Skip to main content

رحمان بابا لنډه پېژندنه

د رحمان بابا لنډه پېژندنه

رحمان بابا په قوم مومند د عبدالستار زوی دي چې (۱۰۴۲) ه . ق کال د بهادر په کلي کې زیږدلی دی د پښتو دشعر او ادب هغه روڼ ستوري دی چې د لرې او برې پښتونخوا خلک یې پېژني او په حجرو او دیرو کې اشعار ویل کیږي.
رحمان بابا په ځوانۍ کې د روښاني غورځنګ پلوي وو، مګر وروسته یی د تصوف او سلوک جامه په غاړه کړه او د ځمکې پر مخ دعشق په لومه کې ګیر شو ، شخصیت او ملیت پرستی ته نه خوشحالیږي په دي برخه داسې وایي :

زه عاشق یم سرور کار مې دی له عشقه نه خلیل نه داودزی اونه مومند یم

رحمان بابا فقه او تصوف له ملا محمد یوسف یوسفزی څخه زده کړل نور علوم یي په هند کې زده کړل او بیرته خپل وطن ته راغلی.
دی صوفي شاعر وو په دې دنیا کې یي یوازې دجمال او عشق ستاینه کړیده، بې له عشقه یي نور هیڅ شی نه پیژندلو، همدارنګه مینه د ده د روح غذا او شعر یي د زړه رنځ دوا وه ، هغه وخت چې یې د شعر بازار ګرم شونو له خپل کلي څخه یې (هزار خانې) ته لیږد و کړ او هلته دیره شو دغه کلي کې به دی تل تریوې ونې لاندې ناست او په پښتو ژبه یې خواږه اشعار ویل چې په (۱۱۱۸) ه کال کې یي له دې فانی نړۍ سره مخه ښه وکړه او د همدې کلي د (هزار خانې ) په مړستون کې ابدي آرام غیږې ته سپارل شوي دی.
رحمان بابا د خپل دیوان په برخه کې وایي :

د رحمان د سوزان شعر ته حیران یم چې یي اور بل شوي نه دی په دیوان

د رحمان بابا قلمي نسخې بیخې ډیرې دي او څو څو ځله چاپ شوي دي چې ډیرې پخوانی چاپي نسخې یي په (۱۲۹۳)ه ق کال د مولوي احمد په سمونه او زیار په لاهور کې چاپ شوي دي . مخکې مې هم یادونه وکړه چې رحمان بابا پخپله خوږه ژبه(پښتو) ډېر شعرونه ویلي او په دغه لاره کې یې ډېر پلویان موندلي، او هم یو شمیر شاعرانو د ده د شعر او شاعري په هکله خپل نظرونه څرګند کړي دي د هغوي د شعرونه څخه به دلته دنمونې په ډول یو یا دوه بیته د هر یو را نقل شي .
اشرف خان هجري د هندوستان په بیجاپور کې د رحمان بابا د لوړې شاعرې ستاینه کړې او د خپلې زمانې د یو ستر شاعر په حیث ګڼلی دی او دا رنګه وایي :

د رحمان په ویل ځای د ګوتې نشته چې یې ما شعر منظور کړ معتبر دی

محمد یونس خیبري د رحمان بابا د سبک پیرو او شاعر د ده داسې وایي :

له رحمانه فیض یاب عبدالرحمان شو چې له دې سرایه په نوي سرای مهمان شو
د پښتو شعر يې هسې لوړ کا چې خبر یې په اشعار ایران تهران شو
پر لذت شهر به څوک کاندي یونسه چې په مرګ ځنې خاموش عبدالرحمان شو

معزالله داسې دی یادوي :

د تمامې پښتونخوا له شاعرانو معزالله عبدالرحمان دی منتخب
پیر محمد کاکړ داسې وایي :

جوړ په شعر کې رحمان غیب السان دی په دا څیر نشته هر ګز د انسان شعر

عبدالعظیم لواڼی زی یې داسې یاد وي :

خدایه وبښې مهمند عبدالرحمان پرې نازل کړې خپل رحمت لکه باران
څه ښایسته کتاب یي کړی عجیبه دی د اشعارو په پښتو ژبه عیان

او اشنغري بیدل داسې یادونه کوي :

چې مشهور یې په پښتو ژبه دیوان دی شاعرانو کې هغه عبدالرحمان دی

د رحمان بابا د اشعارو نمونې چې بېلا بېل مسایل په کې بیان کړي دي :

اخلاق او اجتماعي افکار خپل داسې بیاني :

دهر چا سره چې کړې هغه به مومي د هیڅ تخم میوه نه درومي برهم
سړی بویه چې په نیک عمل یادیږي نه چې ناز کا په ملک ومال
هغه زړه به له طوفانه په امان وي چې کښتۍ غوندې دخلکو باربردار شي
هر بلبل به دي ثنا کا ګل شي په خپل ځان خپله ثنا څه په کار نه ده

عشقي مسایل دا ډول څرګندوي :

دا جهان دی خدای له عشقه پیداکړی دجمله و مخلوقاتو پلار دی دا
چې مجنون غوندې په مینه کې صادق وي رحمان وایې په هغو باندې سلام

