Skip to main content

تصوف

د تصوف اصطلاح
پوهانو او علماوو دتصوف د اصطلاح په هکله بیلابیل نظریات ورکړی دی او د هغی د پیدا کیدو او نوم په هکله یې اختلاف موجود دی،چی د اسلامی تصوف په هکله لومړنی مشکل له همدی ځایه پیل کیږي.
حقیقت دا دی چی د تصوف کلمه په هجری لومړۍ پیړۍ کی رامنځ ته شوی ده، دا له دی امله چی د تصوف د یو لوی حسن بصری( ۲۱- ۱۱۰ هجری یا ۶۲۴_۷۲۸ م) څخه روایت شوی دی  چی: د تواف پر محال می یو صوفی سړی ولید،چی یو څه شی می ورکړل خو هغه وانه خیستل او وی ویل: " ما سره څلور دانک* شته همدا زما بس دی"
همدا رنګه له سفیان سوری څخه چی د حدیث او تفسیر امام دی او په (۹۷-۱۶۱ هجری) کلونو کی یی ژوند کاوه روایت شوی دی " چی که چیری ابو هاشم صوفی نه وای، ما به د ریا باریکی ( خفی شرک) نه وای پیژندلی" نو لکه څرنګه چی ولیدل شول دتصوف اصطلاح کوم نوی نوم نه دی چی بغدادیانو رامنځ ته کړی وی.
دا ښکاره خبره ده چی یو ټاکلی نوم یو ټاکلی مفهوم ته اطلاق کیږی، خو د تصوف پر حالات باندی ددغی اصطلاح اطلاق کول؛  لکه په یوه زیږدلی ماشوم باندی د نوم د ایښودلو په شان نه ده، بلکی دغه نوم ایښودل او ددغی اصطلاح اطلاق کیدل د وخت په اوښتلو سره بدلیږی او مفهوم او مصداق یی هم بدلیږی د بیلګی په توګه د قاریانو،فقهاوو او محدثینو په اصطلاح کی بدلون لیدل شوی دی او دهغی په مفهوم او مصداق کی تغیر راغلی دی.داسی چی په لومړی سر کی یو شمیر هغو کسانو چی قرانکریم به یی قرات کاو د قاری په نوم یادیدل، یو شمیر نورو چی په خاص ډول یی حدیثو او احدیثو علم ته پاملرنه کوله،د محدیثونو په نوم یاد شول او یو شمیر نورو چی په شرعی احکامو یی فتوا صادروله او خپل نظر یی څرګند او د فقهاوو په نوم ونومول شول، وروسته دغه اصطلاحات  دخپلو معنا ګانود مدلول له امله بدلی شوی،په همدی توګه هم صوفی هغه چاته ویل کیده چی د ژوند له خوښیو او خوشحالیو یی ځان ګوښه وی او په زړه کی له الله جل جلاله څخه ویریدونکی وی او د شپی له خوا ویښ وی او د الله زکر کوی او په ډیر ادب سره ټوله شپه په قیام او ټوله ورځ په صوم او امساق د الله جل جلاله په عبادت پای ته رسوی او یوازی د واحد زات رضا لټوي

Comments

Popular posts from this blog

د الوتکې جوړښت

د الوتکې جوړښت Aircraft – الوتکه د هوا په ملاتړ الوت کوونکې تنې ته الوتکه وایي. د جاذبې له قوې څخه د خلاصون لپاره د اېرفوېل ډاینامیک لفټ او یا ستاتیک لفټ کاروي، ځینې حالتونو کې جېټ ماشین څخه لاندې لور ته فشار کاروي. د الوتکې بېلګې بالون، ایرو ستات، هوایي بېړۍ، پاراموټور او ګلایډرونه دي. هوا کې د الوتنې فعالیت یا مسلک ته (aviation) وایي او ساینس ته یې (aeronautics) نوم اخلي په دې ساینس کې د الوتکو طرحه کولو او جوړونه مطالعه کیږي. Empennage – د الوتکې لکۍ په انګرېزۍ کې د الوتکې لکۍ ته (tail or tail assembly) نومونه هم اخلي. د الوتکې په وروسته برخه کې یو جوړښت دی, د الوتنې پر وخت په الوتکه کې ثبات رامنځته کوي لکه په غشي کې د غشي لکۍ د غشي په سیده تګ کې مرسته کوي او هوا نه پرېږدي چې د غشي لوری کوږ کړي یا انحراف ورکړي همداسې د الوتکې لکۍ په الوتکه کې ورته رول لري. د (Empennage) لفظ د فرانسوۍ ژبې له (empenner) څخه اخیستل شوی او مانا یې د غشي په پای یا لکۍ کې د لکۍ په توګه بڼکې نصب کول دي. ډېرې الوتکې په لکۍ کې عمودي او افقي برخې لري، یادې برخې د ثبات رامنځته کوون...

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه

د سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه (۱)                            سوالونه اوځوابونه     (۱)سوال :دارزیابی اونظارت ترمینځ فرق واضیح کړی؟     جواب: (۱)ارزیابی یوه وقفیی پروسه ده اونظارت یوه دوامداره پروسه ده     (۲)ارزیابی دکارپه منځ اواخرکی ترسره کیږی اونظارت دکاردپیل نه شروع کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۲)سوال:یوکارمندڅه وخت اوڅنګه ارزیابی کیږی؟ جواب:یوکارمنددکال په اخرکی ارزیابی کیږی البته ارزیابی یی دکاری پلان پربنادلایحی وظایفومطابق داجرا شوی فعالیتونوموخوته درسیدوپه منظور ترسره کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  (۳)سوال:د(۲۰۰مارک)کانکریټو اجزاولیکی؟ جواب:د(۲۰۰)مارک دکانکریټواجزاعبارت دی(1:1,5:3 )یعنی یوه برخه سیمنټ یوه نیمه برخه شګه اودری برخی کرش یاجغل ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۴)سوال:استنادی دیوالونونه نظرکوموفکتورونو(عوامل...

Introdution of AFGHANISTAN

Afghanistan   i / æ f ˈ ɡ æ n ᵻ s t æ n / ;  Pashto / Dari :  افغانستان ,  Afġānistān ), officially the  Islamic Republic of Afghanistan , is a  landlocked country  located within  South Asia  and  Central Asia . [9] [10]  It has a population of approximately 32 million, making it the  42nd  most populous country in the world. It is bordered by  Pakistan  in the south and east;  Iran  in the west;  Turkmenistan ,  Uzbekistan , and  Tajikistan  in the north; and  China  in the far northeast. Its territory covers 652,000 km 2  (252,000 sq mi), making it the  41st largest  country in the world. SOURECE:wikipedia