Skip to main content

له ماشومانو سره د کورني کار ترسره کولو لارښوونې Helping with children in their homework

ماشومان هغه وخت ډېر بریالي وي، چې کله یې مېندې او پلرونه او یا هم د کورنۍ نور مشران د هغوی د کورني کار په ترسره کولو کې دلچسپي او ونډه واخلي.
دا کار ماشومانو ته ښيي دوی چې څه کوي مهم دي، او مشرانو ته ارزښت لري.
په کورني کار کې له ماشومانو سره مرسته دا مانا نه لري چې پر یوه مېز یا درس ځای کې دې له هغوی سره په ساعتونو وخت تېر شي.
مېندې او پلرونه کولای شي د خپلو ماشومانو درس ویلو چارې منظمې، د هغوی وړتیاوې مدیریت او یا هم د ستونزمنو پوښتنو او موضوع ګانو په حلولو کې مرستندوی اوسي. او یا هم یوازې خپل ماشومان وهڅوي چې د درس ویلو په منځ کې څه وخت دمه واخلي.
دا هم امکان لري چې مېندې او پلرونه له ماشومانو سره د کورني کار پر وخت خپله دوه درې ټکی زده کړي.
دلته یو څو لارښوونې تشریح کوو:

ښوونکي وپېژنئ، هغوی څه غواړي
د ښوونځي په پروګرامونو کې ګډون وکړئ، لکه د مور یا نورې ځانګړې ورځې، تر ټولو مهم په ښوونځي کې د والدینو په غونډه کې ګډون دی، تر څو د خپلو ماشومانو له ښوونکو سره ووینئ.
د هغوی د کورني کار د تګلارو په اړه پوښتنې وکړئ، او ځان ته مالومه کړئ چې تاسو باید له ماشومانو سره د کورني کار په ترسره کولو کې څنګه ونډه واخلئ.

د کورني کار لپاره یوه ارامه او دوستانه ساحه رامنځته کړئ
هڅه وکړئ چې  ماشومانو ته د کورني کار د ترسره کولو لپاره یو مناسب ځای وټاکئ، د اړتیا وړ موادو لکه پاڼو، پنسیلونو، قلم کت او سریښو ته باید په اسانۍ لاس رسی په کې وشي.

د درس لپاره ځانګړی او منظم وخت وټاکئ
ځینې ماشومان د ماپښین له خوا ښه کار کولای شي، چې وروسته یې یو څه وخوري او لوبې کوي، ځینې بیا دا غوره بولي چې تر ماښامنۍ وروسته درس ووايي.

د مزاحمت مخه ونیسئ
د ماشومانو د کورني کار د ترسره کولو پر مهال باید ټلویزون، لوړه موسیقي او ټیلفون کول نه وي. خو که ماشوم مو غواړي چې د خپل ټولګیوال سره د کومې مسئلې په اړه پر ټلیفون خبرې وکړي، زمینه ورته برابره کړئ.

پرېږدئ چې ماشومان مو خپل کار پخپله وکړي
ماشومانو تر هغه زده کړه نه شي کولای، تر څو د خپل ځان لپاره پخپله فکر و نه کړي او خپلې تېروتنې جوړې نه کړي. مېندي او پلرونه کولای شي هغوی ته لارښوونه وکړي او لارې چارې ورته وښيي. خو دا خپله د ماشوم دنده ده چې باید زده کړه وکړي او درسونه یاد کړي.

هڅوونکي او څارونکي اوسئ
له خپلو ماشومانو څخه د هغوی د کورني کار او ازموینو په اړه پوښتنه وکړئ، ویې هڅوئ او وګورئ چې خپل کورني کارونه یې ترسره کړي دي، دا ورته وښایاست چې د دوی هر ډول پوښتنو او اندېښنو اورېدلو ته حاضر یاست.

ښه  مثال واوسئ
ایا ستاسو ماشومانو تاسو لیدلي یاست چې څنګه خپل خرچه سنبالوئ او پیسې سپموئ، یا کتاب لولئ؟ ماشومان تر ډېره د مور او پلار د لارښوونو پر پرتله خپله د هغوی لاره خپلوي.

