41st largest  country in the world. SOURECE:wikipedia