زياتر زدکړيالان درس وايې خو څه نشې زده کولاى هغوي باېد دمطالعي په وخت کې دلاندې ټکي په نظر کې ونيسي•
1ـ ځاى: دمطالعې لپاره باېد ځانګرى ځاى انتخاب شې ځکه خراب ځاى انتخابول مو دمطالعې څخه زړه تور وي•
دبيلګې په توګه ځېني خلک په نابلده ځاى کې سم خوب نشې کولاى مطالعه هم همداسې ده که چيرته ستاسو پوهنتون په ښار کې وي په سرکانو باندې دموټرانو تېريدل او راتېريدل په ستا سو ذهن نا ارمه کړي او ښه مطالعه به و نشې کولا ى يا هغه ځاى چې هلته دماشومانو شور زيات وي هم په ارامو مغزو مطالعه نشې کېدلى دمطالعه لپاره باېد ارمه او مناسب ځاى انتخاب شې ځکه په ارمه اوبلد ځاى کې کولاى شو چې خپل ټول فکر مطالعې ته واړ وه اوښه مطالعه وکړو•
2ـ فکري تمرکز:زياتر خلک دمطالعې او درس ويلو په وخت کې بې ځاى فکرونه وهي•
دبيلګې په توګه کله چې مطالعه کوي فکر يې بل ځاى وي،پرځاى ددې چې خپل ټول فکر درس يا مطالعه ته را واړ وي دى په دې وخت کې دهند اوپاکستان ترمنځ په کرکيچ فکر وهې اصلي موضوع به تري پاتې وي يا يو زده کړيال په ټولګې کې د درس په وخت کې فېسبوک (مخپاڼه)ګوري نو دا زده کړيال به خامخا دستونزو سره مخامخ کېږي،بريالي زده کريالان تل کوښښ کوي چې په خپلو اصلي موضوعاتو فکر وکړي که دا کار ونه کړي بيا يې ذهن له ګډوډي سره مخامخ کېږي اوبياهېڅ برداشت له استاد او دهغه له درسه نشې کولاى نوهغه پښتو لنډۍ به دلته ښه صدق وکړي چې وايې•
طالبه خدايه که ته مولا شې
پر کتاب پروت يې ياد وې شنکي خالونه
3ـ دکتاب بيابيا لوستل:ځېني خلک چې کله درس وايې او دکتاب څخه شې بر داشت نه کړي نو بيا کتاب ايستى واچوي وايې نه زده کېږي ولي نه زده کېږي دپښتو يومتل دى وايې که غر لوړ دى په سر يې لار شته داسې کار به نه وي چې هغه ونه شې يازده نه شې په ياد ولره هرڅه شوني دي نه ناشوني تاسي هڅه وکړ او له خدايه مرسته وغواړئ،په يوځل لوستلو نه کېږي بيا بيا يې ولولئ حوصله دلاس مه ورکوئ ترهغه يې ولولئ تر څوچې مو نه وي زه کړى په پښتو کې يوه معقوله ده وايې دکومې بلا چې نه خلاصيږې ور غاړې وځئ نو تاسې هم کتاب ته ور غاړې وځئ ترهغې پورې چې کتاب مو نه وي زده کړى•
4 ـ دملګري انتخاب:د درس په زده کولو او لوستلو کې ښه ملګرى هم رول در لودل شي نو موږ هم باېد د داسې ملګري سره انډوال شو چې درس خوان وي دمطالعه سره مينه ولري تکره او با استعداد وي نو تاسې به هم ورسره درس خوان او تکره شې•
که مو ملګرى ټنبله او بې پر وا وي نو تاسې هم دهغه سره بې پروا کېږي درسونو ته به شاه ورکوئ تمامه ورځ به ګرځى دامتحان په وخت کې به د ناکامى سر مخ ياست په پښتو کې يو متل دى وايې چې اوسې په خوي به دهغو سې•
په درنښت
ليکوال عبدالباسط حقيار
Comments
Post a Comment