پلان جوړونه Planning
د پلان جوړولو مفهوم:
انسانان د پرمختګ په لوري په حرکت کې په تدريج سره د پلان جوړولو په ضرورت پوه شوي دي او دا يې د ټولنيزو نظامونو په مديريت او رهبرې کې د يو وسيلې پتوګه د پام وړ ګرځولى دي.
ادارې او موسسات نن صبا دومره پيچلې شوېدې چې بې له دقيقې پلان جوړونې څخه د دوام امکان نلرې، پلان جوړول د راتلونکو فرصتونو او تهديدونو څخه خبريدل او د هغوې سره د مخ کيدو د طريقې پيش بينې ده.
د پلان جوړولو اهميت او ضرورت:
• پلان جوړول د مديرانو له مهمو وظايفو څخه دي او د دوې له ټولو کارونو سره ارتباط لرې.
• د ادارې اهدافو نه علاوه د شخصې اهدافو او کارونو لپاره هم پلان جوړول ضرورې دې بې له دې چې کار کم دې يا زيات بايد چې پلان ورته جوړ شې.
• ادارې ددې لپاره پلان جوړوې ترڅو د خپلو محدودو منابعو څخه خپل ضروريات پوره کړې او له انحرافاتو څخه وژغورل شې.
د پلان جوړولو تعريف
پلان جوړول مختلف تعريفونه لري چې ځينې يې په لاندې ډول دې:
پلان جوړول د يو لړ معلومو فعاليتونو د تر سره کولو لپاره يو ډول تعهد دې
پلان جوړول د يو هدف د تعين څخه عبارت دې چې د لاسته راوړلو لارې يې پکې پيش بينې کيږې
پلان جوړول له تصميم نيونې څخه عبارت دې چې څه بايد ترسره شې
پلان جوړول د مطلوبه وضعيت د پيژندلو او د هغې د ترلاسه کولو لپاره د لارو او وسايلو پيش بينې کولو څخه عبارت دي
پلان جوړول د يو لړ فعاليتونو د طراحې څخه عبارت دي چې د يو وضعيت يا موضوع د تغير پخاطر پيش بينې کيږې
د پلان جوړولو هدف
په عمومې توګه د هرې پلان جوړونې اهداف عبارت دې له:
• د فعاليتونو د تنظيم له لارې هدف ته د رسيدلو د امکان زياتوالې
• په فعاليتونو کې د بې ځايه مصارفو د مخنيوې له لارې د اقتصادې ګټو زياتوالې
• د مقاصدو د لاسته راوړلو په لارو باندي تمرکز او له انحراف څخه ځان ساتل
• د کنترول لپاره د توکو برابرول
د پلان جوړولو لومړيتوبونه
پلان جوړول د مديرانو په ټولو کارونو کې لمړيتوب لرې، کچيرې وغواړو د مديرانو وظايف د لمړيتوب له نظره وګورو نو پلان جوړول د هغوې په سره کې راتلاې شې.
د پلان جوړونې ډولونه
ستراتيژيکه پلان جوړونه
عملياتې يا اجرايوې پلان جوړونه
تخصصې پلان جوړونه
ستراتيژيکه پلان جوړونه
ستراتيژيکه پلان جوړونه د منظمې پروسې په جريان کې صورت نيسې په لاندې پړاونو کې:
• د ماموريتونو تعينول، اوږد مهالې اهداف او د ادارې رسالتونه
• د اوږد مهاله اهدافو تفکيک او تجزيه د لنډ مهاله اهدافو په قالب کې
• د تګ لارو تدوين او تنظيم او د بشپړه پاليسيو نيول
• د عملياتې پلانونو طرحه او تنظيم
عملياتې يا اجرايئوې پلان جوړول
د عملياتې پلان جوړولو پړاونه عبارت دې له:
• د لنډ مهاله پروګرامونو تدوين( د بوديجې تنظيم او وخت تعينول)
• د معيارونو تعينول او د عملياتو لپاره د مصارفو مطالعه
• د پروګرامونو ارزيابې او د انحرافاتې مواردو ټاکل
• په پروګرامونو کې تجديد نظر
تخصصې پلان جوړول
کله کله مديران خپل د تخصصې ماهيت لرونکو وظايفو د اجراء لپاره پلان جوړوې لکه
توليدې پلان جوړونه
توليدی پلان جوړول د ضرورتونو د تعين، د سامان الاتو تهيی، د محصولاتو د توليد او د انسانی ځواک تربيه کولو لپاره صورت نيسی، سره لدی چی د بازار تقاضا او د ټولنی د پيش بينی شوی ضرورتونو ته توجه وشی.
