ژبـــــاړن:سیف الله دانش مل
که لاندېنۍ کیسه کوم چا ولوسته, نو دوې سترې ګټې به وکړي. ډېره په زړه پورې او ښایسته کیسه ده.
و نه و يو شېخ و, چې يو زوی درلود. د شېخ زوی ډېر عابد, رښتينی او صادق انسان و.
يوه ورځ د شېخ زوی غوښتل چې د لښتي څنګ کې خپل ځان طهارت وکړي, ګوري چې يوه مڼه په اوبو کې روان ده. شېخ زوی مڼه يې وخوړه او خوړلو نه وروسته يې په ذهن کې يې دغه خبره پيدا شوه, کېدای شي چې مڼه د کوم يو ببڼ نه په لښتي کې راغلي وي. چې بايد لاړ شي د بڼ څښتن نه بخښنه وغواړي.
د بڼوال خوا ته لاړو بخښنه يې ترېنه وغوښته, خو بڼوال ورته وويل: چې زه د بڼ مالک نه يم. نوموړي سړي ورته وويل: چې ددې بڼ مالک درې ورونه دي, خو ما دې کشر ورور کور لېدلای دی. شېخ زوی ته يې د کور نښې نښانې ور وښودلې. شېخ زوی کور يې پيدا کړ. چې ګوري د بڼوال د سر ویښتان او ږیره ټوله سپینه ده. د مڼې کيسه يې ورته وکړه او بخښنه يې ترېنه وغوښته, کشر بڼوال ورته وويل: چې خپله ونډه مې در بخښلې, اوس لاړ شه! زما دوهم ورور ته چې خپله ونډه در بخښي يا کنه. د شېخ زوی پلټنې نه وروسته دوهم کور يې هم پيدا کړ. ګوري چې يو نوراني او دې سپينو او تورو ويښتانو سړی دی, د مڼۍ کيسه يې ورته وکړه, او ورته وې ويل, ستا کشر ورور خپله ونډه راته وبخښله او ته هم په ما باندې رحم او احسان وکړه! دوهم ورور هم دې کشر ورور په شان يې ونډه ور وبخښله او ورته وې ويل: اوس زما مشر ورور ته لاړ شه! چې خپله ونډه درته وبخښي. کله چې شېخ زوی درېيم ورور ته ورغلو, ګوري چې يو نوراني سړی او توره ږيره او ويښتان يې دي, تانده او ډېر ښايسته څېره لري. شېخ زوی ته په زړه کې دا پښتنه پيدا شوه, چې ولې کشر ورور ډېر سپین ږیری دی او دوهم همدارنګه او مشر ورور يې ډېر ځوان او تاند دی?
لمړۍ د مڼې کيسه يې ورته وکړه, ورته وې ويل: چې ستا کشر ورور هم راته ونډه وبخښله دوهم ورور دې همدارنګه اوس تاته راغلی يم چې ته هم خپله ونډه راته وبخښې.
مشر بڼوال, کله چې يې شېخ زوی يې ولېدو چې ډېر رښتينی او پرهيزګاره انسان دی, ډېر خوښ شو. بڼوال ځان سره وويل: چې دغه انسان زما د لور وړتيا لري, ما دې الله پاک نه همداسې انسان غوښتو. شېخ زوی ته يې وويل: چې زه يو شرط لرم.
ورته وې ويل: چې شرط دې څه دی? درېيم ورور ورته وويل: چې زه يوه په پښو شله, ړنده او ګونګه لور لرم, که خپله ښځه يې قبولوې بيا زه تا بخښم. د شېخ زوی يوه شپه وخت غواړي چې خپل ځان سره ژور فکر وکړي. د شېخ زوی ټول نوموړې ستونزې او تکلېفونه قبولي او ځان سره وايي, چې د دنيا ستونزې تېرېږي, خو دې اخرت غذابونه ستونزمن دې. کله چې سبا شو, نوراني سړي ته ورځي او ورته وايي, زما قبوله ده ستا لور. نوراني سړي لور, شېخ زوی سره واده کوي. سبا شپه رسېږي, شېخ زوی خواشينی او خفه په کوټې کې ناست و, ګوري چې يوه ښکلې جينۍ د مياشتې په شان ښايسته کوټې ته دننه کېږي, هلک فکر وکړ کېدای شي, چې بل څوک وي. يو څو دقېقې تېرېږي, خو هلک خبرې نه کوي, په اخر کې جينۍ فکر وکړ چې کېدای شي هلک قبوله کړې نه وم, هغه نه يې پوښتنه وکړه. آيا زه تا قبوله کړې نه يم? هلک خپل سر يې پورته کړ, او وې ويل: چې پلار دې ويلي وو, چې زما لور شله, ګونګه او ړنده ده. جېنۍ خاندي او هلک ته په ځواب کې داسې وايي: تر اوسه پورې هم پوه نه شوې. ړندې مانا دا ده: چې تر اوسه پورې مه نا محرمه سړی نه دې لېدلي. د ګونګۍ مانا دا ده: چې تر اوسو پورې مه نا محرم سړي سره خبرې نه دي کړي او تر اوسه پورې زما خبرې کوم چا نه دې اورېدلي.
شل مانا دا ده: چې تر اوسه پورې زه کوم ځای ته نه يم لاړه او تر اوسه پورې کوم چاته مې څه نه دي ورکړي. همدې له امله زما پښې او لاسونه شل دي.
دغو خبرو اورېدلو سره هلک ډېر خوشحاله شو او هغه يې قبوله کړه.
د شېخ زوی په زړه کې خبره پيدا شوې و, چې ولې? کشر ورور د مشر ورور نه ډېر سپين ږيری دی?
خسر په ځواب کې ورته وويل: چې ګوره! زه څرنګه ژوند کوم, خپلې ښځې ته يې غږ وکړ, او ورته وې ويل: د کور بام په سر باندې خټکی دخ رايې وړه? ښځه خټکی راوړي, او مېړه بيا ورته وايي: چې دغه بېرته خپل ځای کېږده او بل يو راوړه! ښځه بيا ځي هماغه خټکی بېرته راوړي. مېړه يې اوه ځلې دغه کار پرې تکراروي په خپلې ښځې باندې, خو ښځه يې بې له دې چې څه ووايي, پاس بام ته ځي او هماغه خټکی بېرته راوړي. ځکه پاس بام کې بل خټکی نشته. هر ځلې همدغه خټکی کېږدي او راوړي.
نوراني سړی شېخ زوی ته وايي: وګوره! ښځې ماته يو ځلې هم ونه ويل, چې خټکی خو يو خټکی ده, له دې امله زه ځوان او تاند يم.
زما کشر ورور ښځه ډېره جنجالي ده او دوهم ښځه لږ شانته غالمغالي ده. ځکه زما کشر ورورنه ژر سپين ږري شوي دي.
#دې سپينو ويښو او بوډاتوب لامل ښځه ده.
Comments
Post a Comment