Skip to main content

Northrop Grumman B-2 Spirit

لمړی نوم یې (Northrop B-2 Spirit) وو وروسته (Northrop Grumman B-2 Spirit) ته بدل شو. د (Stealth Bomber) په نامه هم پېژندل کیږي. د متحده ایالتونو درنده ستراتیژیکه بم غورزونکې الوتکه ده. د غلا تګ کوونې لپاره ټکنالوجي پکې کارېدلې او په هغو ځایونو برید کوي چې د الوتکو ضد ګڼ توغندي پکې نصب وي او یا هم نورې الوتکې د هوا دفاع کوي په همدې سیمه ستراتیژیکه بم غورزونه ترسره کوي.
 
رول یې دروند بمبار او ستراتیژیک بمبار دی. جوړونکی شرکت یې (Northrop Corporation, Northrop Grumman) دی. لمړۍ الوتنه یې په ۱۹۸۹ کې د جولای په ۱۷ نېټه کړې. د متحده ایالتونو د پوځ لخوا یې کارونه په ۱۹۹۷ کې د جنوري په لمړۍ نېټه پیل شوې. د ۱۹۸۷ – ۲۰۰۰ کلونو ترمنځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۲۱ دی.
 
له ۵۰۰۰۰ فټه لوړې ارتفاع عملیات کولای شي. په ټانکیو کې په خپلو تیلو تر ۶۹۰۰ کیلومتره پورې الوتنه کولای شي خو که هوا کې له بلې الوتکې تیل واچوي نو تر ۱۲۰۰۰ کیلومتره پورې الوتنه کولای شي. د غلا تګ کوونې ټکنالوجي یې له (Lockheed F-117 Nighthawk) الوتکې وروسته د نړۍ په کچه دوېمه ټکنالوجي ده او نورې الوتکې یې وړتیا نلري. د کارونې لمړۍ موخه یې اټومي بم غورزونه ده او د سړې جګړې پر مهال له شوروي اتحاد څخه د متحده ایالتونو د دفاع لپاره جوړې شوې وې. د متحده ایالتونو پوځ یې له ۱۹۹۷ کاروي او په لمړي ځل یې بم غورزونه په ۱۹۹۹ کې په کوسوو کې کړې وروسته په عراق، افغانستان او لیبیا کې د غیرې اټومي بمونو غورزونې لپاره وکارېدلې.
 
مشخصه تنه نلري او دوه پیلوټان یې په وزرو کې وي دې ډول الوتکې ته انګریزۍ کې (flying wing) الوتکه وایي. هایډورجن بم او عام بمونه په خپل ځان کې وړلای شي. تر ۲۳۰ کیلو ګرامه پورې د هدایت کېدو وړ بمونه او تر ۱۱۰۰ کیلو ګرامه پورې اټومي بم غورزولای شي.
 
د جوړونې د پروژې نوم یې (Advanced Technology Bomber ATB) دی او د متحده ایالتونو د ولسمشر جیمي کارټر په وخت کې پیل شوه. جیمي کارټر چې د دې الوتکې له فعالیت څخه چې کومې تمې لرلې لامل شوې چې د بلې الوتکې (B-1A bomber) جوړونه ودروي. د اې بي ټي پروژې رېګن په وخت کې هم دوام وکړ خو نندارې ته وړاندې کېدو کې ناوخته شوه او له همدې امله بېرته (B-1A bomber) پروژې ادامه پیدا کړه. په ۱۹۹۷ کې د یوې الوتکې د جوړېدو لګښت تقریبا ۷۳۷ میلیونه ډالر وو خو د نورو چارو بشپړونې سره یې لګښت ۹۲۹ میلیونه ته لوړ شو په نور لګښت کې کې د الوتکې سافټویر، مجهز کول او پرزې شاملې دي. په همدې کال یې ازموینې او انجنیري د الوتکې قیمت ۲.۱ بیلونه ته لوړ کړ.
 