د توليدی پلان جوړولو او کنترول ځينی اهداف په لاندی ډول دی:
• په اداره کې د توليد د ظرفيت او وخت تر منځ د هماهنګى رامنځته کول سره لدې چې د محصول په اړه ترلاسه شوي غوښتنې په نظر کې ونيول شې.
• د کارکونکو او وسايلو د بيکارۍ وخت د امکان تر حده راټيټول
• په مناسب وخت کې د ضرورت وړ موادو او وسايلو تهيه کول
• د موجوده منابعو نه په استفادې سره د امکان تر حده د ابتکاراتو رامنځته کول
• په ټولو واحدونو کې د محصول ورته والې
• د توليدې فعاليتونو د ترسره کولو لپاره د مناسبو کړنلارو ترتيبول ترڅو مديران د خپلو دفترې کارونو سره سره د کارکونکو د ظرفيت لوړولو لپاره کار وکړې
• د موجوده وضعې څخه د خبرولو لپاره مديرانو ته د راپور وړاندې کول
د انسانی ځواک پلانول
• د ضرورت وړ افرادو د تعداد تعين
• اداره د راتلونکې لپاره د کارکونکو د انتخاب، تربيي، ترفيع او تقاعد لپاره پلان جوړوي ترڅو وکولاې شې ددې پر بنسټ د تسهيلاتو او وسايلو لپاره پيش بينې وکړې.
مالې پلان جوړول
په مالې پلان جوړولو کې د مصارفو براورد، درامد، د مالې منابعو تعين او د ادارې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د هغې مصرفول راځې.
د پلان جوړولو لپاره مختلفې ستراتيژۍ
• له داخل څخه بيرون ته او له بيرون څخه داخل ته پلان جوړول
• له پورته څخه ښکته او له ښکته څخه پورته پلان جوړول
• د هدف پر بنسټ پلان جوړول
• د استثنآتو پربنسټ پلان جوړول
• اضطرارې پلان جوړول
• اقتصادې پلان جوړول
له داخل څخه خارج ته او له خارج څخه داخل ته پلان جوړول:
• له داخل څخه خارج ته په پلان جوړولو کې په هغه فعاليتونو باندې تمرکز کيږې چې اداره يې په حاضر وخت کې ترسره کوې او کوشش کيږې چې په ډيره ښه توګه اجراء شې.
• له خارج څخه داخل ته پلان جوړولو کې لمړې خارجې چاپيريال تحليليږې ترڅو له فرصتونو څخه تر ممکنه حده استفاده وشې.
له پورته څخه ښکته او له ښکته څخه پورته پلان جوړول:
پدغه طريقه کې لمړې د لوړې سطحې مدير اساسې اهداف ټاکې او د ټيټې سطحې مديرانو ته امکان برابروې ترڅو د عمومې اهدافو په چوکاټ کې خپل پروګرامونه جوړ کړې، او پداسې ډول له ښکته څخه پورته پلان جوړول صورت نيسې او عملياتې شکل غوره کوې.
له پورته څخه ښکته او له ښکته څخه پورته پلان جوړول د شرايطو مطابق هم ګټې او هم نواقص لرې.
د هدف او نتيجې پر بنسټ پلان جوړول:
ددې طريقې په اساس لمړې د ادارې مهم مسايل مشخص کيږې او وروسته بيا د ټولو څانګو کارکونکو ته اهداف کيښودل کيږې او د فردې او ادارې اهدافو د ترکيب لپاره تلاش کيږې چې دا د کارکونکو په روحيې ښه اغيزه کوې او د ادارې د عمومې اهدافو د ترلاسه کولو لپاره متعهد کيږې
د هدف پر بنسټ د پلان جوړولو او مديريت ګټې:
• د کارکونکو او مديرانو ترمنځ د روابطو پراخوالې
• د کار او د وظايفو د اهميت په اړه د مديرانو او کارکونکو د توافق رامنځته کيدل
• د انسانې منابعو څخه ښه کار اخيستل
• د انسانې منابعو د ظرفيت او مهارت لوړيدل
• د اهدافو د لاسته راوړلو لپاره د کارکونکو د تعهد زياتيدل
• د کارکونکو د کړنو د ارزيابې لپاره د معيارونو ښه والې
• د کارکونکو لخوا د په اداره کې د استعداد ښودل او نوښتونو رامنځته کيدل
• په اداره کې د پلان جوړولو د پروسې پرمختګ
ددې طريقې نواقص:
• د ډير وخت نيول
• په ليکنو په مستندوالې باندې ډير زيات تاکيد
• دهغه اهدافو د تعديل د امکان نشتوالې چې په اجراء کې يي عملې کيدل سخت ښکارې
• د کار د پيشرفت لپاره د هدايت ورکونکو او نظارتې سيستمونو ورکيدل
د استثنآتو پر بنسټ مديريت اوپلان جوړول
ددې طريقې پر بنسټ بايد د اهدافو د تعين څخه وروسته د منابعو په معلومولو او د عملياتې شاخصونو په تعينولو باند ي اقدام وکړې شې او د څانګو مسولينو ته د کارونو د ترسره کولو طريقه وښودل شې.