د رحمان بابا تصوفي اشعار :

که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي خپل ټټو او د بل آس به برابر کړې

رحمان بابا د ځان ستاینه دا ډول کوي :

خوشحالان او دولتان مې غلامان دي زه رحمان په پښتو ژبه عالمګیریم
یا به قند یا به نبات او یا به شهد وي هر کلام چې له رحمانه شنیده شي
٭٭٭٭٭٭

مدحه او ستایل ښه نه بولي ځان چاته کم نه راولي :

هم په مدحې په هجوې ښه پوهیږم ولې نه یم په دا چارو ډېر خورسند

د رحمان بابا په اشعارو کې یو نیم بیت د پښتونولي،ننګ اوغیرت هم لیدل کیږي.
دا چې په عامیانه ډول، چې که دښمن د ګیدږ په شان وي، تیاری باید د زمري ورته ونیول شي

سم له لاسه چارې نه شي مرد هغه دی چې بیدار وي و غلیم وته له ورایه
ننګیالي چې یو ځل مخ کا په هر لوري نور هیڅ نه ګوري کوهۍ دی که ګړنګ

رحمان بابا بې ننګه کسان دا ډول غندي :

وبې ننګو ته دننګ خبدې مکړه یا ځان وګڼه په خپلو وینو رنګ
چې عزت حرمت یې نه وي په جهان کې هغه هسې ژوندون وسوزه په اور

Comments

Popular posts from this blog

Introdution of AFGHANISTAN

Afghanistan   i / æ f ˈ ɡ æ n ᵻ s t æ n / ;  Pashto / Dari :  افغانستان ,  Afġānistān ), officially the  Islamic Republic of Afghanistan , is a  landlocked country  located within  South Asia  and  Central Asia . [9] [10]  It has a population of approximately 32 million, making it the  42nd  most populous country in the world. It is bordered by  Pakistan  in the south and east;  Iran  in the west;  Turkmenistan ,  Uzbekistan , and  Tajikistan  in the north; and  China  in the far northeast. Its territory covers 652,000 km 2  (252,000 sq mi), making it the  41st largest  country in the world. SOURECE:wikipedia

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه (۱)                            سوالونه اوځوابونه     (۱)سوال :دارزیابی اونظارت ترمینځ فرق واضیح کړی؟     جواب: (۱)ارزیابی یوه وقفیی پروسه ده اونظارت یوه دوامداره پروسه ده     (۲)ارزیابی دکارپه منځ اواخرکی ترسره کیږی اونظارت دکاردپیل نه شروع کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۲)سوال:یوکارمندڅه وخت اوڅنګه ارزیابی کیږی؟ جواب:یوکارمنددکال په اخرکی ارزیابی کیږی البته ارزیابی یی دکاری پلان پربنادلایحی وظایفومطابق داجرا شوی فعالیتونوموخوته درسیدوپه منظور ترسره کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  (۳)سوال:د(۲۰۰مارک)کانکریټو اجزاولیکی؟ جواب:د(۲۰۰)مارک دکانکریټواجزاعبارت دی(1:1,5:3 )یعنی یوه برخه سیمنټ یوه نیمه برخه شګه اودری برخی کرش یاجغل ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۴)سوال:استنادی دیوالونونه نظرکوموفکتورونو(عوامل...

په سیول انحنیرۍ کې کارېدونکي مخففات. ‏USEFUL CIVIL ENGINEERING ABBREVIATION

په  سیول انحنیرۍ کې کاریدونکي که مخففات.     USEFUL CIVIL ENGINEERING ABBREVIATION په سیول انجینرۍ کې معمولا لاندې مخففات ډير کاریږي. 1) A.A.S.H.T.O  ولایتي لویو لارو ترانسپورت چارواکو امریکايي ټولنه. 2) A.C.I    امریکايي کانکریټ انستیتوت. 3) A.R.E.A اورګاډي امریکايي انجینرانو ټولنه. 4) A.B اسبستو بورډ. 5) AC اسفلټ کانکریټ. 6) A.S.C د کانکریټو مجاز تشنجات. 7) A.S.T.M  د موادو ازمایښت لپاره امریکايي ټولنه . 9) APM د پروژې د مدیر مرستیال. 10)  ‌ B.M بینچ مارک . 11) B.M کږونکی مومنټ. 12)  BLK بلاک جوړ کارونه . 13) BOQ د براورد ورقه . 14) BRW د خښتو استنادي دیوال . 15) BWK د خښتو جوړ کارونه . 16) B.O.F د تهداب لاندې برخه . 17) BHK  د خوب کوټه ،هال ،پخلنځي . 18) C.I.Pipe  چدن پایپ  19) C.I.Sheet  تاو تاو شوې اوسپنیزه تخته (اهن چادر) 20) CL  مرکزي خط . 21) CRW  کانکریټي استنادي دیوال . 22) CBW  کانکریټي بلاک دیوال . 23) CIP  په ساحه کانکریټ اچول . 24) CMU  کانکریټي معماري واحد . 25) CJ  ساختمان...