د ماشومانو د کار او هڅو ستاینه وکړئ
د کور پر المارۍ یا یخچال مو د ماشومانو کوم هنري کار، یا د ښې لاسته راوړنې انځور ولګوئ، له نورو دوستانو سره د خپلو ماشومانو د بریالیتوبونو او لاسته راوړنو په اړه یادونه وکړئ.
که مو ماشومان په کورني کار پرله پسې ستونزې لري، مرسته وغواړئ.
د ستونزو په اړه د خپلو ماشومانو له ښوونکو سره خبرې وکړئ، ځینې ماشومان د ټولګي د تختې په لیدلو کې ستونزې لري او عینکو ته اړتیا لري، ځینې بیا د زده کولو او پاملرنې کولو په برخه کې ارزونې او کتنې ته اړتیا لري.

سرچینه: کیډز هیلت ټکی اورګ

Comments

Popular posts from this blog

Introdution of AFGHANISTAN

Afghanistan   i / æ f ˈ ɡ æ n ᵻ s t æ n / ;  Pashto / Dari :  افغانستان ,  Afġānistān ), officially the  Islamic Republic of Afghanistan , is a  landlocked country  located within  South Asia  and  Central Asia . [9] [10]  It has a population of approximately 32 million, making it the  42nd  most populous country in the world. It is bordered by  Pakistan  in the south and east;  Iran  in the west;  Turkmenistan ,  Uzbekistan , and  Tajikistan  in the north; and  China  in the far northeast. Its territory covers 652,000 km 2  (252,000 sq mi), making it the  41st largest  country in the world. SOURECE:wikipedia

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه (۱)                            سوالونه اوځوابونه     (۱)سوال :دارزیابی اونظارت ترمینځ فرق واضیح کړی؟     جواب: (۱)ارزیابی یوه وقفیی پروسه ده اونظارت یوه دوامداره پروسه ده     (۲)ارزیابی دکارپه منځ اواخرکی ترسره کیږی اونظارت دکاردپیل نه شروع کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۲)سوال:یوکارمندڅه وخت اوڅنګه ارزیابی کیږی؟ جواب:یوکارمنددکال په اخرکی ارزیابی کیږی البته ارزیابی یی دکاری پلان پربنادلایحی وظایفومطابق داجرا شوی فعالیتونوموخوته درسیدوپه منظور ترسره کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  (۳)سوال:د(۲۰۰مارک)کانکریټو اجزاولیکی؟ جواب:د(۲۰۰)مارک دکانکریټواجزاعبارت دی(1:1,5:3 )یعنی یوه برخه سیمنټ یوه نیمه برخه شګه اودری برخی کرش یاجغل ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۴)سوال:استنادی دیوالونونه نظرکوموفکتورونو(عوامل...

په سیول انحنیرۍ کې کارېدونکي مخففات. ‏USEFUL CIVIL ENGINEERING ABBREVIATION

په  سیول انحنیرۍ کې کاریدونکي که مخففات.     USEFUL CIVIL ENGINEERING ABBREVIATION په سیول انجینرۍ کې معمولا لاندې مخففات ډير کاریږي. 1) A.A.S.H.T.O  ولایتي لویو لارو ترانسپورت چارواکو امریکايي ټولنه. 2) A.C.I    امریکايي کانکریټ انستیتوت. 3) A.R.E.A اورګاډي امریکايي انجینرانو ټولنه. 4) A.B اسبستو بورډ. 5) AC اسفلټ کانکریټ. 6) A.S.C د کانکریټو مجاز تشنجات. 7) A.S.T.M  د موادو ازمایښت لپاره امریکايي ټولنه . 9) APM د پروژې د مدیر مرستیال. 10)  ‌ B.M بینچ مارک . 11) B.M کږونکی مومنټ. 12)  BLK بلاک جوړ کارونه . 13) BOQ د براورد ورقه . 14) BRW د خښتو استنادي دیوال . 15) BWK د خښتو جوړ کارونه . 16) B.O.F د تهداب لاندې برخه . 17) BHK  د خوب کوټه ،هال ،پخلنځي . 18) C.I.Pipe  چدن پایپ  19) C.I.Sheet  تاو تاو شوې اوسپنیزه تخته (اهن چادر) 20) CL  مرکزي خط . 21) CRW  کانکریټي استنادي دیوال . 22) CBW  کانکریټي بلاک دیوال . 23) CIP  په ساحه کانکریټ اچول . 24) CMU  کانکریټي معماري واحد . 25) CJ  ساختمان...