پدې ترتيب سره مسولينو ته د کار کولو ابتکار په واک کې ورکول کيږې، لوړ پوړې مديران هغه وخت مداخله کوې کله چې د مسولينو لخوا د پيش بينې شوو اهدافو څخه انحراف رامنځته کيږې.
اضطرارې پلان جوړول:
ددې طريقې په بنسټ پيښې او شرايط پيش بينې کيږې او مناسب عکس العملونه او ځوابونه ورته په نظر کې نيول کيږې.
اقتضائې پلان جوړول:
دغه پلان جوړول په فکر باندې ولاړ وي مخکې له عمل څخه، هر څومره چې د پلان جوړولو محيط نا مطمين وې نو همدومره د فرضياتو او پيش بينيو نا مناسب کيدلو احتمال هم وې.پداسې مواردو کې په دوامدار ډول سره غير منتظره پيښې او مسايل مخې ته کيږې او په نتيجه کې په پلان جوړولو کې تغير راوستل ضرورې کوې.
نو ددې لپاره بايد د پلان جوړولو پوخت کې داهم پيش بينې شې چې که کارونه پدې ډول پرمخ ولاړ نشې نو څه تغيرات په پروګرام کې راوستل شې تر څو ددې ځاي ونيسې.
په اقتضائې پلان جوړولو کې د اجراء وړ مختلف انتخابونه پيژندل کيږې او په هغه صورت کې چې د اصلې پروګرام اعتبار د محيطې تغيراتو په دليل کميږې نو يو له دغه انتخابونو څخه کيداې شې د اجراء وړ وې او د هغې ځاې وني
د پلان جوړولو عمده مرحلې:
د موجوده اړتياو پيژندل ( فرصتونه او محدوديتونه)
د اهدافو تعينول
د ضرورې فعاليتونو لپاره د اطلاعاتو ترلاسه کول
د اطلاعاتو تحليل او طبقه بندى
د راتلونکې وضعيت د پيش بينۍ پر بنسټ د فرضياتو وړاندې کول
د بديلونو لټول
د مختلفو بديلونو ارزيابې
د مناسب بديل انتخابول
د فرعې او حمايتې پروګرامونو تدوين
د فعاليتونو د تسلسل تنظيمول او د مهال ويش جوړول
پلان جوړولو ته اغيزه ورکونکې:
د فعاليتونو زمانې تقدم
هم غږې او اړيکې
يو ځاې کار کول
د شرايطو اماده کول
د پروګرام د اجراء موده:
پروګرامونه بايد داسې ترتيب او تنظيم شې چې په هغه ټاکلې زمانې محدوده کې د اجراء امکان ولرې.
په پروګرام کې د بدلون منلو ارزښت:
پروګرامونه بايد داسې طرحه کړو چې بدلون منونکې وې، مګر د بدلون لګښت بايد د پروګرام د ګټې څخه زيات نه وې.
په کاميابه پلان جوړولو کې عمده ستونزې:
• له عالې مديرانو څخه نورو مديرانو ته د پلان جوړولو د وظيفې کامله سپارښتنه
• په اجرائيوې کارونو کې له حده زيات مصروفيت
• د اهدافو په پوره ډول سره نه مشخصيدل
• د اطلاعاتوغيرمنظم طبقه بندې او تحليل
• د اجرائيوې مديران ګډون نه کول
• د پروګرام د ارتباط نشتوآلۍ د کړنو له ارزيابۍ سره
• د پروګرام زياته پيچلتيا
• په پروګرامونو باندې بيا کتنه نه کول
• په خپل ځان تکيه لرل
کاپي:
افغانستان دمدنی ټولنی مجتمع
Afghan Civil Society Forum
loading...
loading...
Comments
Post a Comment