Skip to main content

Airfoil – اېرفوېل

Airfoil – اېرفوېل

د الوتکې په وزرو کې، د لکۍ په افقي او عمودي سطحو کې داسې منحني شکل دی چې د الوتنې پروخت د لاندې کش کېدو او پورته ختنې ترمنځ مناسب نسبت رامنځته کوي. دا شکل په توربین، د چورلکې په پرو کې او کیشتیو کې هم کاریږي.
 
اېرفویل شکل کوم چې په مایع کې خوځښت کوي ایروډاینامیک ځواک تولیدوي. د خوځښت په لوري په عمودي توګه د دې ځواک عناصرو ته لېفټ یا پورته تګ (lift) وایي. د خوځښت له لوري سره د دې ځواک موازي عناصرو ته لاندې کش کېدنه (drag) وایي. د غږ له سرعت څخه ورو الوتنه کې د اېرفوېل مخکې خوا څنډې ګردې شوې وي او د وروسته لور څنډې یې تېرې وي، پاسه او لاندې سطحه یې متقارنه منحني وي. کوم فوېل (foil) چې د پورته یاد شوي فوېل په څېر په مایع کې د کار لپاره طرحه شوي وي د (hydrofoils) نوم ورته اخیستل کیږي او که هوا کې د کار لپاره طرحه شوي وي (airfoil) ورته ویل کیږي.
 
کله چې یوه تنه په هوا کې مخکې تګ کوي پورته کېدنه یا لېفټ یې د اېرفوېل شکل له سطحې سره د هوا لګېدنې له امله رامنځته کیږي، له اېرفوېل سره لګېدونکې هوا د اېرفوېل په ذریعه کږیږي او کومې خوا ته چې هوا کږه شوې وي له هغې برعکس لور ته ځواک تولیدوي همدې ځواک ته ایروډاینامیک ځواک (aerodynamic force) نوم اخلي. ډېر فوېل د پورته کېدو یا لېفټ لپاره مثبتې زاویې ته اړتیا لري خو (cambered airfoils) صفر زاویه کې لفټ یا پورته کېدنه کولای شي. د هوا نږدېوالی او تاوېدنه منحني جریان پیدا کوي او د اېرو فوېل شکل په یوه خوا کې د زیات فشار بله خوا کې د کم فشار لامل کیږي. د فشار په دوه اړخونو کې توپیر سره دواړو لورو کې د سرعت توپیر رامنځته کیږي. د لېفټ ځواک د پورته او لاندې سرعت له توپیر سره تړاو لري.
Examples of Airfoils
Selected airfoils in nature and various vehicles, with their approximate chord length indicated. Image by Olivier Cleynen
Airfoil thickness definition
Two different and incompatible definitions of airfoil thickness are used in the aerodynamics field (here illustrated on the same airfoil). Image by Olivier Cleynen

Wing profile nomenclature

Comments

Popular posts from this blog

د الوتکې جوړښت

د الوتکې جوړښت Aircraft – الوتکه د هوا په ملاتړ الوت کوونکې تنې ته الوتکه وایي. د جاذبې له قوې څخه د خلاصون لپاره د اېرفوېل ډاینامیک لفټ او یا ستاتیک لفټ کاروي، ځینې حالتونو کې جېټ ماشین څخه لاندې لور ته فشار کاروي. د الوتکې بېلګې بالون، ایرو ستات، هوایي بېړۍ، پاراموټور او ګلایډرونه دي. هوا کې د الوتنې فعالیت یا مسلک ته (aviation) وایي او ساینس ته یې (aeronautics) نوم اخلي په دې ساینس کې د الوتکو طرحه کولو او جوړونه مطالعه کیږي. Empennage – د الوتکې لکۍ په انګرېزۍ کې د الوتکې لکۍ ته (tail or tail assembly) نومونه هم اخلي. د الوتکې په وروسته برخه کې یو جوړښت دی, د الوتنې پر وخت په الوتکه کې ثبات رامنځته کوي لکه په غشي کې د غشي لکۍ د غشي په سیده تګ کې مرسته کوي او هوا نه پرېږدي چې د غشي لوری کوږ کړي یا انحراف ورکړي همداسې د الوتکې لکۍ په الوتکه کې ورته رول لري. د (Empennage) لفظ د فرانسوۍ ژبې له (empenner) څخه اخیستل شوی او مانا یې د غشي په پای یا لکۍ کې د لکۍ په توګه بڼکې نصب کول دي. ډېرې الوتکې په لکۍ کې عمودي او افقي برخې لري، یادې برخې د ثبات رامنځته کوون...

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه (۱)                            سوالونه اوځوابونه     (۱)سوال :دارزیابی اونظارت ترمینځ فرق واضیح کړی؟     جواب: (۱)ارزیابی یوه وقفیی پروسه ده اونظارت یوه دوامداره پروسه ده     (۲)ارزیابی دکارپه منځ اواخرکی ترسره کیږی اونظارت دکاردپیل نه شروع کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۲)سوال:یوکارمندڅه وخت اوڅنګه ارزیابی کیږی؟ جواب:یوکارمنددکال په اخرکی ارزیابی کیږی البته ارزیابی یی دکاری پلان پربنادلایحی وظایفومطابق داجرا شوی فعالیتونوموخوته درسیدوپه منظور ترسره کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  (۳)سوال:د(۲۰۰مارک)کانکریټو اجزاولیکی؟ جواب:د(۲۰۰)مارک دکانکریټواجزاعبارت دی(1:1,5:3 )یعنی یوه برخه سیمنټ یوه نیمه برخه شګه اودری برخی کرش یاجغل ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۴)سوال:استنادی دیوالونونه نظرکوموفکتورونو(عوامل...

Introdution of AFGHANISTAN

Afghanistan   i / æ f ˈ ɡ æ n ᵻ s t æ n / ;  Pashto / Dari :  افغانستان ,  Afġānistān ), officially the  Islamic Republic of Afghanistan , is a  landlocked country  located within  South Asia  and  Central Asia . [9] [10]  It has a population of approximately 32 million, making it the  42nd  most populous country in the world. It is bordered by  Pakistan  in the south and east;  Iran  in the west;  Turkmenistan ,  Uzbekistan , and  Tajikistan  in the north; and  China  in the far northeast. Its territory covers 652,000 km 2  (252,000 sq mi), making it the  41st largest  country in the world. SOURECE:wikipedia