دا دواړه سربلونه (prepositions - حرف پیشین) دي، چې بېلو ځايونو کې له بېلو ماناوو سره کارول کېږي.
پر:
لومړی حالت:
د انګليسي on او د پارسي " بالای " سره سمون خوري.
بېلګې:
۱( زما کتاب پر مېز (باندې) پروت دی.
۲) هغۀ خپل شخولی (بکس) د توڼۍ پر سر اېښی دی.
دؤیم حالت:
د نېټو څرګندولو لپاره راځي.
بېلګې:
۱) هغه د کب میاشتې پر ۱۸مه زیږېدلی دی. درېیم حالت:
لاملونو څرګندولو لپاره راځي.
بېلګې:
۱) احمد یې پر څه وواهه؟
څلورم حالت:
تړاو یا اړوندتوب څرګندوي.
بېلګې:
۱) زه د پښتو پر پنځه یې ګانو یوه لیکنه کوم.
"پر" په ځینو لنډو ویناګیو کې راځي لکه:
د.. پر بنسټ، پر مهال، ورځ پر ورځ، ګام پر ګام، پر چا ویاړل، پر چا مینېدل/ګرانېدل، پر څه بوختېدل، پر څه اخته کېدل
په:
لومړی حالت:
د "کې" وستربل په ملتیا ځای څرګندوي.
بېلګې:
۱) زخ په کور کې یم.
۲) ننګيال په ښار کې اوسېږي.
دویم حالت:
مهال یا وخت څرګندوي.
بېلګې:
۱) زه په ۲۰۰۲ کال کې کابل ته راغلم.
۲) په تېره میاشت کې هغه کور ته لاړ.
۳) زه په درې بجو کور ته ځم.
درېیم حالت:
له "کې" وستبرل" سره د یو کتاب، لیکنې، ورځپاڼې، خبرونو، لوست سکالو یا منځپانګې لپاره:
۱) ما په دې کتاب کې ډېر انځورونه ولیدل.
۲) په دې لیکنه کې ډېر نومونه راغلي.
۳) په خبرونو کې مې واورېدل چې د بهرنیو چارو وزیر له دندې ګوښه شوی دی.
څلورم حالت:
وسیله څرګندوي که تر څیزنومونو مخکې راشي:
۱) زه په بایسکل کور ته ځم.
۲) دا سړی د ونې بېخ په برېښنایي اره وهي.
پنځم حالت:
د څرنګوالي کړول (قید) په توګه کارېږي:
۱) په تېزۍ سره
۲) په نرمه
۳) په سړه سینه
۴) په خوښۍ /خواشینۍ سره
"په" په ځینو لنډو ویناګیو کې راځي لکه:
په دې اړه، په دې ډول، د چا په اند/نظر
لیک: کامران منګل
Comments
Post a Comment