Skip to main content

په ساختماني ساحه کې ځینې تیروتنې، چې هیڅکله باید ترسره نشي.

په ساختماني ساحه کې ځینې تیروتنې، چې هیڅکله باید ترسره نشي.
1.  هیڅکله باید په اوسپنیزکانکریټي پایو او بیمانو کې د برق او اوبه رسونې پایپونه تیر نکړل شي، دا تیروتنه د نوموړۍ ساختماني عضوې مقاومت د کشش په مقابل کې په لوړه کچه راټیټوي.
2. د کانکريټ ریزۍ په دوران کې باید هیڅکله کانکريټ له یوې نیمې مترې لوړې ساحې څخه راونه غورځول شي، دغه چاره د کانکریټو د اجزاءوو د بیلوالي(سګریګیشن) سبب ګرځي.
3. په سلبونو کې د سیخانو قطر باید له 12mm څخه کوچنی نشي.
4. د هیڅ یوې ساختماني عضوې څخه، که وایه هر څومره کوچنۍ وي قالبونه یې باید له دریو ورځو مخکې خلاص نشي، البته دلته له قالبونو مراد هغه تختې دي چې د یوې کانکریټي عضوې په تحتاني برخه کې نصب شوی وي،
5. د یو ساختماني عنصر(پایه،بیم،سلب او وغیره) کې تر 32mm متره پورې سیخان Over lapp کولی شو، خو که د سیخ قطر له ده څخه لوړیږي، باید ولډنګ شي.
6. په یوه ساختماني عضوه کې د سیخانو د Over Lapp اندازه باید د 50% څخه اضافه نشي، ددې خبرې څخه مطلب دادی، مثلاً که په یوه بیم کې 8 دانې سیخان پکار وړل شوي،داسې نشي چې له څلورو ډیر تعداد سیخان  یې Over Lapp شوي وي، باید له څلورو څخه یې شمیر زیات نشي.ځکه د ټولو یا د  50% څخه د زیات تعداد سیخانو Over Lapp کول ساختماني عضوه له خطر سره مواجه کوي.
7. په بیم، پایه او سلبونو کې د کانکریټو مارک باید په هیڅ صورت له دوه سوه (M20) څخه کوچنی نشي، چې نسبتونه یې 1:1.5:3 دی.
8. په کانکريټو کې د اوبو او سیمنټو نسبت ته پام کول هم یوه اساسي موضوع ده، چې باید د M20 مارک کانکريټو لپاره دغه نسبت د 0.45 په حدودو کې وساتل شي.
9. په دایروي پایو کې د سیخانو تعداد باید په هیڅ صورت له شپږو کم نشي.
د سلبونو ضخامت باید له 12.5cm څخه کوچنۍ نشي.

Comments

Popular posts from this blog

Introdution of AFGHANISTAN

Afghanistan   i / æ f ˈ ɡ æ n ᵻ s t æ n / ;  Pashto / Dari :  افغانستان ,  Afġānistān ), officially the  Islamic Republic of Afghanistan , is a  landlocked country  located within  South Asia  and  Central Asia . [9] [10]  It has a population of approximately 32 million, making it the  42nd  most populous country in the world. It is bordered by  Pakistan  in the south and east;  Iran  in the west;  Turkmenistan ,  Uzbekistan , and  Tajikistan  in the north; and  China  in the far northeast. Its territory covers 652,000 km 2  (252,000 sq mi), making it the  41st largest  country in the world. SOURECE:wikipedia

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه (۱)                            سوالونه اوځوابونه     (۱)سوال :دارزیابی اونظارت ترمینځ فرق واضیح کړی؟     جواب: (۱)ارزیابی یوه وقفیی پروسه ده اونظارت یوه دوامداره پروسه ده     (۲)ارزیابی دکارپه منځ اواخرکی ترسره کیږی اونظارت دکاردپیل نه شروع کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۲)سوال:یوکارمندڅه وخت اوڅنګه ارزیابی کیږی؟ جواب:یوکارمنددکال په اخرکی ارزیابی کیږی البته ارزیابی یی دکاری پلان پربنادلایحی وظایفومطابق داجرا شوی فعالیتونوموخوته درسیدوپه منظور ترسره کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  (۳)سوال:د(۲۰۰مارک)کانکریټو اجزاولیکی؟ جواب:د(۲۰۰)مارک دکانکریټواجزاعبارت دی(1:1,5:3 )یعنی یوه برخه سیمنټ یوه نیمه برخه شګه اودری برخی کرش یاجغل ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۴)سوال:استنادی دیوالونونه نظرکوموفکتورونو(عوامل...

په سیول انحنیرۍ کې کارېدونکي مخففات. ‏USEFUL CIVIL ENGINEERING ABBREVIATION

په  سیول انحنیرۍ کې کاریدونکي که مخففات.     USEFUL CIVIL ENGINEERING ABBREVIATION په سیول انجینرۍ کې معمولا لاندې مخففات ډير کاریږي. 1) A.A.S.H.T.O  ولایتي لویو لارو ترانسپورت چارواکو امریکايي ټولنه. 2) A.C.I    امریکايي کانکریټ انستیتوت. 3) A.R.E.A اورګاډي امریکايي انجینرانو ټولنه. 4) A.B اسبستو بورډ. 5) AC اسفلټ کانکریټ. 6) A.S.C د کانکریټو مجاز تشنجات. 7) A.S.T.M  د موادو ازمایښت لپاره امریکايي ټولنه . 9) APM د پروژې د مدیر مرستیال. 10)  ‌ B.M بینچ مارک . 11) B.M کږونکی مومنټ. 12)  BLK بلاک جوړ کارونه . 13) BOQ د براورد ورقه . 14) BRW د خښتو استنادي دیوال . 15) BWK د خښتو جوړ کارونه . 16) B.O.F د تهداب لاندې برخه . 17) BHK  د خوب کوټه ،هال ،پخلنځي . 18) C.I.Pipe  چدن پایپ  19) C.I.Sheet  تاو تاو شوې اوسپنیزه تخته (اهن چادر) 20) CL  مرکزي خط . 21) CRW  کانکریټي استنادي دیوال . 22) CBW  کانکریټي بلاک دیوال . 23) CIP  په ساحه کانکریټ اچول . 24) CMU  کانکریټي معماري واحد . 25) CJ  ساختمان...