له خپل استاد سره کوم ډول چلند باید وکړئ، تر څو ښه زده کړه ځنې وکړای شئ؟
استاد څخه د ښې زده کړې لپاره ډېره اړینه ده چی هغه سره ښه اړیکه ولرئ، د ښې اړیکې درلودلو لپاره تاسو باید څو شیان عملي کړئ نن دا شیان تاسو ته په سلسله وار ډول تشریح کوم، پدې هیله چی د ګټې وړ مو وګرځي:
اول. نظم باید په دوامدار ډول وساتئ؛ زه کله چی اتم صنف کې وم، یوه ورځ مې استاد څخه پوښتنه وکړه چی ستا کوم ډول شاګرد ډېر خوښ دی؟ هغه ځواب کې وویل؛ هغه شاګرد چی نظم ولري، معنیٰ زما د تشریح پر وخت کې غوږ ونیسي، پر بعضو څیزونو کې زما د امر تابع وي، شاګرد هغه وخت پوښتنه وکړي چی زه د پوښتنو وخت ورکړم. هو زه د خپل استاد دا خبرې تائیدوم، دا هغه څیزونه دي چی د استاد د خوښۍ سبب ګرځي او کله چی استاد خوښ وي، هغه لا ډېر کوښښ کوي تر څو خپلې ډېرې تجربې له شاګردانو سره شریکې کړي.
دوهم. ما د مکتب پر دوره کې ډېر شاګردان لیدلي؛ کله چی استاد د کوم سوال په ځواب کې عاجز راغلی، له هغه څخه وروسته شاګردانو د استاد د ناپوهۍ په هکله منفي تبصیرې کړي او داسی ویل شوي چی زمونږ استاد پر هیڅ خبر ندی، خو دا مو هیر دي چی د نړۍ پر مخ هیڅ بنده له علم پوره ندی، هر څوک نیمګرتیاوې لري، معنیٰ کله چی تاسو استاد څخه پوښتنه کوئ، لُمړی باید د پوښتنې د مطرح کولو مثبته طریقه زده کړئ، بل دا چی له استاد څخه د هرې پوښتنې د ځواب سل فیصده توقع پر خپل وخت هم مه کوئ.
دریم. تاسو هڅه وکړئ چی استاد مو بعضې وخت وهڅوئ، هغه ته ووایئ چی استاده نن مو تشریح ډېره ښه وه، مونږ ډېر څه درڅخه زده کړل، د تشریح ډول مو ښه وه او داسې نور .... دا خبرې استاد سره مثبته انګیزه پیدا کوي، استاد لا نور هڅوي تر څو د درسونو په ښه تشریح او د استاذۍ په نورو څیزونو کې مثبت تغیرات راولي.
Afghanistan i / æ f ˈ ɡ æ n ᵻ s t æ n / ; Pashto / Dari : افغانستان , Afġānistān ), officially the Islamic Republic of Afghanistan , is a landlocked country located within South Asia and Central Asia . [9] [10] It has a population of approximately 32 million, making it the 42nd most populous country in the world. It is bordered by Pakistan in the south and east; Iran in the west; Turkmenistan , Uzbekistan , and Tajikistan in the north; and China in the far northeast. Its territory covers 652,000 km 2 (252,000 sq mi), making it the 41st largest country in the world. SOURECE:wikipedia
Comments
Post a Comment