اروپا کې د درس د غلطۍ، مکتب ته د ناوخته راتګ او داسې نورو حالتونو پر وخت کې استاد پخپله شاګرد ته بهانه پیدا کوي، شاګرد ته وایي، ته خو ډېر تکړه یې، شاید کوم بل څیز ډېر مصروف کړی وې چې نن ورځ درس کې غلط شوې، ته خو هیڅکله ناوخته نه راځې، تېره شپه شاید ستړی شوی وې او نن د همغه له امله ناوخته راویښ شوې او داسې نور..... خو په افغانستان کې شاګرد ته وایي، ټنبله ته هر وخت درس کې غلطي کوې، خیرنه ته خو هر وخت ناوخته راځې او بعضې استادان لا د لښتې له وهلو هم استفاده کوي، له دا ډول عمل ځنې وروسته د شاګرد مثبته انګیزه، جرئت او پر ځان ډاډ له پخوا لس برابره نور هم راکم شي او مکتب سره سمه دښمني شروع کړي.
همدا علت دی چی په غربیانو کې مخترع ډېر او زمونږ ترمینځ کم دي.
د الوتکې جوړښت Aircraft – الوتکه د هوا په ملاتړ الوت کوونکې تنې ته الوتکه وایي. د جاذبې له قوې څخه د خلاصون لپاره د اېرفوېل ډاینامیک لفټ او یا ستاتیک لفټ کاروي، ځینې حالتونو کې جېټ ماشین څخه لاندې لور ته فشار کاروي. د الوتکې بېلګې بالون، ایرو ستات، هوایي بېړۍ، پاراموټور او ګلایډرونه دي. هوا کې د الوتنې فعالیت یا مسلک ته (aviation) وایي او ساینس ته یې (aeronautics) نوم اخلي په دې ساینس کې د الوتکو طرحه کولو او جوړونه مطالعه کیږي. Empennage – د الوتکې لکۍ په انګرېزۍ کې د الوتکې لکۍ ته (tail or tail assembly) نومونه هم اخلي. د الوتکې په وروسته برخه کې یو جوړښت دی, د الوتنې پر وخت په الوتکه کې ثبات رامنځته کوي لکه په غشي کې د غشي لکۍ د غشي په سیده تګ کې مرسته کوي او هوا نه پرېږدي چې د غشي لوری کوږ کړي یا انحراف ورکړي همداسې د الوتکې لکۍ په الوتکه کې ورته رول لري. د (Empennage) لفظ د فرانسوۍ ژبې له (empenner) څخه اخیستل شوی او مانا یې د غشي په پای یا لکۍ کې د لکۍ په توګه بڼکې نصب کول دي. ډېرې الوتکې په لکۍ کې عمودي او افقي برخې لري، یادې برخې د ثبات رامنځته کوون...
Comments
Post a Comment