په الوتنې او جوړونې دواړو یې لوی مصرف د متحده ایالتونو په کانګریس کې پروژه جنجالي کړه. په ۱۹۸۰ کې سړه جګړه پای ته ورسېده او دې الوتکو ته د متحده ایالتونو اړتیا کمه شوه او له همدې امله د متحده ایالتونو حکومت له خپل شرکت سره د ۱۳۲ الوتکو تړون ۲۱ الوتکو ته راکم کړ. په اوس وخت کې یې د متحده ایالوتونو هوایي ځواک کاروي او د کارونې موده یې تر ۲۰۳۲ اټکل شوې.
 
د ۱۹۷۰ لسیزې په منځ کې د الوتکو طرحه کوونکو دا زده کړل چې په هوا کې دجنګ کوونکو الوتکو او د توغندیو مخه ونیسي د ۱۹۷۰ لسیزې همدې ټکنالوجي ته نن (stealth) نوم اخلي. د الوتکو طرحه کوونکو فکر کړی وو چې داسې الوتکه جوړه کړي چې تنه یې د رادار سګنالونه یا منحرف کړي او یا یې خپل ځانته جذب کړي او د جذب یا منحرف شوو سګنالونو ډېره کمه برخه بیرته رادار ته ولاړه شي. داسې الوتکه یې جوړول غوښتل چې په رادار تکیه کوونکې وسلې یې نشي ویشتلای خو له دې پرته نور داسې څه موجود وو چې الوتکه پرې لیدل کیدای شوه لکه په سترګو لیدنه، په انفرارېډ سکېنر لیدنه او په اکوسټیک لوکېټر لیدنه خو په دې الو باندې یوازې هغه الوتکه لیدل کیدای شي چې ټیټه الوتنه کوي په ځانګړې توګه د شپې لخوا پرې هېڅ نه لیدل کیږي.
 
په ۱۹۷۴ کې د متحده ایالتونو (DARPA) د همدې چارې لپاره دوه شرکتونه په نظر کې ونیول یو یې (Northrop) او بل یې (McDonnell Douglas) وو. په دې چاره کې د متحده ایالتونو (Lockheed) شرکت هم تجربه لري ځکه چې د (Lockheed A-12 and SR-71) الوتکې یې د غلا تګ کوونې ځانګړنې لري. د غلا تګ کوونې لپاره یې داسې کمپیوټر مادلز جوړ کړل چې په هوا کې د رادار سګنالونه پیدا کوي او له هغې هوا سره یې توپیر کولای شي چې د رادار سګنال پکې نه وي. بلاخره تر ۱۹۹۷ پورې یې مختلف ډوله د غلا تګ کوونکې الوتکې خپل هوایي ځواک ته سپارلې وې. او د وخت له تېرېدو سره یې په دې ټکنالوجۍ کې ښه والی رامنځته کړی وو.
 
پیلوټان : دوه
اوږدوالی : ۲۱ متره
د وزرو پراخوالی ۵۲.۴ متره
لوړوالی : ۵.۱۸ متره
د وزرو سطحه : ۴۷۸ مترمربع
د خالي الوتکې وزن : ۷۱۷۰۰ کیلو ګرامه
له تجهیزاتو سره وزن : ۱۵۲۲۰۰ کیلوګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۱۷۰۶۰۰ کیلوګرامه
د تیلو ظرفیت : ۷۵۷۵۰ کیلو ګرامه
څلور ماشینونه لري : General Electric F118-GE-100 non-afterburning turbofans, 17,300 lbf (77 kN) thrust each
سرعت : په یوه ساعت کې ۱۰۱۰ کیلو متره
 
