Skip to main content

که رهبر یې یا شوې؛ دا ۵ ټکي درته ضرور دي!, if you are or become a leader this 5 tips is important for you

که رهبر یې یا شوې؛ دا ۵ ټکي درته ضرور دي!

په غوره او اغیزمنه مدیریت او رهبرۍ کې با کیفیته څارنه او قوي مفاهموي مهارتونه درلودل ضرور دي. خو ددې تر څنګ دا وړتیا هم ضرور ده چې د ټیم په مدیریت او په مدیریتي نظریو او لارو وپوهیږې.
که ته رهبر یې یا رهبر شوې؛ دا ۵ مدیریتي ټکي پام کې لره!

۱- مثبتې کاري اړیکې جوړول
لومړی له خپل ټیم سره تر ټولو غوره او قوي مثبتې اړیکې جوړول خور ضروري دي. له قوي اړیکو وروسته هره موخه ترلاسه کولی شئ، خو له دې پرته به بیشکه تر پوښتنې لاندې او ناکام یاست.

۲- په ښه کار اعتراف کول
مننه د تحرک او انګیزې راپورته کیدو کلي ده. که چیرته د خپل کارمند مننه او شکریه ادا کړئ، لا به تشویق شي. نو غوره ده چې هر کله مو مامور کوم ښه کار ترسره کوي، بې له تشویقي او مننې یې پرینږدئ، که دا مننه هر څومره وي. یعنې باید د خپل کارکوونکي په ښه کار اعترام وکړئ.

۳- واک او اختیار ورکول
هڅه وکړئ چې خپلو کارکوونکو ته د مسوولیتونو تر څنګ واک و صلاحیت هم ورکړئ، څو ډاډه اوسي چې رښتیا هم یو مسوولیت او صلاحیت لري. کله چې مامور خوښ او ډاډه شو، لا ډیر غوره کولی شي.

۴- هیلې او اهداف مو واضح کړئ
څه شی، کله، چیرته او ولې. یعنې کومه کارونه کوئ؟ ولې یې کوئ؟ چیرته یې کوئ او کله به یې ترسره کوئ؟
که چیرته ستاسې اهداف او موخې نه وي معلومي، نو کارکوونکي به څرنګه کار وکړي او څرنګه به یې ترلاسه کړي. ځکه وایو چې موخې مو معلومې او مشخصې کړئ. که داسې ونه کړئ، همداسې به نامعلومه او بې فایدې روان یاست.

۵- همکاري مو زیاته کړئ
خپلو کارکوونکو سره مو همکاري پراخه کړئ، په هر مناسب وخت کې ورته همکاري، لارښوونه وکړئ او خپل معلومات او ښې مشورې مو ورسره شریکې کړئ.
ځکه د مشر یا رهبر مشوره کارکوونکی لا بډایه کوي او ډاډمنوي یې چې رهبر ورسره ښې اړیکې او پام پرې لري.

Comments

Popular posts from this blog

د الوتکې جوړښت

د الوتکې جوړښت Aircraft – الوتکه د هوا په ملاتړ الوت کوونکې تنې ته الوتکه وایي. د جاذبې له قوې څخه د خلاصون لپاره د اېرفوېل ډاینامیک لفټ او یا ستاتیک لفټ کاروي، ځینې حالتونو کې جېټ ماشین څخه لاندې لور ته فشار کاروي. د الوتکې بېلګې بالون، ایرو ستات، هوایي بېړۍ، پاراموټور او ګلایډرونه دي. هوا کې د الوتنې فعالیت یا مسلک ته (aviation) وایي او ساینس ته یې (aeronautics) نوم اخلي په دې ساینس کې د الوتکو طرحه کولو او جوړونه مطالعه کیږي. Empennage – د الوتکې لکۍ په انګرېزۍ کې د الوتکې لکۍ ته (tail or tail assembly) نومونه هم اخلي. د الوتکې په وروسته برخه کې یو جوړښت دی, د الوتنې پر وخت په الوتکه کې ثبات رامنځته کوي لکه په غشي کې د غشي لکۍ د غشي په سیده تګ کې مرسته کوي او هوا نه پرېږدي چې د غشي لوری کوږ کړي یا انحراف ورکړي همداسې د الوتکې لکۍ په الوتکه کې ورته رول لري. د (Empennage) لفظ د فرانسوۍ ژبې له (empenner) څخه اخیستل شوی او مانا یې د غشي په پای یا لکۍ کې د لکۍ په توګه بڼکې نصب کول دي. ډېرې الوتکې په لکۍ کې عمودي او افقي برخې لري، یادې برخې د ثبات رامنځته کوون...

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه (۱)                            سوالونه اوځوابونه     (۱)سوال :دارزیابی اونظارت ترمینځ فرق واضیح کړی؟     جواب: (۱)ارزیابی یوه وقفیی پروسه ده اونظارت یوه دوامداره پروسه ده     (۲)ارزیابی دکارپه منځ اواخرکی ترسره کیږی اونظارت دکاردپیل نه شروع کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۲)سوال:یوکارمندڅه وخت اوڅنګه ارزیابی کیږی؟ جواب:یوکارمنددکال په اخرکی ارزیابی کیږی البته ارزیابی یی دکاری پلان پربنادلایحی وظایفومطابق داجرا شوی فعالیتونوموخوته درسیدوپه منظور ترسره کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  (۳)سوال:د(۲۰۰مارک)کانکریټو اجزاولیکی؟ جواب:د(۲۰۰)مارک دکانکریټواجزاعبارت دی(1:1,5:3 )یعنی یوه برخه سیمنټ یوه نیمه برخه شګه اودری برخی کرش یاجغل ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۴)سوال:استنادی دیوالونونه نظرکوموفکتورونو(عوامل...

Introdution of AFGHANISTAN

Afghanistan   i / æ f ˈ ɡ æ n ᵻ s t æ n / ;  Pashto / Dari :  افغانستان ,  Afġānistān ), officially the  Islamic Republic of Afghanistan , is a  landlocked country  located within  South Asia  and  Central Asia . [9] [10]  It has a population of approximately 32 million, making it the  42nd  most populous country in the world. It is bordered by  Pakistan  in the south and east;  Iran  in the west;  Turkmenistan ,  Uzbekistan , and  Tajikistan  in the north; and  China  in the far northeast. Its territory covers 652,000 km 2  (252,000 sq mi), making it the  41st largest  country in the world. SOURECE:wikipedia