وسلې
په داخلې د ۲۳۰۰۰ کیلو ګرامه بمونو لپاره ځای
 
Mk-82, GBU-38 class bombs
CBU class bombs
Mk-84, GBU-31
B61 or B83 nuclear bombs
AGM-154
AGM-158
Air-to-Surface Standoff Missile >>> JASSM
B-2 Spirit (cropped)
Image by Staff Sgt. Bennie J. Davis III
B-2 Spirit 050404-F-1740G-001
Fueling the Spirit. Image by U.S. Air Force / Master Sgt. Val Gempis
NORTHROP B-2

Comments

Popular posts from this blog

د الوتکې جوړښت

د الوتکې جوړښت Aircraft – الوتکه د هوا په ملاتړ الوت کوونکې تنې ته الوتکه وایي. د جاذبې له قوې څخه د خلاصون لپاره د اېرفوېل ډاینامیک لفټ او یا ستاتیک لفټ کاروي، ځینې حالتونو کې جېټ ماشین څخه لاندې لور ته فشار کاروي. د الوتکې بېلګې بالون، ایرو ستات، هوایي بېړۍ، پاراموټور او ګلایډرونه دي. هوا کې د الوتنې فعالیت یا مسلک ته (aviation) وایي او ساینس ته یې (aeronautics) نوم اخلي په دې ساینس کې د الوتکو طرحه کولو او جوړونه مطالعه کیږي. Empennage – د الوتکې لکۍ په انګرېزۍ کې د الوتکې لکۍ ته (tail or tail assembly) نومونه هم اخلي. د الوتکې په وروسته برخه کې یو جوړښت دی, د الوتنې پر وخت په الوتکه کې ثبات رامنځته کوي لکه په غشي کې د غشي لکۍ د غشي په سیده تګ کې مرسته کوي او هوا نه پرېږدي چې د غشي لوری کوږ کړي یا انحراف ورکړي همداسې د الوتکې لکۍ په الوتکه کې ورته رول لري. د (Empennage) لفظ د فرانسوۍ ژبې له (empenner) څخه اخیستل شوی او مانا یې د غشي په پای یا لکۍ کې د لکۍ په توګه بڼکې نصب کول دي. ډېرې الوتکې په لکۍ کې عمودي او افقي برخې لري، یادې برخې د ثبات رامنځته کوون...

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه (۱)                            سوالونه اوځوابونه     (۱)سوال :دارزیابی اونظارت ترمینځ فرق واضیح کړی؟     جواب: (۱)ارزیابی یوه وقفیی پروسه ده اونظارت یوه دوامداره پروسه ده     (۲)ارزیابی دکارپه منځ اواخرکی ترسره کیږی اونظارت دکاردپیل نه شروع کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۲)سوال:یوکارمندڅه وخت اوڅنګه ارزیابی کیږی؟ جواب:یوکارمنددکال په اخرکی ارزیابی کیږی البته ارزیابی یی دکاری پلان پربنادلایحی وظایفومطابق داجرا شوی فعالیتونوموخوته درسیدوپه منظور ترسره کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  (۳)سوال:د(۲۰۰مارک)کانکریټو اجزاولیکی؟ جواب:د(۲۰۰)مارک دکانکریټواجزاعبارت دی(1:1,5:3 )یعنی یوه برخه سیمنټ یوه نیمه برخه شګه اودری برخی کرش یاجغل ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۴)سوال:استنادی دیوالونونه نظرکوموفکتورونو(عوامل...

Introdution of AFGHANISTAN

Afghanistan   i / æ f ˈ ɡ æ n ᵻ s t æ n / ;  Pashto / Dari :  افغانستان ,  Afġānistān ), officially the  Islamic Republic of Afghanistan , is a  landlocked country  located within  South Asia  and  Central Asia . [9] [10]  It has a population of approximately 32 million, making it the  42nd  most populous country in the world. It is bordered by  Pakistan  in the south and east;  Iran  in the west;  Turkmenistan ,  Uzbekistan , and  Tajikistan  in the north; and  China  in the far northeast. Its territory covers 652,000 km 2  (252,000 sq mi), making it the  41st largest  country in the world. SOURECE:wikipedia